افغانستان کې د کورونا معاینې جعلي تصدیق نامې جوړېږي؛ "چارواکي یې هم بهرنيو سفرونو لپاره اخلي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کاوون خموش
- دنده, بي بي سي
د بي بي سي له خوا ترسره شوې یوې څېړنې موندلې ده چې افغانستان کې یو شمېر وګړي چې غواړي له هېواده بهر سفر وکړي د کورونا ازموینو د منفي پایلې جعلې تصدیق نامې په پیسو جوړوي او بیا د همدې سند په مرسته بهرني سفرونه کوي.
ښکاري چې په افغانستان کې د دغو جعلې تصدیق نامو کاروبار ښه غوړېدلی او داسې ادعاوې هم شته چې له بډایه کسانو نیولې تر حکومتي چارواکو پورې د دغو جعلې تصدیق نامو په بدل کې پیسې ورکوي، خو دا ستونزه اوس په ټوله نړۍ کې شته.
د افغانستان د هوايي چلن د ادارې د مشر ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په وینا دا ستونزه د تېر اکتوبر میاشتې په وروستیو کې په ډاګه شوه. نوموړي په دې اړه بي بي سي ته ویلیي:
''په پیل کې هره الوتنه کې به لسو یا شلو مساپرو جعلې تصدیق نامې لرلې. خو وروسته دا شمېر ان ۵۰ ته لوړ شو او کله چې به دغه کسان خپل منزل ته رسېدل نو د کورونا د ازموینو پایله به یې مثبته وه. ''
متحده عربي اماراتو دا لازمي کړې وه چې مساپر باید د ورسېدو پر مهال د کورونا د منفي پایلې سند وښايي. ۵۳ هېوادنه یې په هغه لست کې شامل وو چې ترینه ورتلوونکي مساپر اړ وو چې دوه ځلې د کورونا ازموینو له بهیره تېر شي.
افغانستان هم یو له همدې هېوادونو و او متحده عربي امارات له ګڼو هغو مساپرو سره مخامخ شول چې د کورونا ازموینو جعلي سندونه یې لرل.
په دوی کې یو شمېر مساپرو په خپله خوښه جعلي تصدیق نامې اخیستې وې، خو یو شمېر نور یې بیا نه پوهېدل چې سندونه یې جعلي دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
یو سوداګر چې په کابل کې میشت دی او دلته یې د (یاسین) په مستعار نوم یادوو، په ښار کې یو کلینک ته ورغی چې ګومان یې کاوه اعتباري کلینک دی او دوبۍ ته یې له الوتنې مخکې د کورونا ازموینه په ګرانه بیه وکړه. دې کس بي بي سي ته وویل:
''زه ډېر خوښ وم چې زما د کورونا ازموینې پایله منفي وه او له همدې ډاډ سره هوايي ډګر ته لاړم، په کابل کې یې په هوايي ډګر کې د منفي پایلې تصدیق نامه ومنله، خو کله چې دوبۍ ته ورسېدم هلته هغوی یوه بله ازموینه ترسره کړه چې پایله یې مثبته وخته. ''
یاسین قرنطین کړای شو او جعلې تصدیق نامې له امله یې سوداګریز سفر خراب شو. دی وايي، نه پوهېده چې دغه کلینک جعلې تصدیق نامې ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نومبر په میاشت کې دا ستونزه دومره جدي شوه چې له کابل نه په موقتي ډول الوتنې وځنډول شوې، په داسې حال کې چې کابل کې د حامد کرزي له هوايي ډګره هره ورځ تر ۱۲ پورې نړیوالې الوتنې کېږي.
ښاغلي وفايي زاده په کابل کې د پنځو هغو مشکوکو شخصي روغتونو نومونه واخیستل چې د کورونا ازموینو جعلي تصدیق لیکونه یې خلکو ته ورکول، خو د دغو ټولو روغتونو مسئولین دا تور ردوي.
حکومتي چارواکي بیا روغتیايي کلینیکونه او مساپر دواړه تورنوي او وايي چې ازموینو ته د خلکو د اوږدو کتارونو له امله ځیني کسان رشوت ورکوي او د کورونا ازموینو جعلي تصدیق نامې اخلي.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل په ځینو شخصي لابراتوارونو کې د ازموینو جعلي تصدیق نامې جوړېږي.
نوموړي ویلي، دې کار د افغانستان د روغتیا معیارونو ته زیان اړولی او خبرداری یې ورکړی چې د دغسې لابراتوارونو پرضد به اقدامات وکړي.
ښاغلي صالح لیکلي: ''دې جعلکارۍ د افغانستان پر اقتصاد لوی ګواز کړی، له بده مرغه دوه داسې کسان چې د کورونا ازموینو جعلي تصدیق نامې یې له دغو لابراتوارونو اخیستي د هېواد مشهور کسان او میلونران دي. د امنیتي ځواکونو لسګونه کسان به په شخصي جامو کې دې لابراتوارونو ته لاړ شي چې ازموینې ترسره کړي او هڅه به وکړي چې رشوت ورکړي څو په دې توګه معلومه کړي چې په کوم لابراتوار کې جعلي تصدیق نامې ورکول کېږي. ''

د عکس سرچینه، Handout

افغان حکومت د ځینو شخصي لابراتوارونو جوازنامې لغوه کړي او اوس نشي کولای چې د کورونا ازموینې ترسره کړي، خو بي بي سي ته دا په ډاګه نه شوه چې د دغسې لابراتوارونو شمېر څومره دی؟
افغان چارواکو د هغو ۲۵ لابراتوارونو نومونه واخیستل چې تصدیق نامې یې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د منل وړ دي، خو له دې سره هم ستونزه نه هوارېږي.
د لابراتوار یو کارکوونکی چې په خپله د جعلکارۍ شاهد و وايي د ولسي جرګې د غړو په ګډون افغان چارواکو د خپلو پاسپورټونو فوټو کاپیانې وراستولې چې د کورونا د ازموینې تصدیق نامې د هغوی په غیاب کې ورکړل شي. دا کس وایي:
''لابراتوار دا کار د څو لاملونو له امله کوي، خو اصلي خبره د پېسو ده، د بانفوذه کسانو د خوښولو لپاره هم جعلي تصدیق نامې ورکوي، د ځینو نادولتي موسسو کارکوونکي د لابراتوار کارکوونکو ته بډې ورکوي چې د مثبتې پایلې تصدیق ورکړي څو په دې توګه تر ډېرې مودې پورې له کار کولو بیغمه شي او په کور پاتي شي. ''
د لابراتوار دغه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دا هم تائید کړه چې د کورونا ازموینو جعلې تصدیق نامې ورکول کېږي.
''زه پوهېږم چې د ځینو لویو کلینیکونو څانګې د ازموینې لپاره اخیستل شوی سمپل یا بیلګه د ځانګړې مایع پر ځای په اوبو کې ږدي او بیا یې خپل مرکز ته استوي چې هلته و ازمایل شي او پایله یې منفي وخېژي. ''

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
بي بي سي له ګڼو هغو کسانو سره خبرې وکړې چې د کورونا ازموینې جعلي تصدیق نامه یې له لابراتوارونو، درملتونونو او فوټکاپي کولو له دوکانونو پرته له دې چې ازموینه یې وشي اخیستې وې.
ځینو دغو کسانو د تصدیق نامې په بدل کې ۲۰۰ افغانې او نورو بیا چې له شخصي لابراتوارونو یې تصدیق نامې ترلاسه کړې وې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړې وې.
بي بي سي د عامه خدماتو له هغه دولتي مامور سره هم خبرې وکړې چې ویل یې کولای شي په ۱۵ زرو افغانیو د کورونا ازموینې منفي پایلې تصدیق نامه واخلي.
کله چې له دغه مامور نه پوښتنه وشوه چې څنګه یې اخلي، ویې ویل ''دا نو ته ماته پرېږده. ''
خو دا ستونزه یوازې په افغانستان کې نه ده. د نړیوال هوايي ترانسپورت ادارې آی اې ټي اې ویلي ''د کورونا ازموینې د منفي پایلو جعلي سندونه د برازیل، بنګله دېش او فرانسې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې جوړېږي. ''
په بریتانیا کې هم رسنیو د هغه کس په اړه رپوټونه ورکړل چې د کورونا ازموینې د منفې پایلې تصدیق نامه یې فوټو شاپ کړې وه او خپل نوم یې په کې لیکلی و څو وکولای شي چې له هېواده بهر سفر وکړي.
ډنمارک د جنورۍ په ۲۲مه د پنځو ورځو لپاره له دوبۍ نه ورتلونکې الوتنې بندې کړې وي، ځکه چې د ورتلونکو مساپرو د کورونا ازموینې د تصدیق نامو په اړه شکونه وو.
ډنمارکي چارواکي وايي ''ورته ویل شوي چې دوبۍ کې شوې د کورونا ازموینې کافي نه دي '' ځکه نو د ترانسپورت وزیر له دوبۍ نه پر ورتلوونکو الوتنو بندیز د فبرورۍ میاشتې تر دویمې نیټې غځولی دی.
فرانسوي چارواکو په دې وروستیو کې د پاریس په هوايي ډګر کې هغه ۷ کسان ونیول چې د ادعا له مخې یې په یوه ډیجیټل اله کې د کورونا ازموینو ۲۰۰ تصدیق نامې لېږدولې.
د ایران حکومت ځیني هغه روغتیايي مرکزونه تړلي چې خلکو ته د جعلي تصدیق لیکونو په ورکړه تورن وو، دغه راز په چیلي کې هم هغه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي چې د ادعا له مخې خلکو ته یې د کورونا ازموینو د منفي پایلې تصدیق نامې ورکولې.
په پاکستان کې د بي بي سي خبریالان وايي وروسته له هغه چې د کورونا ازموینې د جعلې تصدیق نامو په اړه رپوټونه ورکړل شول هوايي شرکتونو د هغو لابراتوارونو لست له خلکو سره شریک کړ چې تصدیق نامې یې ورته د منلو وړ دي او مخامخ یې هوايي شرکتونو ته استوي.
په کینیا او نیپال کې چارواکي وايي هغه کسان محاکمه کېږي چې د جعلي تصدیق نامو په ورکړې تورن دي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د نړیوال هوايي ترانسپورت اداره وايي په کاغذي تصدیق نامو کې په اسانۍ سره درغلي کېدای شي ځکه چې په بېلا بېلو بڼو او ژبو وي ''همدا د دې لامل کېږي چې په سمه توګه ونه کتل شي، تېروتنې او درغلي په کې وشي، دا اوس په نړۍ کې یوه ډېریدونکې ستونزه ده. ''
دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان هغه باور تائیدوي چې وايي د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې په مشکله پکې د ورځې د کورونا ۵ زره ازموینې ترسره کېږي د ازموینو کمښت د دې لامل کېږي چې خلک جعلي تصدیق نامې واخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان اوس پر دې کار کوي چې د واکسین ډیجټل تصدیق نامې وکارول شي څو د جعلې تصدیق نامو مخه پرې ونیول شي.
یاد سازمان ویلي ''د کورونا ازموینو دمنفي پایلو او واکسین کېدو په اړه جعلي کاغذي سندونه یوه ستونزه ده چې نه یوازې کوېډ ۱۹ بلکې نورې ناروغۍ هم اغیزمنوي. ''
په عین حال کې د نړیوال هوايي ترانسپورت اداره له بېلا بېلو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده چې د درغلۍ د مخنیوي لپاره مساپرو ته ''د نوموړې ادارې د سفر کولو جواز '' د هغوی په تېلېفونونو کې ورکړي.
نوموړې ادارې ویلي: ''دا کار مساپرو ته د دې زمینه برابروي چې د واکسین او ازموینې پایلې په یو خوندي ځای کې وساتي او له خپل ډیجیتلي هویت سره تړاو ورکړي او بیا یې هوايي شرکتونو، سرحدي چارواکو او ان حکومتونو ته واستوي. ''
په افغانستان کې هم چارواکي هڅه کوي چې دغه ستونزه کنترول کړي.
ډاکتر قاسم وفايي زاده وايي: ''اوس مهال د کورونا ازموینې جعلي تصدیق نامه هېڅ ځای کې چاته نه ورکول کېږي، ځکه چې ځیني کلینیکونه د تصدیق ورکولو اجازه نه لري او بله دا چې په هوايي ډګر کې د مساپرو تصدیق لیکونه په بېلا بېلو ځایونو کې لېدل کېږي. له هوايي ډګره تلونکي او راتلونکي ټول مساپر باید سمه تصدیق نامه ولري. د کورونا ازموینو د منفي پایلې تصدیق نامې نه یوازې په ځینو کلینیکونو کې ورکول کېدي بلکې ځینو لابراتوارونو او د سفري شرکتونو هم ورکولې، خو اوس موږ له نړیوالو کمپنیو سره کار کوو چې مخه یې ونیسو. ''
د دې رپوټ لپاره حفیظ الله معروف او علي حسیني اضافي مالومات او مواد چمتو کړي دي.









