د کورونا وېروس نوی ډول امریکا ته هم ورسېد

ک

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کورونا وېروس نوی ډول د نړۍ ګڼو هېوادونو کې خور شوی

امریکا ته هم د کورونا نوی او چټک خپرېدونکی ډول ورسېد چې بریتانیا کې موندل شوی او د هند او پاکستان په ګډون تر ۲۱ هېوادونو کې خپور شوی دی.

دا وېروس د کلوریډا ایالت په څو ویشت کلن اوسېدونکي کې موندل شوی او کرنتین دی.

نوموړي دې وروستیو کې چېرته په سفر نه دی تللی.

ایالتي چارواکي وايي، اوس له دې کس سره د اړیکه نیوونکو او د نوي ډول د نورو بالقوه پېښو د پېژندلو هڅه کوي.

کارپوهان وايي، د کورونا نوی ډول تر پخوانیو ډېر چټک خپرېږي، خو تر دوی ډېر خطرناک نه دی.

د امریکا روغتیايي چارواکو اونۍ مخکې وویل، باوري دي چې دغه نوی ډول په دغه هېواد کې په خوځښت راغلی دی.

په دا مهال د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن د کورونا واکسین پر وېشلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې بهیر یې ورو دی.

د هغه په خبره، د واکسیناسیون عملیات "تر ټولو لویه عملیاتي ننګونه ده چې تراوسه دا هېواد ور سره مخ دی."

د ډونلډ ټرمپ حکومت د ډسمبر تر پای د ۲۰ میلیونه کسانو د واکسینولو پلان درلود، خو د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز وايي، تراوسه یوازې دوه اعشاریه یو میلیون کسانو ته واکسین شوی دی.

امریکا کې له ۱۹ میلیونو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر درې لکو ۳۷ زرو ډېر ترې مړه شوي دي.

هند او پاکستان

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا کې له ۱۹ میلیونو ډېر خلک په کورونا اخته شوي دي.

تر امریکا مخکې هند او پاکستان هغه وروستي هېوادونه وو چې د کورونا وېروس دغه نوي ډول اغېزمن کړي، چې په چټکۍ سره خپریږي.

د سند ایالت روغتیايي چارواکي وايي، په سویلي ساحلي ښار کراچۍ کې د کورونا وېروس پر نوي ډول د اخته شویو دریو کسانو نومونه ثبت شوي دي. چارواکي وايي، دا درې واړه کسان په دا وروستیو کې له بریتانیا پاکستان ته ستانه شوي وو‌.

د چارواکو په وینا له نورو خلکو سره د دې کسانو لیدنې - کتنې په تړاو معلومات راټولوي. پاکستان له هغو لسګونو هېوادونو یو و چې بریتانیا ته یې پر سفر بندیز لګولی و، خو هغو پاکستانیانو ته یې خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکوله چې د سفر له پیله مخکې پر کورونا د نه اخته کېدو ثبوت وړاندې کړي.

په هند کې هم د کورونا وېروس پر نوي ډول د اخته شویو شپږ کسانو نومونه ثبت شوي دي. د سې شنبې پر ورځ هندي چارواکو وویل، دغه کسان د روغتیا پالانو تر څار لاندې ګوښي ساتل کېږي.

هند هم په هغو هېوادونو کې شامل دی، چې بریتانیا ته او له دغه هېواده هند ته پر سفر یې بندیز لګولی و.

په دغه نوي ډول- چې لومړی ځل په بریتانیا کې وپېژندل شو- په کوریا، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم پرې خلک اخته شوي دي.

سویلي افریقا کې هم چارواکو د کورونا نوي ډول ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته پر ګرځېدو - راګرځېدو بندیزونه لګولي دي.

د کورونا نوي ډول ناروغان اوس په نژدې ۲۱ هېوادونو کې پېژندل شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې ۸۱ میلیونه کسان پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي او یو اعشاریه اته میلیونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایران کې په کور جوړ شوي واکسین پیل

ایران

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ایراني چارواکي وايي، د هغه کورونا ضد واکسین ازموینه یې پیل کړې چې په ایران کې چمتو شوی

بل لور ته ایران د هغو کورونا ضد واکسینو ازموینه پیل کړې چې په دغه هېواد کې چمتو شوي دي. ایران د کورونا وېروس لومړۍ څپه کې یو تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد بلل کېده.

د یوه لوړ پوړي چارواکي محمد مخبر لور طیبه مخبر لومړنۍ ایرانۍ ده، چې د سې شنبې پر ورځ کوو- ایران برکت نومي دغه واکسین ورکړل شول.

روسیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو اصل شمېر

روسي چارواکي بیا وايي، په دغه هېواد کې د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د هغو شمېرو درې برابره دی، چې مخکې یې رپوټونو کې یادونه شوې.

د روسیې لومړي وزیر مرستیاله تاتیانا ګولیکووا وايي، په هېواد کې یې د سږ کال اوږدو کې اتیا سلنه اضافي مړینې د کورونا وېروس له کبله شوې، چې له رسمي شېمرو څه باندې درې برابره لوړ شمېر دی.

د روسیې چارواکو رسمي شمېرې ښيي چې د کوویډ - ۱۹ له کبله ۵۵ زره ۸۲۷ کسان مړه شوي، خو اضافي مړینې دغه شمېر ۱۸۶ زرو کسانو ته رسوي. اغلې ګولیکووا وايي، د ۲۰۲۰ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د مړینې کچه د پروسږ کال پرتله ۱۸ اعشاریه اته سلنه لوړه وه.

اروپا او امریکا کې د کورونا وروستی وضعیت

Woman in Indian airport

د عکس سرچینه، Reuters

په داسې حال کې چې اروپا کې د کورونا وېروس نوې څپې خلک اندېښمن کړي، اسپانیا کې چارواکي وايي، دوی به د هغو کسانو نومونه ثبتوي چې د کورونا مخنیوي له واکسین اخیستو انکار کوي.

د انګلستان روغتیايي خدمتونو ادارې مشرتابه بیا خپل کارکوونکي له دې کبله له 'توپاني حالت ' سره مخامخ بللي چې په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ډېرېږي.

پوځیان به د انګلستان په ښوونځیو کې له راتلونکې میاشتې د معایناتو برخه کې همکاري‌ کوي، خو د ښوونځیو مشران وايي، ښايي د زدکوونکو په ورتلو کې ځنډ راشي.

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو کانګرس کې د استازو جرګې د کورونا وبا له کبله له بې روزګاره شوي هر کس ته د حکومتي مرستې کچه له ۶۰۰ ډالرو ۲۰۰۰ ډالرو ته لوړولو لپاره د تایید رایې ورکړې.

د دیموکراتانو اکثریت جرګې د ۴۰ جمهوریپالو پارلمان غړو په ملاتړ دغه طرح تایید کړه، خو داسې احتمال څرګندېږي چې په سنا مجلس کې به چې جمهوریتپال په کې اکثریت دي، دغه طرح په اسانۍ تائید نه شي.