تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشهوره امریکایۍ سندرغاړې دیلا مایلز مسلمانه شوې
امریکایۍ مشهوره سندرغاړې دیلا مایلز په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو تر خونړیو بریدونو وروسته، د ترکیې استانبول ښار کې، چې د سندرو د کانسرټ لپاره تللې وه، مسلمانه شوې ده.
مایلز د امریکا پاپ سندرو له نړیوال ستوري مایکل جکسن سره د یوځای سندرو تجربه لري، د ترکیې استانبول ته د یوه هنري محفل او ځینو نورو کارونو لپاره تللې وه.
هغې پر خپل انسټاګرام، خپل ځینې انځورونه خپاره کړي چې د ترکیې استانبول مشهور تاریخي احمد جومات د ننه په حجاب کې ولاړه ده.
هغې یوه وېډیو هم خپره کړې ده چې د مسلمانېدو پرمهال د شهادت کلمه وايي.
دا وايي، استانبول کې چکر یې ذهنیت بدل کړ او ترکیه یې ډېره خوښه شوه، همدا وو چې د پېر پرمهال یې د ترکیې بیرغ هم واخیست.
نوموړې په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو د خونړیو بریدونو په غبرګون کې ویلي: "اسلاموفوبیا په نړۍ کې د ناروغۍ په څېر خپرېږي، چې تر ټولو وحشیانه بېلګه یې د نیوزیلنډ پېښې دي، دې پېښې زما رګونه وچ کړل او غړي مې وتښتېدل."
دا وايي: "د اوسنۍ زمانې ناروغي د مینې او نورو ته د درناوي په نشتوالي کې ده، خو اسلام د مینې او بښنې دین دی او زه پر خپلې پرېکړې خوشاله یم."
د ژوند بڼې بدلولو په هڅه کې
د ترکیې "حریت" ورځپاڼې د دغې امریکایۍ سندرغاړې له خولې ویلي، له ډېر وخت راهیسې یې غوښتل د خپل ژوند بڼه بدله کړي، له یوه کال راهیسې یې د اسلام مطالعه کول پیل کړي وو.