کانګرس کې د ټرمپ په ګټه د لاسوهنې لپاره پر مایک پېنس فشار زیاتېدل

د امریکا کانګرس کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې د تایید لپاره د چارشنبې په ورځ د مهمې غونډې درشل کې د دغه هېواد پر مرستیال ولسمشر مایک پېنس هم فشار زیاتېږي.

ټاکلې ده کانګرس د جنورۍ پر شپږمه تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د جو بایډن د بریالیتوب په هکله د ټاکنیز کالج د رایو باور وارزوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې ټاکنو کې د پراخې درغلۍ خبره او دې ناسته کې د ځان په ګټه د مایک پېنس د پرېکړې غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ ټوېټر کې ولیکل: ''مرستیال ولسمشر د هغو کسانو د غوره کېدو د باور ردولو واک لري چې په درغلۍ ټاکل شوي دي. ''

د امریکا مرستیال ولسمشر پېنس به مختلفو ایالتونو کې د ټاکنو پایله د کانګرس د چارشنبې غونډه کې اعلان کړي.

د ولسمر ټرمپ پلویان وايي، ښاغلی پېنس لانجمنو ایالتونو کې د ټاکنیز کالج د پایلې ردولو واک لري، خو د ولسمشر ټرمپ نیوکګر یا منتقدان وايي، دې ناسته کې د مایک پېنس رول تشریفاتي دی.

د ښاغلي پېنس سلاکارانو هم ویلي چې نوموړی د چارشنبې په ورځ یوازې خپله تشریفاتي دنده کوي.

د سپینې ماڼۍ یوه پخواني چارواکي- چې د مایک پېنس ډلې سره تماس کې دی- رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "هغه د ولسمشر ملاتړ کوي، خو اساسي قانون به اجرا کړي. دا تشریفاتي رول دی. د لیکونو پرانیستل او لوستل. دا یوه تشریفاتي دنده ده. "

د مایک پېنس د دفتر مشر مارک شورټ هم د دوشنبې په ورځ دغه خبري اژانس ته وویل، مرستیال ولسمشر به اساسي قانون اجرا کړي.

له دې مخکې د سنا جرګې ۱۲ استازو او د استازو جرګې ۱۴۰ غړو ویلي، دې ناسته کې به د ټاکنو پر سموالي نیوکه وکړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر پر ۳ وشوې او جو بایډن پکې په بې ساري ډول له ۸۱ میلیون ډېرې رایې وګټلې.

نوموړي د بریالیتوب لپاره د ټاکنیز کالج ۲۷۰ رایو ته اړتیا درلوده، خو ۳۰۶ رایې یې خپلې کړې.

د ټاکنیز کالج ناسته د ډسمبر پر ۱۴ جوړه شوه او ټولو ایالتونو کې یې د ښاغلي بایډن ګټلې رایې تایید کړې.

ټرمپ څه غواړي؟

ښاغلی ټرمپ ځینې مهمو ایالتونو کې د ټاکنیز کالج د رایو باور ردېدل غواړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ هم جورجیا کې د وینا پر مهال دا غوښتنه بیا وکړه.

ښاغلي ټرمپ- چې دې ایالت کې د سنا جرګې ټاکنو لپاره د دوو جمهوریپالو نوماندانو په ملاتړ خبرې کولې- هیله وښوده چې مایک پېنس د نوموړي ملاتړ وکړي.

جورجیا کې د سنا ټاکنې بیا کېږي، ځکه اول پړاو ټاکنو کې یې د کوم ګوند نوماند بریالی نه شو.

د دې ایالت دا ټاکنې په دې مهمې دي چې که ډیموکراټ ګوند پکې دوه څوکۍ وګټي، نو د جو بایډن ولسمشرۍ لپاره به ډېر اهمیت ولري.

په دا مهال د ولسمشر ټرمپ زرګونه پلویان واشنګټن ته تللي چې د کانګرس د غونډې پر مهال د نوموړي په ملاتړ ناسته وکړي.

ډونلډ ترمپ ویلي د خپلو پلویانو ناستې ته به ور شي.