تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا د ټاکنو پایله: جو بایډن پر ټرمپ بریالی شو، اوس به څه کېږي؟
جو بایډن د الکټرول کالج تر ۲۷۰ ډېرې رایې وګټلې، چې په سپینه ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ د ماتولو او د ولسمشر کېدو لپاره پوره رایې ګڼل کېږي، نو اوس به څه کېږي؟
جو بایډن کله ولسمشر کېږي؟
د امریکا د اساسي قانون له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر به د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه ماسپښین مهال رسماً خپل کار پیلوي.
د نوي ولسمشر لپاره به واشنګټن کې ځانګړي مراسم جوړېږي، هلته به ولسمشر او دوه مرستیالان یې د سترې محکمې پروړاندې لوړه کوي.
اټکل دی چې دا مراسم به جو بایډن او کامله هریس ته د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۲۰مه جوړ شي.
د دغه زماني مهالوېش لپاره استثنا هم شته. که ولسمشر په واک کې ومري یا استعفا وکړي نو مرستیال ولسمشر به څومره چې ممکن وي ژر لوړه کوي.
د ولسمشر د لېږد موده څومره ده؟
دا موده د ټاکنیزو پایلو اعلانېدو او د جنورۍ پر ۲۰مه د نوي ولسمشر د کار پیلېدو ترمنځ ده.
منتخب ولسمشر به د واک د لېږد لپاره یوه لېږدوونکې کاري ډله ټاکي، چې بایډن لا له وړاندې دا کار کړی دی.
دا ډله به وزارتونو ته هم ځینې کسان ټاکي، سربېره پر دې به د ټولو نویو ګومارل شویو کسانو په اړه ټول استخباراتي معلومات راغونډوي او ځینې کسان به یې د انتقالي کار تر پای ته رسېدو وروسته هم په خدمت کې پاتې کېږي.
په ۲۰۱۶ کال، پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه له ځایناستي ډونلډ ټرمپ سره وکتل او دواړو د خوښۍ شېبه کې یو انځور هم خپور کړ.
جو بایډن د خپل انتقالي ټیم پر جوړولو څو میاشتې وخت ویوست، د تمویل لپاره یې پیسې راغونډې کړې او یوه وېبپاڼه یې ورته جوړه کړه.
کومې خبرې ډېرې اورو؟
منتخب ولسمشر: کله چې یو نوماند ټاکنو کې بریالی شي، خو د ولسمشر په توګه یې د جنورۍ پر ۲۰مه لوړه لا نه وي کړې، د منتخب ولسمشر توری ورته کارېږي.
د حکومت غړي: جو بایډن به د خپلې حکومتي ډلې نومونه ژر اعلان کړي، چې دا ډله به د حکومت تر ټولو لوړې څوکۍ ډکوي. په دوی کې ټول وزارتونه او مهمې ادارې شاملې دي.
د تایید غونډه: د ډېری لوړپوړو حکومتي څوکیو لپاره نوماند کسان باید د مشرانو جرګې موافقه ولري. خو جو بایډن به یې مخکې له دې چې مشرانو جرګه مخالفت او یا توافق ورسره وښيي، له مشرانو جرګې استماعیه غونډې ته وړاندې کړي.
سلټیک: د منتخب ولسمشر په توګه به بایډن د استخباراتي سازمانونو له لوړ ملاتړ برخمنېږي، چې لنډ نوم یې "سلټیک" دی. دا نومونه به د نوماند له خوا غوره کېږي. ټرمپ دوی ته "موګول" نوم غوره کړی و، خو کامله هریس ورته "بایونیر" ټاکلی دی.
که ټرمپ پایلې ونه مني، نو څه به کېږي؟
د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي د خبریال انتوي زورشر شننه
ډونلډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې د رایو پایلو کې درغلي ده. که نوموړی په دې کې بریالی نه شي، نو فشار به پرې ډېر شي چې خپله ماتې اعلان کړي. خو ایا دی باید دا کار وکړي؟
بریالي نوماند ته د ماتې خوړلي نوماند ټیلفون د امریکا په سیاست کې یو له احترام ډک دود دی، خو اړینه نه ده چې خامخا باید د بریالیتوب لپاره زنګ ورووهي.
د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۸ کال، دیموکراتې نوماندې سټایسي اپرامز د رایه اچووننکو د درغلۍ او ترهولو ادعا وکړه، خو خپله ماته یې تر پایه ونه منله.
که ټرمپ خپله ماتې اعلان نه کړي یا د بایډن د لوړې مراسمو ته حاضر نه شي، نو ځینې قانوني اجرات باید وکړي، باید د بایډن مسئولې ډلې ته خپل لوجستیکي فعالیتونه وسپاري- د ټرمپ ډله وايي چې دا کار یې مخکې کړی دی.
کامله هریس به انتقالي پړاو کې څه کوي؟
نوموړې لومړنۍ مېرمن ده چې د امریکا مرستیاله ولسمشره شوه، دا به خپله ډله ټاکي او د مخکېنۍ ادارې د کارونو په اړه له لا نوره څېړنه کوي.
د ولسمشر مرستیال/مرستیاله به د سپینې ماڼۍ لوېدیځه برخه کې کار کوي، خو هلته به نه اوسېږي. له معمول سره سم به د امریکا د سمندري ځواکونو لپاره ځانګړې جوړه شوې مېنه کې اوسېږي، چې د ښار به شمال لوېدیځ کې او له سپینې ماڼۍ په ګاډي کې د ۱۰ دقیقو لار ده.
د کامله هریس مېړه دوګ امهوف وکیل دی.
دواړه دوه ماشومان لري: کول او ایلا.
سپینې ماڼۍ ته د لېږدېدو څرنګوالی
په اوس وخت کې سپینې ماڼۍ ته لېږدېدل د ۱۸۰۰ کاله پخوا پرتله ډېر غوره او اسانه دي. هغه مهال ولسمشر او مېرمن یې په داسې وخت کې سپینې ماڼۍ ته ولېږدېدل چې دا واکمنۍ لانیمګړې وه.
په دې ورځو کې، اټکل دی چې نوی ولسمشر او کورنۍ به یې د ماڼۍ سینګارتوکو بدلولو ته اړ شي؛ ځکه نو کانګرس ددې کار لپاره یوه اندازه بودیجه ځانګړې کړې ده.
په سپینه ماڼۍ کې ۱۳۲ خونې او ۳۵ حمامونه (تشنابونه) دي.
لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ هلته ډېره خواري کړې وه، هرڅه یې پخپل ذوق جوړ کړي وو.