د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په کورونا وېروس اخته شوی

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد ولسمشر اېمانوېل مکرون د کورونا تر نښو وروسته معاینات کړي او پایله یې مثبته ختلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې ۴۲ کلن مکرون به د اوو ورځو لپاره قرنطین شي، خو ویل کېږي د هېواد چارې به پر مخ بیايي.

له دې اعلان وروسته یو شمېر نورو اروپایي مشرانو هم، چې دې وروستیو کې یې ښاغلي مکرون سره لیدلي وو، ځانونه قرنطین کړي دي.

روانه اوونۍ فرانسه کې د کورونا د ډېرېدونکو پېښو له کبله د شپې پر ګرځېدو محدودیت ولګېد.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې فرانسه کې تر دې دمه د کورونا وېروس له ۲ میلیون ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او څه باندې ۵۹ زره ۴۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، راتلونکې میاشت د پوهانو یوه ډله د چین ووهان ښار ته روانېږي چې د کورونا وېروس د پیدا کېدو په اړه - چې اټکل کېږي لومړی ځل د چین له همدې ښار خپور شو- څېړنه وکړي.

بېجینګ په دې اړه د یوې خپلواکې څېړنې پر هوکړه زړه نازړه دی. دا څېړنه به څو میاشتې وخت ونیسي چې د روغتیا نړیوال سازمان دا ډله ووهان ښار ته ورسېږي.

اټکل دی چې کورونا وېروس ووهان ښار کې د څارویو د خرڅلاو یوه ځای کې پیدا شوی دی.

خو د وېروس د سرچینې په اړه وضعیت ناڅرګند دی، په تېره بیا له امریکا سره.

د ډونلډ ټرمپ ادارې چین تورن کړی چې د وېروس د لومړۍ پېښې پټولو او بیا خپرېدو چارې پټ ساتلو هڅه یې کړې ده.

د څېړنې موخه څه ده؟

ووهان ته د استول کېدونکې څېړنډلې یوه ساینسپوه ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان "هېچا ته د ملامتۍ د ګوتې نیولو هڅه نه کوي، بلکې په راتلونکي کې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي هڅه کوي."

په جرمني کې د رابرټ کوخ انستېتیوب فابیان لینډرتس ویلي: "رښتیا هم دا کار پر کوم ګناهګار حکومت پورې اړه نه لري، بلکې پر دې پورې تړلې چې موږ پوه شو څه کولی شو او څه پېښ شوي دي او په راتلونکي کې د خطرونو کمولو هڅه وکړو".

ډاکتر لینډرټس ویلي، هدف دا دی چې ومومو کله وېروس خپرېدل پیل شول او ایا ووهان کې پیل شو او که نه.

دی وايي، اټکل دی چې دا څېړنه به څلور یا پنځه میاشتې وخت ونیسي.

لومړی ځل وېروس کله او چېرې کشف شو؟

د وېروس په لومړیو ورځو کې ویل شوي وو چې د ووهان هوبي سیمه کې (د سمندري ژوو د غوښې خرڅلاو مارکېټ) نه خپور شو او اټکل دا دی چې له همدې ځایه له ژوو نه انسانانو ته لېږدېدلی.

خو کارپوهان پر دې اند دي چې ښايي له هماغه ځایه یې د خپرېدو کړۍ پراخه شوې وي.

څېړنې ښيي چې کورونا وېروسونه له پېړیو راهیسې له کشفېدا پرته له اسمان څکالو انسانانو ته د لېږدېدا وړتیا لرله.

په تېره ډیسمبر میاشت کې، د ووهان مرکزي روغتون یوه چینايي ډاکتر لي وین لیانګ خپلو ډاګټرو ملګرو ته د یوه نوي وېروس د خپرېدو خبرداری ورکړ، خو پولیسو ترې وغوښتل چې "د دروغجنو څرګندونو خپرول ودروي"، همداوو چې له دغه ډاکټر "د ګنګوسو خپرولو" له کبله پوښتنې ګروېږنې وشوې.

دا ډاکټر په کورونا اخته شو او په تېره فبروي میاشت کې په ووهان کې ومړ.

په اپریل میاشت کې داسې شکونه او ګومانونه وو، چې کورونا وېروس ښايي ووهان کې له یوه لابراتوار راوتلی وي.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې په څرګندونو کې ویل شوي وو، که څه هم دا وېروس د انسان په لاس نه دی جوړ شوی، څېړونکو ویلي وو چې د ناروغۍ خپرېدا ښايي له څارویو سره د نږدې تړاو لرلو او یا لابراتوار کې د کومې پېښې له کبله وي.

د چین په رسنیو کې وروستیو رپوټونو وښوده چې کورونا وېروس ښايي لومړي سر کې له چین بهر خپور شوی وي.

خو شنونکي وايي، دغه رپوټونه هېڅ بنسټ نه لري، بلکې د چین مشرتابه کې د هغې اندېښنې څرګندونه کوي چې نه غواړي په نړیواله ټولنه کې یې د وبا له کبله نوم او نښان زیانمن شي.