تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټاکنې؛ د ټرمپ یوه لوی ملاتړي هغه هڅولی چې خپله ماتې ومني
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه پیاوړي ملاتړي کرېس کریسټي له نوموړي غوښتي چې د ټاکنو پایلو ته غاړه کېږدي او خپله ماتې ومني.
ښاغلی کریسټي د نیوجرسي پخوانی والي دی او تېر څلور کاله یې د ډونلډ ترمپ ملاتړ کړی دی.
نوموړی د هغو کسانو له ډلې دی چې له ښاغلي ټرمپ سره یې د تېرو ټاکنو د کمپاین پر مهال مرسته کوله چې له جو بایډن سره د مناظرې لپاره چمتو شي.
هغه تازه د اې بي سي تلویزیونې شبکې "دا اوونۍ" خپرونه کې ویلي د ډونلډ ترمپ د حقوقي ډلې چلن "د ملي شرم" لامل ګرځېدلی.
ډونلډ ټرمپ تر اوسه د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ماتې له منلو ډډه کړې ده.
ښاغلی ټرمپ په بیا بیا دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کوي خو هغه او حقوقي ډلې یې تر اوسه د دې ادعا د زباد لپاره هېڅ اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.
ګڼو جمهوریپالو هم پیل کې د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې لخوا ځینو ایالتونو کې د پراخو درغلیو د ادعا د راپورته کېدو ملاتړ کاوه خو دغه کسان اوس یو په بل پسې له هغه لار جلا کوي.
د شنبې په ورځ یو ځل بیا د ډونلډ ټرمپ حقوقي هڅې پاتې راغلې.
د پنسیلوانیا د محکمې یوه قاضي په دغه برخلیک ټاکونکي ایالت کې د پوسته خانو له لارې د میلیونونو کارول شویو رایو د باطلېدو لپاره د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې شکایت رد کړ.
دغه قاضي ویلي و چې د رایو د باطلېدو لپاره وړاندې شوی استدلال پر ګومانونو ولاړ دی.
په دې توګه د دوشنبې تر ناوخته پنسیلوانیا کې د وروستیو پایلو تایید ته چې بایډن پکې ګټونکی بلل شوی، لار هواره شوه.
بایډن په دغه ایالت کې له خپل جمهوریپال سیال ډونلډ ټرمپ څخه یوازې ۸۰ زره ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.
کرېس کریسټي څه وايي؟
کرېس کریسټي لومړی والي و چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې یې ډونلډ ترمپ سره ملاتړ اعلان کړ. هغه اوس په دې مرکه کې ویلي چې ښاغلی ټرمپ "له محکمې بهر د درغلیو ادعا کوي خو چې محکمې ته ننوځي د درغلیو ادعا پرېږدي او د دې ادعا لپاره استدلال هم نه مطرح کوي".
هغه ویلي: "زه د ولسمشر ملاتړی وم. دواړه پلا مې هغه ته رایه ورکړې ده. خو ټاکنې خامخا پایلې لري او موږ نشو کولی داسې وښیو چې څه پېښ شوي، ګواکې هغه نه دي شوي".
کرېس کریسټي د پنجشنبې پر ورځ د ټرمپ له ټاکنیزې ډلې سره یوه خبري غونډه کې د وکیلې سیډني پاول خبرو ته هم اشاره کړې چې د اسنادو له وړاندې کولو پرته یې ویلي و د رایو برېښنايي ماشینونونو میلیونونه رایې د بایډن په ګټه اړولې دي.
خو د ټرمپ ټاکنیز ټیم د یکشنبې پر ورځ بیا په یوه بیان کې وویل چې میرمن پاول د ټرمپ د حقوقي ډلې غړې نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوازې څو ورځې وړاندې پخپله ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې په زغرده د سیډني پاول نوم د نوموړي د حقوقي ډلې د غړې په توګه یاد کړی و.
د واک د لېږد چارې څنګه روانې دي؟
ټاکنو کې د ماتې له منلو د ډونلډ ټرمپ انکار هغه پروسه ټکنۍ کړې چې معمولا امریکا کې تر ټاکنو وروسته بریالي اعلان شوي نوماند ته د واک د لېږدېدو لپاره ترسره کېږي.
خو د جو بایډن د بریا له انکار سره نوموړی غواړي سبا د سې شنبې پر روځ د خپلې کابینې د ځینو غړو نومونه اعلان کړي.
هغه وړاندې ویلي د ډونلډ ټرمپ او د هغه د دولت دا چاره «شرموونکې» ده چې د ټاکنو د پایلو منلو ته نه حاضرېږي.