له رغېدو وروسته د طارق جمیل پیغام: ما ته نه وه معلومه چې کورونا څه شی دی، د خدای لپاره احتیاط وکړئ

طارق جمیل

د عکس سرچینه، Youtube/TariqJamil

د کورونا وبا له خپرېدو سره له څو میاشتو راهیسې په دې تړاو په پراخه کچه جعلي معلومات هم لاس پر لاس کېږي. داسې حال کې یو لور ته حکومتونه هڅه کوي، عامه پوهاوی ډېر شي، بل لور ته د دیني عالمانو رول هم ډېر مهم بلل کېږي.

پاکستان کې یو مشهور دیني عالم طارق جمیل د روانې میاشتې لومړیو کې پر کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له اخته کېدو وروسته روغتون کې بستري شوی و. اوس نوموړي پر یو ټیوب خواله رسنۍ له خلکو غوښتي چې د کورونا وبا خپرېدو مخنیوي لپاره احتیاطي تدبیرونه وکړي.

په دې ویډیو کې طارق جمیل وايي، ''د کورونا وبا لومړۍ څپې پر مهال مې یوه ویډیوه خپره کړه، خو زه نه پوهېدم چې کورونا څه ده، دا ځل زه خپله پرې اخته شوم او خدای تعالی شفا راکړه. زه له تاسې یوه غوښتنه لرم او هغه دا چې دا یوه بلا ده، مصیبت دی... زه ډېرې خبرې نه شم کولای، خو له تاسې غواړم چې د خدای لپاره احتیاط وکړي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د خواله رسنیو سلګونه زره کاروونکي کسان پر دې پاڼو طارق جمیل فالو کوي او همدا یو ټیوب پاڼه یې نژدې ۴۶ لکه کسانو خوښه کړې ده.

د نوموړي له لوري د دې ویډیو له خپرولو وروسته ډېری کسانو پر خپلو پاڼو هم له نورو سره دا ویډیو شریکه کړې ده.

طارق جمیل

د عکس سرچینه، Twitter/TariqJamilOFCL

په داسې حال کې چې طارق جمیل په دې ویډیويي پیغام کې بیا بیا له خلکو د احتیاط کولو غوښتنه کوي، داسې ښکاري چې کوویډ - ۱۹ یې پر روغتیا ډېر اغېز کړی.

نوموړی د یوه تکړه ویناوال په توګه مشهور دی، خو په ویډیو کې لیدل کېږي، چې په سختۍ سره جمله بشپړوي او خپله هم وايي چې نه شي کولای خبرې وکړي.

د مولانا طارق جمیل ناندریزې څرګندونې

طارق

د عکس سرچینه، Facebook/TariqJamilOfficial

د یادونې ده چې د سږ کال په لومړیو کې د کورونا وبا له خپریدو وروسته د مولانا طارق جمیل پر ځینو څرګندونو ډېرې نیوکې وشوې.

نوموړی د کورونا وبا په تړاو د لومړي وزیر عمران خان د بسپنې ټولولو مراسمو کې له یوې ځانګړې دعا مخکې د یو شمېر لاملونو په هکله وغږېد چې د ده په اند د 'خدای تعالی د ناراضي کېدو ' سبب کېدای شي.

د کورنا لاملونو په هکله د خبرو پر مهال نوموړي د رسنیو 'پرلپسې دروغ ' یاد کړل او په ټولنه کې یې د 'بې حیايي ' ډېرېدو خبره وکړه، چې ده یې د ښځو کالي لامل وبلل.