سندرغاړې برېټني سپیرز محکمه کې د خپل پلار پر ضد قضيه وبایلله

د امریکا متحده ایالتونو یوې محکمې د دغه هېواد د مشهورې سندرغاړې بریټني سپيېرز هغه عریضه رد کړې، چې نوموړې د خپل ملکیت سرپرستي له واکه د پلار لېرې کولو غوښتنه پکې کړې وه.

د دغې ۳۸ کلنې سندرغاړې پلار جیمي سپيېرز ته د هغې ذهني روغتیا اندېښنو ته په کتو سره ۱۲ کاله مخکې د نوموړې قانوني سرپرستي ورکړل شوې وه.

د اغلې سپیېرز مدافع وکیل وايي، موکله یې 'له پلاره ډارېږي ' او که نوموړی په اوسني رول کې پاتې کېږي، دا به له دې وروسته سندرې نه وايي.

خو د پلار مدافع وکیل یې بیا وايي، هغه تل د خپلې لور لپاره ګټور فعالیت کړی دی.

یوې قاضۍ بیا ویلي، په راتلونکي کې به په دې تړاو پر عریضه غور وکړي، چې له نوموړي باید د سرپرستۍ حق واخیستل شي.

په ورته مهال د اغلې سپیېرز په غوښتنه مالي شرکت بیسیمر ټرسټ ته د شریک ساتندوی رول ورکړل شوی دی.

د سې شنبې پر ورځ د اغلې سپیېرز مدافع وکیل سمویل انغام محکمې ته وویل، موکله یې له پلار سره 'مناسبه کاري همکاري ' نه لري او له 'له اوږدې مودې ' راهیسې یې له یوه بل سره خبرې نه دي کړي.

بل لور ته د جیمي سپیېرز مدافع وکیل ویویان تهورین وايي، اغلې سپيېرز ځکه له خپل پلار سره خبرې نه دي کړې، چې په وینا یې مدافع وکیل یې همداسې مشوره ورکړې وه.

دغه قانوني قضیه داسې حال کې ده، چې د اغلې سپیېرز مینه والو یوې ډلې د 'خپلواکه بریټني ' په نامه یو کمپاین پیل کړی او تور پورې کوي، چې نوموړې خپل پلار او نورو بندیوانه ساتلې.

د محکمې یوې پرېکړې له مخې له ۲۰۰۸ کال راهیسې بریټني سپیېرز د خپلو مالي مسایلو او ډېری فعالیتونو په هکله خپله پرېکړه نه شي کولای.

د یو شمېر ذهني ناروغانو د پرېکړو واک معمولاً یوه سرپرست ته ورکول کېږي.

له تېرو نژدې ۱۲ کلونو راهیسې د بریټني سپیېرز پلار او مختار وکیل د نوموړې د شتمنۍ، شخصي ژوند او ان د درملنې لپاره له ډاکترانو یا شخصي مېلمنو سره د لیدو، کتو پرېکړو کولو واک لري.

په ۲۰۰۷ کال کې له کېوین فیډرلین نه له طلاق اخیستو او د دوو ماشومانو د پالنې له حق بایلود وروسته د موسیقۍ دغې مشهورې ستورۍ په رویه کې بې نظمي ولیدل شوه.

د نوموړې ذهني ګډوډي ته له هغه وروسته د خلکو پام واوښت، چې د سر وېښتو خریلو تصویرونه یې خپاره شول او یو ځل یې د مشهورو کسانو یوه عکاس ګاډی په چترۍ واهه او تصویرونه یې واخیستل شول.

نوموړې پولیسو ته د خپلو زامنو تسلیمولو انکاري وه او له هغه وروسته د رواني درملنې یوه مرکز ته واستول شوه او د ۲۰۰۸ کال په لومړیو کې یې د سرپرستي حق پلار ته ورکړل شو

د بریټني سپېرز مور او د جیمي سپیېرز مخکینۍ مېرمن لیني سپيېرز ته هم اجازه ورکړل شوې وه، چې په محاکمه کې ګډون وکړي. په دې تړاو یوه اعلامیه کې چې د نوموړې وکیل خپره کړې، ویل شوي، لور یې باید د خپل پلار پرېکړو منلو ته اړه نه شي. نوموړي دغه تعلق 'زهرجنبللی دی. '