د ناپليون زمانه کې وژل شوي پوځيان دوه پېړۍ وروسته خاورو ته وسپارل شول

Bodies of people killed during Napoleon's retreat from Russia are buried

د عکس سرچینه، AFP

د فرانسې او روسيې د هغو پوځيانو مړي چې له مسکو څخه د ناپليون د وتلو پر مهال مړه شوي وو د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د روسيې په لوېدېځ کې بيا خاورو ته وسپارل شول.

د دغو ۱۲۰ پوځيانو سره درې مېرمنې او درې ماشومان هم خښ شول.

د دې پوځيانو هډوکي دوه کاله دمخه د فرانسوي او روسي اثار پېژندونکو د يوې ډلې له خوا موندل شوي وو.

په ۱۸۱۲ کال کې له مسکو د ناپيلون بېرته په شاتګ د ده له لوري پر روسيې د فرانسې تېري ته د پای ټکی کېښود.

د ناپليون لوی پوځ ګړندی پرمحتګ وکړ، مسکو يې ونيو خو هېڅکله يې پرېکړه کوونکې بريا ترلاسه نه کړه. دی بېرته له مسکو په شا شو او پوځونه يې د روسيې سړې هوا، لوږې او د روسي پوځونو له خوا چريکي بريدونو سره مخ شول.

The remains of French and Russian soldiers on display

د عکس سرچینه، AFP

د پوځيانو مړي يې د وايزما ښار د عيسويانو په يوه مذهبي ځای کې په کنګل حالت کې خښ شول.

داسې اټکل کیږي چې ټول د وایزما د جګړې پرمهال هغه وخت وژل شوي وي چې د ناپلیون بېرته په شاتګ وکړ.

داسې انګېرل کېږي چې دغو دريو مېرمنو د پوځيانو لپاره خواړه او لومړنۍ مرستې چمتو کولې او هلکان د پوځي ډول وهونکو په توګه کارېدل.