د شمالي کوریا اټومي او توغندیز پروګرام څومره ځواکمن دی؟

شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام کې چټک پرمختګ کړی او او وايي، د امریکا له ممکنه برید د ځان دفاع لپاره تدبیر ضروري دی.

دې هېواد ۲۰۲۱ کال له لوی خبر سره پیل کړ او حکومتي رسنۍ یې د نړۍ "د تر ټولو ځواکمنې وسلې" جوړولو خبره وکړه.

دا وسله نوی بالستلیک توغندی دی چې د اوبتل له لارې توغول کېږي او د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن له واکمنېدو څو ورځې مخکې د کېم جونګ اون په څار پوځي پرېډ کې ترې پرده پورته شوه.

د دې وسلې اصلې وړتیاوې لا روښانه نه دي، ځکه مالومه نه ده چې کومه تجربه یې شوې که نه.

کېم جونګ اون دې مراسمو کې د پام وړ وسلو د نوملړ وړاندې کولو سره د خپل هېواد د اټومي سلاکوټ او پوځي وړتیا زیاتولو ژمنه وکړه.

خو دې لیکنه کې هغه څه وړاندې کوو چې موږ پرې د دغه هېواد اټومي او توغنديز پروګرام او پوځ په هکله پوهېږو.

تر امریکا رسېدونکی توغندی

شمالي کوریا پر ۲۰۱۷ کال څو توغندي وازمویل، چې د دغه هېواد پوځي ټیکنالوجي کې چټک پرمختګ ښيي.

هوواسونګ-۱۲ توغندي په هکله ویل کېږي چې له څلور نیم زرو کیلومترو نښه ویشلی شي او د ارام سمندر ګوام ټاپو کې امریکا پوځي اډې ته خطر پښولی شي.

بیا یې هوواسونګ-۱۴ توغندي ازمویلو سره د ډېرې وړتیا خبره وکړه.

څو کارپوهان وايي، که دا توغندی په ډېره چټکتیا وتوغول شي، تر لس زرو کیلومترو نښه ویشتلی شي.

دې توغندي سره شمالي کوریا د لویو وچو ویشتونکي توغندي نه برخمنه شوه چې تر نیویارک رسېدلی شي.

وروسته یې هوواسونګ-۱۵ توغندی جوړ کړ چې د اټکل له مخې تر څلور نیم زره کیلومتره لوړوالي سره له نړیوال تشیالي مرکز تر لس ځلو لوړ تللی شي.

خو که دا په دودیز ډول سره وتوغول شي، نو ۱۳ زره کیلومترو پورې نښه ویشتلی او د امریکا هر ځای په نښه کولی شي.

د ۲۰۲۰ اکټوبر کې شمالي کوریا بل نوی توغندی جوړ کړ، چې تراوسه ازمویل شوی نه دی او نه یې نوم پرې اېښودلی دی.

دا د اوبلن په تېلو چلېدونکي دوه پړاویز توغندی لا ډېر اوږدوالی او قطر لري او څو سروکی وړلی شي.

باور دی چې دا توغندی هم امریکا کې هر ځای ته اټومي سروکی رسولی شي او کله چې تېر کال نندارې ته وړاندې شو، نو حجم یې لوی لوی پوځي شنونکي هیښ کړل.

له دې څو میاشتې وروسته او د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې شمالي کوریا پوځي پرېډ کې داسې بالستیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ چې د نړۍ تر ټولو ځواکمنه وسله یې بولي.

کارپوهان وايي، دا توغندی د جو بایډن حکومت ته د شمالي کوریا زیاتېدونکي پوځي ځواک پیغام ور کوي.

کېم جونګ اون تر دې توغندي مخکې امریکا تر ټولو "لویه دوښمنه" وبلله او د هغو وسلو د نوملړ ډیزان یې وړاندې کړ چې تر ډېره پکې لرواټنه بالستیک توغندي دي او له ځمکې یا اوبو پورته کېږي او سروکي وړلی شي.

له سختو اقتصادي بندیزونو سره شمالي کوریا د وسلو جوړولو کې بریالۍ ښکاري.

اټوم بم

د ۲۰۱۷ کال سپټمبر پر دریمه شمالي کوریا په پنګي ازمېښتي بټۍ کې تر ټولو لویه اټومي تجربه وکړه

د دې چاودېدونکې الې طاقت اټکلي ډول ۱۰۰-۳۷۰ کیلو ټن و، چې پر ۱۹۴۵ کال پر هیروشیما غورځول شوي اټوم بم نه شپږځلې ډېر ځواکمن دی.

شمالي کوریا وویل، دا یې د اټومي درجې لرونکې لومړنۍ وسلې تجربه ده.

د امریکا پوځي استخبارات وايي، شمالي کوریا توغندي کې اټومي وسلې په بریالیتوب ځای په ځای کړې دي.

د ۲۰۱۸ کال اپرېل کې شمالي کوریا نورې اټومي تجربې ځکه وځنډولې چې په وینا یې "وړتیا" یې تایید شوې ده.

شمالي کوریا هغه وخت وویل، چې پنګي اټومي بټۍ ختموي، په مۍ میاشت کې یې د څو بهرنیو خبریالانو په مخ کې څو سورنګونه له منځه یووړل، خو نړیوال اټومي کارپوهان نه وو.

شمالي کوریا دا هم وویل چې د ټولو اټومي موادو زیاتولو اسانتیاوې ختموي.

لکونه پوځیان

شمالي کوریا تر لس لکو ډېر پوځیان لري چې د ریزرو پوځیانو سره یې شمېر پنځوس لکو ته رسېږي او د نړۍ هغو هېوادونو کې ده چې ډېر پوځیان لري.

وسلې او مهمات یې پخواني دي، خو دا پوځ اوس هم جګړه کې سوېلي کوریا ته سخت تاوان اړولی شي.

شمالي کوریا تر دوو لکو ځانګړي پوځیان لري چې د کړکېچ پر مهال سوېلي کوریا کې ښکېلېدلی شي.

دوی له هغو ۲۰ تر ۲۵ سورنګونه هم کارولی شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې ناپوځي سیمه کې دي.

یوه بله خطره هم په سرحد کې د شمالي کوریا د راکټ لنچرو او توپچي اډې دي، چې ان د سوېلي کوریا پلازمېنه او نورې سیمې له منځه وړلی شي.

سیول د شمالي کوریا له پولې ۶۰ کیلومتره لرې پروت دی.

کیمیايي وسله هم کارېدلی شي، ځکه پر ۲۰۱۲ کال سوېلي کوریا وویل شمالي کوریا له پنځویشت زرو تر پنځوس زرو ټنو دا وسله لري چې د ځمکې په مخ یو تر ټولو لوی ګودام بلل کېدلی شي.

کوریا کې امریکايي پوځیان

کوریا ټاپووزمه کې له جګړې وروسته امریکايي پوځیان دي او نړۍ کې سوېلي کوریا دریم هېواد دی چې ډېر امریکايي پوځیان پکې دي، چې شمېر یې تر ۲۸ زرو رسېږي.

د سراتیژیکو مطالعو نړیوال انستیتیوت وايي، دوی کې تر نهو زرو هوايي ځواکونه او تر درې سوو اېم ای ابرامز ټانکونه او زغرګاډي دي.

امریکا دلته تاډ توغندیز ډال هم لري، چې شمالي کوریا ته نږدې لګول شوی او لنډواټنه منځواټنه توغندي شنډولی شي.

د سراتیژیکو مطالعو نړیوال انستیتیوت دا هم وايي چې جاپان کې ۴۷ زره امریکايي پوځیان دي، چې ډېری یې سمندري سرتېري دي، هلته امریکا الوتک وړونکې بېړۍ هم لري.

د ارام سمندر ګوام ټاپو کې هم ډېر امریکايي پوځیان دي او مخکې شمالي کوریا ګواښ کړی و چې د ګوام اوبو ته به توغندی وتوغوي.