د سیالۍ کوتره په نږدې دوه ملیونه ډالرو وپلورل شوه

د عکس سرچینه، Reuters
بلجیم کې د سیالۍ کوتره د یکشنبې په ورځ په یوملیون او ۹۰۰ زره ډالرو وپلورل شوه او دې سره یې په خپل ډول کې نوی ریکارډ جوړ کړ.
د نیو کېم په نوم دوه کلنه کوتره په بولۍ کې په دوه سوه ایرو بیه شوه، خو یوه چینايي په ۱،۶ میلیون یورو یا ۱،۹ میلیون ډالرو وپېرله.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، کورت وان ډي ویوور- چې کورنۍ یې دا کوتره ساتلې وه- وايي، د کوترې له دومره ګران پلورل کېدو چې خبر شول، نو حیران شول.
څلور کاله مخکې یو کوتر په ۱،۲۵ میلیون یورو پلورل شوی و او په خپل ډول کې یې د ګرانې بیې ریکارډ درلود.
د دې اتل کوتر نوم ارمونډ و، خو د کوترو لیویس هېملټن سره مشهور و.
خو په ۲۰۱۹ کال تر پلور کېدو مخکې له فارموله یو نړیوالې اتلولۍ وروسته متقاعد او د څو بچيو پلار و.
نیو کېم پر ۲۰۱۸ کال په ملي کچه د ځینې سیالیو په ګډون څو مقابلې ګټلې او اوس متقاعده کېږي.
د ارمنډو په څېر نیو کېم هم بولۍ کې د دوو چینایانو ترمنځ سخته سیالۍ کې واخیستل شوه.
چین کې وروستیو کلونو کې د کوترو سیالۍ مینوال زیات شوي دي.
د سیالۍ کوترې تر لسو کلونو بچي زېږولی شي او تمه ده چې د نیو کېم نوی څېښتن به یې د بچي زېږولو لپاره وکاروي.
د لیلام جوړوونکي وايي، د کوترې اوسني ریکارډ سره د دوی لیلامي لا ډېره عجیبه شوه.
د پیپا په نوم د دې لیلام کور مشر نیکولس ګایسلبریخت وايي، دا ریکارډ بیه په دې هم د نه منلو ده چې نیو کېم کوتره ده او تر ډېره د کوتر بیه زیاته وي، ځکه څو بچي زېږولی شي.
د ښاغلي ګیسلبریخت په خبره، بلجیم د کوترو مینوالو په کور مشهور دی او تر شل زرو ډېر خلک پکې کوترې ساتي.








