تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټاکنې؛ ټاکنیز کالج یا الکټرال رایې څه شی دی؟
د امریکا په ټاکنو کې شونې ده چې ټاکل شوي ولسمشر دې د عامو رای اچوونکو اکثرېت رایې نه وي خپلې کړي.
ځکه په امریکا کې ولسمشر نېغ په نېغه د خلکو په راېو نه، بلکې د "ټاکنیزو کالجونو" یا په "الکټرال رایو" ټاکل کېږي.
د دې اصطلاح مانا څه ده؟
امریکا کې خلک نېغ په نېغه ولسمشر نه ټاکي. رای اچوونکي که څه هم په رای پاڼو کې عملاً د خپلې خوښې ولسمشر (او د هغه د مرستیال) نوم لیکلي، خو په حقیقت کې د سیمه ییزو چارواکو هغې ډلې ته رایه ورکوي چې د همدغه ایالت "ټاکنیز کالج" یا "د ټاکونکو ناحیې" جوړوي.
د "کالج " اصطلاح هم دلته هغې ډلې ته کارول کېږي چې ګډه او مشخصه دنده لري. د کالج معموله مانا ښوونیزه موسسه ده، خو د "هغې ډلې چې مشخصه او ګډه موخه لري" مانا هم ورکوي او دلته ترې همدا مانا اخیستل کېږي.
دغه کسان ټاکونکي، غوره کوونکي یا په انګلیسي "الکټرور" دي او دنده یې د ولسمشر او د هغه د مرسیتال ټاکل دي.
ټاکنیز کالجونه یا د ټاکونکو ناحیې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل تر ټاکنو څو اوونۍ وروسته او سږ کال د ډسمبر پر ۱۴مه راغونډېږي چې ولسمشر وټاکي.
ټاکنیز کالجونه څنکه د امریکا ولسمشر ټاکي؟
د هر ایالت د ټاکونکو شمېر څه نا څه د هغه د وګړو د شمېر له مخې ټاکل شوی. هر ایالت د امریکا په کنګره (استازو جرګه او سنا جرګه) کې د استازو په شمېر ټاکونکي (الکټرار) هم لري.
د ساري په ډول کالیفورنیا چې ګڼ مېشتې ده ۵۵ ټاکونکي لري، په داسې حال کې چې د الاسکا او شمالي ډاکوټا په څېر کم مېشتي ایالتونه یوازې درې ټاکونکي لري.
د امریکا ټول ۵۰ ایالتونه ۵۳۸ ټاکونکي لري. هر ټاکونکی یوه "الکټرال رایه" لري او د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنو د ګټلو لپاره لږ تر لږه ۲۷۰ الکټرال رایو ته اړتیا لري.
ایالتونه عموماً د خپل ټاکنیز کالج ټولې الکترال رایې هغه نوماند ته ورکوي چې په دغه ایالت کې یې د خلکو ډېرې رایې خپلې کړې وي.
د بېلګې په توګه که یو نوماند د تکزاس ایالت تر ۵۰ سلنې پورته رایې خپلې کړي، نو د ټکزاس د الکټرال کالج ټولې ۳۸ رایې به ورکړ شي.
که یو نوماند په یوه ایالت کې اکثریت رایې خپلې کړي، توپیر نه کوي او د هغه ایالت ټولې الکټرال رایې هم خپلوي.
خو نبراسکا او مین د امریکا دوه یوازیني ایالتونه دي چې خپلې الکټرال رایې نوماندانو ته د ترلاسه کړو رایو له مخې ورکوي.
د همدې لپاره یو نوماند ښايي په څو مشخصو ایالتونو کې، چې د الکټرال ډیرې رایې لري، په کم توپیر بریا سره، عمومي ټاکنې وګتي.
نو ځکه نوماندان پر مشخصو ایالتونو ډیر تمرکز او د هغو د رایو د خپلولو هڅه کوي.