تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس وروستی حال
د امریکا په نړېوالو هوايي ډګرونو کې یې ډیره ګډوډي رامنځ ته کړې.. هغه مسافرین چې له اروپايي هېوادونو ورستنېږي له لا ډیرو ازمايښتونو به تېرېږي.. د همدې له لاسه اوس مسافرین په ساعتونو هوايي ډګر کې معطلېږي په اوږدو قطارونو او ګڼې ګونې کې ولاړ وي چې د کوید ۱۹ واېرس لپاره معاینه شي. اروپايي هېوادونه بیا د دغه واېرس د کابو کولو په هڅه کې خورا جدي ګامونه پورته کوي. اسپانیا کې ځیني ځایونه د راتلونکو پنځه لسو ورځو لپاره تړل شوي دي. فرانسه کې هم ټولې کافۍ، رستورانتونه، سېنما ګانې او ډیری دوکانونه تړلي شوي دي.