د پاکستان جې اېف ۱۷ که د هند تیجس جنګي الوتکه ډېره خطرناکه ده؟

د عکس سرچینه، AAMIR QURESHI/GETTY IMAGES
- Author, سلمان راوی
- دنده, بي بي سي هندي څانګه ډېلی
د هند هوايي ځواکونو مشر ار کې اېس بهدوریا وايي، د هند جوړه جنګي الوتکه تیجس د ترهګرو پر پټنځیو د بالاکوټ په څېر سرجیکل سټرایکس عملیاتو خورا مهارت سره ترسره کولو کې ګټوره تمامېږي.
هغه دا هم وویل، چې د چین ټیکنالوجۍ په مرسته د پاکستان جوړه الوتکه اېف ۱۷ د معیار، وړتیا او نښه کولو کې د هند سپکې تیجس الوتکې مقابل کې د پرتلنې وړ نه ده.
بهدوریا وايي، د څلورنیم نسل دا سپکه جنګي الوتکه خورا نوې ټیکنالوجۍ سره جوړه شوې او پکې کارېدونکې وسله هم په کور جوړه شوې ده.
خو پوښتنه دا کېږي چې د پاکستان جې اېف ۱۷ او هند تيجس کې کومه یوه ډېره خطرناکه ده.
کارپوهان وايي، د پاکستان جې اېف جنګي الوتکه د اېف ۱۶ فالکن په څېر سپک وزنې ده او هر ډول موسم کې پر ځمکه او هوا نښه ویشتلی شي.
دواړه جنګي الوتکې- تیجس او اېف-۱۷ اوږدواټنه توغندیو باندې سمبال شوې دي.
د تیجس په څېر جې اېف ۲۷ الوتکه هم خپلې موخې په نښه کولی شي.
د تیجس ځانګړنې

د عکس سرچینه، HINDUSTAN TIMES/GETTY IMAGES
د هند هوايي ځواک متقاعد قومندان کیټي بسچین تیجس الوتکه د خپل ډول الوتکو ډېره مهمه بولي، ځکه چې په دې کې ډېرې نوې الې لګول شوې دي.
نوموړی له بي بي سي سره خبرو کې وايي، دا ځکه ګرانبیه هم ده چې ډېرې نوې وسیلې پکې دي لکه اسراییل کې تیار شوی رادار سیستم.
دې الوتکه کې ځايي رادار هم شته. الوتکه سپکه ده او د نښې ویشتلو وړتیا یې هم ښه ده. د ډېرو موخو لپاره جنګېدونکې الوتکه ده چې خورا سختو حالاتو کې یې کار ښه نتیجه لري.
د هند تر ټولو ډېرې پخوانۍ او مشهورې کمپنۍ هندوستان ایروناټکس لېمېټډ دا الوتکه تیاره کړه.
د پاکستان جې اېف ۱۷ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې کامره کې ایروناټیکېل کمپلېکس جوړه کړې، چې د چینايي ادارې نېشنل ایرو ټیکنالوجي امپورټ اېنډ ایکسپورټ کارپورېشن همکاري هم ور سره وه.
د پاکستان هوايي ځواک وايي، چین او پاکستان د جې اېف ۱۷ جنګي الوتکې ټیکنالوجي ګډه تیاره کړې. دوی وايي، دا الوتکه ۳۶۳۰ کیلوګرامه وسله وړلی، ګړۍ کې ۲۲۰۰ کیلومتره واټن وهلی او د ۱۳۵۰ کیلومترو په واټن نښه ویشتلی شي.
د هندي پوځ د ګورکها څانګې متقاعد ډګروال سنجي سرایواستو وايي، تیجس له اتو تر نهو ټنو وزن پورته کولی شي. له غږ چټکه یانې له ۱،۶ میک تر ۱،۸ مېک چټکتیا سره تر ۵۲ زره لوړوالي سره الوت کولی شي.
د تیجس نوې ټیکنالوجي

د عکس سرچینه، Getty Images
تیجس کې چې کومه نوې ټیکنالوجي کارول شوې، هغه ایکټو الیکټرانک سکېن راېډار یا برېښنايي ډول څارونکی رادار دی او د حساسو عملیاتو وړتیا لري. مطلب دا چې له خپلې لید ساحې پټ یا بهر توغندی هم څارلی شي.
تیجس هوا کې تېل هم اخیستلی شي او له ډېر لرې د دوښمن الوتکه په نښه کولی او د دوښمن رادار تېراېستلی شي.
دا الوتکه د سوخو الوتکې په څېر له ډېر وزنه توغندي او وسلې سره هم الوت کولی شي.
د هند د هوايي ځواک مشر ار کي اېس بهدوریا د پنجشنبې په ورځ دا هم وویل چې تیجس د ترهګرو پر پټنځیو تر پخوا لا ښې او غوره لارې سره د سرجیکل سټرایک وړتیا لري.
د تېر کال وروستیو کې د پاکستان او چین هوايي ځواک ګډې مانورې وکړې.
هغه مهال دغو مانورو کې جې اېف ۱۷ هم وړاندې شوه.
تر دې مخکې پاکستان د چین جوړه ۱۴ جې اېف ۱۷ الوتکه هم خپل هوايي ځواک کې درلوده، خو وروسته یې خپله دا الوتکه د چین په مرسته جوړه کړه او جې اېف-۱۷ بلاک تري نوم یې ورکړ.
د جې اېف-۱۷ بلاک تري ځانګړنې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان هوايي ځواک ویاند احمر رضا بي بي سي ته وویل، نوې جې اېف-۱۷ بي ماډل الوتکه دوه سېټه ده. تر ډېره د روزنې لپاره کارول کېږي، خو نوې وړتیاوې د جې اېف-۱۷ الوتکې په څېر دي.
دې نوې الوتکه کې د توغندي او رادار سیستم د پخوا په څېر دی، خو یو بل سېټ هم پکې شته چې بل پیلوټ هم کېني او دا الوتکه د روزنې لپاره کارېږي.
د هغه په خبره، نوې "جې اېف-۱۷ بلاک تري" سره د پاکستان پوځي ځواک ډېر شو او دا الوتکه پر روزنیزو اړتیاوو سربېره د جنګي عملیاتو وړتیا هم لري.
"جې اېف-۱۷ بلاک ون" او "بلاک ټو" الوتکې د پاکستان ایروناټیکل کمپلېکس جوړې کړې، خو که د جې اېف-۱۷ بلاک تري یا څلورم نسل جنګي الوتکې خبره کېږي، مقابل کې یې تیجس نوې یا څلور نیم نسل سپکه جنګي الوتکه ده.
په هر حال د هند جنګي الوتکو شمېر هم له پاکستان زیات دی، په داسې ډول چې تر دوو زرو ډېرې دا الوتکې لري او پاکستان د نژدې ۹۰۰ الوتکو خبره کوي.










