د چرګانو په جنګ کې پولیس افسر ووژل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د فیلیپین په سامار سیمه کې د پولیسو یو افسر داسې مهال یوه چرګ وواژه چې پر دغه غیر قانوني جنګ یې چاپه وهلې وه. رپوټونو کې ویل شوي، د چرګ په پښه پورې چړې ته ورته تېزه اله تړل شوې وه، چې پولیس افسر کریسټین بولوک یې ټپي کړ.
چړې د پولیس افسر پتون پرې کړی، چې له کبله یې رګ هم غوڅ شوی دی. نوموړی افسر روغتون ته لېږدول شوی و، خو د لارې اوږدو کې یې ساه ورکړه.
د کورونا وبا بهیر کې د چرګانو پر جنګولو بندیز لګېدلی. د دولتي، فیلیپین خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، له دې مخکې په ځانګړیو ځایونو کې یوازې د یکشنبې پر ورځو یا په رسمي مېلو او رخصتیو کې د چرګانو جنګولو اجازه ورکول کېده.
د ځايي پولیسو مشر ارنیل اپاود له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې دا پېښه 'بدمرغي ' بللې.
نوموړی وايي:
''دا د بدمرغۍ یوه پېښه ده، چې نه شم کولای تشریح یې کړم. ۲۵ کاله کېږي، چې پولیسو کې دنده لرم او دا لومړی ځل دی، چې د چرګ په چاړه یو سړی له لاسه ورکوو. ''
نوموړی زیاتوي، کله چې لومړي سر کې د پېښې په هکله ورته وویل شول، باور یې نه کېده.
د پي این اې په رپوټ کې ویل شوي، پولیس مشر د وژل شوي سرتېري کورنۍ ته د 'خواخوږۍ ' پیغام هم استولی دی.
په رپوټ کې زیاته شوې د پېښې له ځایه درې کسان له هغو اووه چرګانو سره نیول شوي، چې جنګول کېدل او دغه راز د چرګانو په پښو پورې تړل کېدونکې څلور چړې هم ضبط شوې دي.
پولیس وايي، له نیول شویو کسانو سره یې ۵۵۰ فیلیپیني پېسو (۱۱ امریکايي ډالر) هم نیولې دي.
درې نور کسان د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. په فیلیپین کې د چرګانو جنګ ډېر مینه وال لري او ځای خلک پرې شرطونه لګوي یا جواري (قیمار) پرې کوي.








