په نړۍ کې څلورم لوی پوځي قوت کوم دی؟

شماي کوریا څو زره توپونه لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شمالي کوریا څو زره توپونه لري

د کارپوهانو د یوه رپوټ له مخې، شمالي کوریا د پوځي ځواک، دودیزو وسلو او توپخانې له اړخه په نړیواله کچه څلورم لوی پوځي ځواک دی.

که د پیونګ یانګ اتومي قدرت یوې خوا ته کېږدو، د کوریا نیمه ټاپو ترمنځ پوځي اړدوړ ښايي د شمالي کوریا د قوت ړنګېدو په پایله تمام شي.

د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخې، د شمالي کوریا مساحت ۱۲۰ زره مربع کیلومتره دی، د وګړو شمېر یې ۲۵ میلیونه ښودل شوی دی. د وسله وال ځواک شمېر یې یو میلیون او سل زرو ته رسېږي، یانې د ټولو وګړو کابو پنځه یې سلنه جوړوي.

کوریا کې د اتلس کلنو نارینه وو لپاره عسکري لس کاله او د ښځو لپاره اوه کاله جبري ده، یا دا چې په همدې عمر کې زده کړې بشپړې کړي، عسکري به کوي. دوی به دا موده په پوځي خدمت کې تېروي، یا په وسله والو ځواکونو کې یا په کارخونو کې.

احتیاطي پوځيان

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، د شمالي کوریا پوځي لګښت له ۲۰۰۴ کال راهیسې تر ۲۰۱۴ کال پورې درې نیم میلیارده ډالر و.

دا مهال شمالي کوریا په لوی شمېر پټ پلي ځواکونه لري، چې تر ټانکونو او توپونو پورې سپکې او درنې وسلې هم لري او توغندي شنډوونکی سیستم یې د جنوبي کوریا تر پلازمېنې سیول پورې هم رسېدلی شي.

شمالي کوریا ۱۳۰۰ الوتکې لري، چې د پخواني شوروي اتحاد له وخته ورپاتې دي.

د شمالي کوریا د پوځیانو شمېر تر یو میلیون ډېر دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمالي کوریا د پوځیانو شمېر تر یو میلیون ډېر دی

ځمکني ځواکونه

شمېر: ۹۵۰ زره

ټانکونه: ۴۲۰۰

زغره وال موټر: ۲۲۰۰

جنګي توپونه: ۸۶۰۰

توغندي ویشتونکي: ۵۵۰۰

SHUTTERSTOCK

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK

هوايي ځواک

شمېر: ۱۱۰ زره

جنګي الوتکې: تر ۸۰۰ ډېرې

چورلکې: ۳۰۰

بار وړونکې الوتکې: تر ۳۰۰ ډېرې

سمندري ځواکونه:

شمېر: ۶۰ زره

بېړۍ: ۷۰

دوراني بېړۍ: ۴۳۰

وچې ته پورته کېدونکې بېړۍ: ۲۵۰

اوبتلونه: ۲۰

ملاتړې بېړۍ: ۴۰

شمالي کوریا دداسې توپخانو یوه لویه زېرمه لري، چې ۷۵ تر ۳۴۰۰ میله واټن ویشتلی شي او ځینې یې ان د امریکا خاورې ته هم رسېدلی شي.