جو بایډن د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شو

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. بي بي سي د نوموړي د بریا وړاندوینه کړې.

د بي بي سي له رپوټ سره سم نوموړي د ۲۷۹الکټوریل کالج رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ لپاره اړین ۲۷۰الیکټوریل کالج رایو هدف ته رسېدلی دی.

دې سره به نوموړي په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د ۴۶ ولسمشر په توګه د متحده ایالتونو د ولسمشر په حیث لوړه وکړي.

د ډونلډ ټرمپ کمپاین اشارتاً ویلي، چې د دوی کاندید به یې تایید نه کړي.

ښاغلی بایډن بیا وايي له ټاکل کېدلو سره یې 'درناوی شوی او ویاړ ور په برخه شوی دی. '

نوموړی زیاتوي: ''له بې ساري خنډونو سره سره ریکارډ کچه امریکایانو رایې وکارولې. دوی یو ځل بیا ثابته کړه، چې دیموکراسي د امریکا د زړه په تل کې موجوده ده. ' '

نوموړي دغه راز وویل، 'اوس وخت راغلی چې ټولې سپکې، سپورې او غوسه یوې خوا ته کړو او د یوه ملت په توګه یو موټی شو. دا د امریکا لپاره د وحدت او رغېدنې وخت دی. '

د دې ټاکنو له پایلو وروسته ډونلډ ټرمپ له ۱۹۹۰ کال راهیسې لومړنی ولسمشر دی، چې یوازې یوه دوره یې حکومت وکړ.

له ۱۹۰۰ کال راهیسې په سږنیو ټاکنو کې د خلکو شمېر تر بل هر وخت ډېر بلل شوی.

ښاغلي بایډن تر اوسه له ۷۴ میلیونه ډېرې رایې ګټلې دي. ښاغلي ټرمپ بیا نژدې ۷۰ میلیونه رایې ګټلې چې د دویم مقام لپاره دا هم په تاریخ کې تر ټولو ډېرې رایې بلل کېږي.

ډونلډ ټرمپ په دوو لسیزو کې لومړنی ولسمشر و، چې یوازې یوه دوره یې حکومت وکړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ په دوو لسیزو کې لومړنی ولسمشر و، چې یوازې یوه دوره یې حکومت وکړ.

هغه مهال چې د رایو شمېر لا هم دوام درلود، ښاغلي ټرمپ په خپل سر ځان بریالی وباله.

نوموړي له هغه وروسته څو ځله په ټاکنو کې د ټګي برګي تورونه ولګول، خو هیڅ ثبوت یا شواهد یې وړاندې نه کړل.

د کمپاین کسانو یې بیا په یو شمېر ایالتونو کې قانوني قضیې وړاندې کړې او د جمعې پر ورځ چې د ښاغلي بایډن بریا په څرګندېدو شوه، دوی وویل:

'ټاکنې پای ته نه دي رسېدلې. '

بل لور ته د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل د ولسمشر د مرستیالې په توګه یوه ښځه بریالۍ شوې ده.

په اګست میاشت کې جوبایډن د مرستیالې په توګه د سناتورې کملا هارس نوم تایید کړی و.

دغه راز مېرمن هارس لومړنۍ تور پوسټې ښځه ده، چې د دې مقام لپاره نومانده شوه.

کملا هارس د دیموکرات ګوند له لوري د کاندید کېدو پر مهال د جو بایډن مخالفت کړی و.

د کالفورنیا د دغې سناتورې مور په هند کې زېږېدلې او پلار یې په جمیکا کې زېږېدلی و. تر ډېره وخته نوموړې ته د ولسمشرۍ لپاره د یوې منلې کاندیدې په نظر کتل کېدل.

کمیلا هارس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کملا هارس پلار په جمیکا کې زېږدلی او مور یې په هند کې زېږېدلې وه.

د جمعې پر شپه ښاغلي بایډن په څرګند ډول د بریا له اعلانه ډډه وکړه، خو په وینا یې ''له څرګند اکثریت سره په ټاکنو کې د بریا پر لور '' روان دی.

نوموړي په امریکا کې د نظر اختلاف تایید کړ او له امریکایانو یې وغوښتل چې ''غوسه او نورو ته بد رد ویل پرېږدي. ''

ښاغلي بایډن زیاته کړه:

''موږ د یوه بل مخالف کېدای شو، خو د یوه بل دښمنان نه یو. ''

په روانو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمېر په هکله وړاندوینې دا په تېرو ۱۲۰ کلونو کې بې ساری بولي،چې د ګډون کچه يې ۶۶ اعشاریه نهه سلنې ته رسېږي.

پنسلوانیا تل د امریکا سیاسي سیالیو کې یو مهم ډګر پاتې شوی دی. دغه ایالت په شپږو پرله پسې ټاکنو کې د ډیموکراټانو تر ملاتړ وروسته د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ ته رایه ورکړه.

جورجیا په دودیز ډول د جمهوریپالو ملاتړې پاتې شوې او له ۱۹۹۲ کال راهیسې یو ډیموکراټ نوماند هم د دغه ایالت د ټاکنیز کالج رایو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.