جو بایډن د بریا وینا کې د هېواد 'یوموټی' کولو ژمنه وکړه

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د شنبې ورځې پر مازدیګر او وروسته تر هغه چې پنسیلوانیا ایالت کې یې د الکټورال ۲۰ رایې وګټلې او د بریا پولې ته ورسېد، پخپله لومړنۍ وینا کې د "نفاق پر ځای د یووالي" او پخلاینې غوښتنه وکړه. هغه د اوسېدو ښار ویلمینګټن کې وویل: "اوس د ښېرازۍ وخت رارسېدلی."

جو بایډن د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه پخپله لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې دا "هېواد به نه وېشل کېږي، بلکې سره یوموټی کېږي به".

نوموړي هغو وګړو ته چې ده ته یې رایه نه ده ورکړې، په خطاب کې وویل، "راځئ هر یوه ته فرصت ورکړو."

"کوویډ-۱۹ لومړیتوب دی"

جو بایډن وویل، لومړیتوب به یې د کورونا وېروس پر وړاندې مبارزه وي.

هغه زیاته کړه: "سر له دوشنبې ورځې به، پوهان د بایډ-هرېس [جو بایډن او کماله هرېس] هغه پلان عملي کولو ته وګومارم چې د کورونا په اړه موږ وړ کړی او د ۲۰۲۱ تر ۲۰ مې به عملي شي."

د بایډن او هرېس د کورنیو غبرګونونه

د جو بایډن مېرمنې ډاکټرې جېل بایډن او لور یې "نومي" د بایډن تر بریا اعلانېدو څو ګړۍ وروسته له هغه سره ګډ انځورونه خپاره کړل.

د جو بایډن د مرستیالې کماله هرېس مېړه دوج ایمهوف هم ګډ انځور خپور کړی دی.

د کماله هرېس خور ویلي: "اغلې مرستیالې ولسمشرې، زه تل درباندې ویاړم."

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن ویلي، اوس د امریکا د "یو موټی کېدو" وخت رارسېدلی دی. نوموړي ویلي: "له ټاکنیزو منډو ترړو وروسته، اوس باید له غوسې او پوچو خبرو تېر شو او د یو ولس په توګه سره یو لاس شو."

د دیموکرات ګوند نوماند پر مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سږنۍ ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شو.

بي بي سي وايي، بایډن په پنسیلوانیا کې سخته ټاکنیزه سیالي وګټله.

د جو بایډن مرستیالې کامله هریس پر ټوېټر خپل یو وېډیويي انځور خپور کړی چې له جوبایډن سره پر ټیلیفون غږېږي.

دا وايي، "موږ کار وکړو . ته به د امریکا راتلونکی ولسمشر یې".

ټرمپ نوې قضايي دوسیې راپورته کوي

په ورته وخت کې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین وايي، نوماند به یې له واکه لیرې نه شي.

ډونلډ ټرمپ وايي په تېرو څو ورځو کې یې په ځینو ایالتونو کې نوې قضايي دوسیېراپورته کړې، چې وايي هلته په رایو اچولو کې ټاکنیزې سرغړونې شوې دي، خو نوموړي تر اوسه هېڅ کوم دلیل یا ثبوت نه دی وړاندې کړی.

په اریزونا ایالت کې یوه راپورته شوې قضیه کې ویل شوي چې د ټاکنو په ورځ د دغه ایالت خلکو رایې نه دي اچولې.

د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدا وروسته ټرمپ ویلي: "بایډن په درغلۍ سره ځان ګټونکی ښيي، سیالي لا نه ده ختمه شوې."

د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته، دا لومړی ځل دی چې له ۹۰مې لسیزې او د جورج بوش (پلار) له واکمنۍ راپدېخوا د امریکا ولسمشر یو پړاو ولسمشري کوي.

له ۱۹۰۰ کال راهیسې د امریکا په ټاکنو کې سږ کال د خلکو ګډون تر ټولو ډېر ښودل شوی دی.

بایډن تر اوسه تر ۷۳ میلیون ډېرې رایې ګټلې دي، چې د امریکا د یوه ولسمشر لپاره دا تر ټولو ډېرې رایې دي، خو ټرمپ نژدې ۷۰ میلیونه رایې اخیستې دي.‌

ټرمپ هم په داسې حال کې ځان بریالی بللی چې لاهم رایه اچونه دوام لري.

۷۸ کلن جو بایډن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د ډېر عمر ولسمشر دی.‌