د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې او پر افریقا یې اغېز

    • Author, نومسا ماسیکو
    • دنده, بي بي سي جوهانسبرګ

په سویلي افریقا کې د ویټواټرز پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې استاد جان سټریملاو وايي:

''ډونلډ ټرمپ په بشپړ ډول افریقا له پامه غورځولې او دلته نه دی راغلی، زه ګومان نه کوم چې له بیا ټاکل کېدو وروسته به دی دې لویې وچې ته راشي. ''

له ده مخکیني دواړو ولسمشرانو باراک اوباما او جارج ډبلیو بوش په خپله لومړۍ دوره کې افریقا ته سفر کړی، خو ښاغلي ټرمپ د دې سفر لپاره وخت نه دی ایستلی.

پروفیسر سټریملاو وايي:

''دی فکر کوي، چې دا ده په توجه نه ارزي. ''

ډېری خلک په دې اند دي چې د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ موده کې د افریقا لپاره د متحدو ایالتونو رویې پوښتنې راپورته کړې.

سره له دې چې د افریقا سارايي سیمو اقتصادونه له هغو بلل کېږي، چې خورا چټکه وده کوي، خو تېرو څو کلونو کې د متحدو ایالتونو او افریقا تر منځ سوداګري کمه شوې. اوس هم افریقا د امریکا متحدو ایالتونو لپاره لومړیتوب نه لري.

له دیپلوماسۍ نیولې تر سوداګریزو هوکړو او په روغتیايي سیکتور کې تر پانګونې پورې داسې ښکاري، چې واشنګټن یو ګام شاته شوی دی.

داسې حال کې چې افریقایان پر خپله سیمه د ولسمشر ټرمپ پر اغېز غور کوي، او دا چې د نومبر له ټاکنو وروسته به څه کېږي؟ د امریکا بدلېدونکي اغېز په توګه یوه مهمه اشاره ښايي د نوموړي د ادارې له لوري په روغتیايي سکتور کې د پانګونې درول وبلل شي، چې خورا ډېره اړتیا ورته لېدل کېږي.

د لیسوتهو له پلازمېنې ماسیرو د دوو ساعتونو لارې په واټن کې د دې پرېکړې عملي اغېز لیدل کېږي.

دا هېواد له لسګونو نورو افریقايي هېوادونو یو دی، چې د امریکا پرېکړه پرې اغېز کوي، خو دا یوه بېلګه ده، چې د واشنګټن له پرېکړې وروسته به پر ټوله لویه وچه څه ډول اغېز وشي.

دلته د غونډیو په لمن کې د خټینو کورونو منځ کې یوازینی کلینک تړل شوی دی.

تړلو دروازو ته یې زنګ وهلي قلفونه پراته دي، او د طبي غونډوسکو 'کانډوم ' صندوق تش پروت دی.

د دې سیمې ښځې 'د روغتیايي اړتیاوو ' لپاره بل ځای نه لري، چې ورشي. ځايي ښځې وېره څرګندوي چې د کلینک تړل کېدو له کبله به د ناخوښې مېندوارۍ مخنیوي درمل او وسایل هم نه مومي او ښايي دا ان د ماشومو نجونو د مېندوارۍ لامل شي.

د ناخوښې مېندوراۍ لامل د امریکا هغه پالیسي بلل کېږي، چې د دغه ډول روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو خیریه بنسټونو سره یې د امریکا فدارلي مرستو لړۍ درولې ده.

دغه پالیسي لومړی ځل په ۱۹۸۴ کې پلي شوه او په سپینه ماڼۍ کې د جمهوریت غوښتونکو ولسمشرانو د واکمنۍ پر مهال پلي کېده، چې بیا ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې له سره نوې کړه. عملاً له همدې کبله د هغو افریقايي هېوادونو پر ښځو ډېر اغېز وشو، چې پر بهرنيو مرستیو ډېره تکیه کوي.

د امریکايي مرستو کموالي د مېندوارۍ مخنیوي پر چارو د اغېز تر څنګ، په ډېری افریقايي هېوادونو کې د ایچ ای وې او رحم سرطان معاینات هم اغېزمن کړي دي.

د افریقا سارايي سیمو کې اوس هم د ایډز له کبله د مړینې شمېر په نړۍ کې تر ټولو ډېر دی او له همدې کبله د ټرمپ حکومت پرېکړې د نړۍ بلې هرې سیمې پرتله افریقا ډېره اغېزمنه کړې ده.

دغه راز د امریکا او افریقايي هېوادونو تر منځ سوداګري هم پیکه شوې ده. داسې اندېښنې شته چې د افریقا ودې او فرصتونو قانون (اګوا) به له ۲۰۲۵ وروسته تمدید نه شي. دغه هوکړه چې نژدې ۲۰ کاله مخکې تصویب شوې، ۴۰ هېوادونو ته د صادراتو لپاره امریکايي بازارونو ته لاسرسی ورکوي.

د همدې قانون پر مټ په لیسوتهو سیمه کې د ټوکرانو صنعت وده کړې او نژدې ۴۶ زره کسانو ته یې کاري فرصتونه چمتو کړي، چې ډېری یې ښځې دي. که دغه سوداګریزه هوکړه نوې نه شي، ښايي زرګونه کسان له دندو محروم شي.

د تایوان اوسېدونکی ډېوډ چین چې په لیسوتهو سیمه کې د ټوکرانو کارخونه لري او ۱۶۰۰ کسان یې پر دندو ګومارلي وايي:

''که سوداګریزه هوکړه نوې نه شي، زرګونه کسان به دندې له لاسه ورکړي. موږ به د خپلو کارځایونو تړلو ته اړ شو او له نورې نړۍ سره به د سیالۍ جوګه نه یو. ''

د ښاغلي چین کارځای په ځانګړې توګه د امریکايي بازارونو لپاره د سپورت کالي چمتو کوي. په دغه سیمه کې دا د خصوصي سکتور تر ټولو مهم کار ځای بلل کېږي.

پر دغه صنعت سره له دې چې کاري ساعتونه یې ډېر او کار یې سخت دی، خو زرګونه سیمه ییز اوسېدونکي پرې له اقتصادي پلوه تکیه کوي.

امریکا متحده ایالتونه اوس په افریقا کې د خوښې پانګه اچوونکی هېواد نه دی او ځای یې هند، ترکیې، روسیې او چین ته پاتې دی، چې پانګونه وکړي.

چینايي شرکتونه د افریقا ډېری صنعتي مرکزونو چارې پر مخ بیايي، چې ډېری یې په بیجینګ کې د حکومت له مالي ملاتړه برخمن دي.

داسې حال کې چې ډېری شنونکي له افریقا سره د چین تاوده اړیکي د (ټولو لپاره بریا) بولي، ځینې د شک په نظر هم ورته ګوي او د بیجینګ له لوري د افریقا لویې وچې بیا مستعمره کولو هڅه ورته ښکاري.

واک ته د ولسمشر ټرمپ له رسېدو ډېر مخکې چین په افریقا کې مهم رول درلود، خو د ټرمپ واکمنۍ موده کې بیجینګ په افریقا کې خپل نفوذ ته وده ورکړه. لیسوتهو ته نژدې د افریقا له سویلي پولې سره یو کال مخکې د یوې لویې لارې ودانیزې چارې پیل شوې، چې لګښت یې د چین اکسیم بانګ پور ورکړې.

دغه ۹۱ کیلومتره اوږد سړک د ډراکینسبرګ غرونو له لړۍ سره په څنګ کې غځېدلې چې لګښت یې ۱۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي او ۱۰۰ میلیونه ډالر یې چین حکومت ورکړي دي.

تمه کېږي چې دا به د څلورو ساعتونو سخته لار دوو ساعتونو ته رالنډه کړي.

د سیمې لویو لارو رغاونې ادارې یو مسوول تیبوهو موخواني وايي:

''د دغې لارې جوړېدل به په سیمه کې سیلګرۍ ته هم وده ورکړي، ځکه دا به د سهیلاباتهیب ملي پارک ته د ورتګ لاره هواره کړي، چې د لیسوتهو یوازینې پارک دی، چې په نړیواله کچه پېژندل شوی دی. ''

د واشنګټن او بیجینګ تر منځ نړیواله سوداګریزه جګړه ښه ترسیم شوې، خو دا به وکتل شي، چې دغه ننداره څه ډول پای مومي. په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ ماموریت (د امریکا عظمت) دی، حکومت یې تر ډېره په هغه سیمه کې غیر فعال ښکاري چې په نړۍ کې تر ټولو چټکه وده کوي او دا به هم وکتل شي چې د امریکا له راتلونکو ټاکنو د افریقا لپاره څه ډول پایلې راوځي.

چین په افریقا کې د لویو لارو، بندرونو او هوايي ډګرونو ودانیزو چارو کې ورځ تر بلې خپل شتوالی ډېروي او دا هر څه د وسایلو، دوستۍ او سیاسي، اقتصادي اغېز بدل کې تر سره کېږي.