د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د امریکا په منځګړتوب اوربند یوه ورځ هم دوام ونه کړ

امریکا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دا اوربند د امریکا په منځګړتوب شوی و.

ارمینیا او اذربایجان په نګورنو قره باغ کې نن دوشنبه د اوربند له عملي کېدو څو شیبې وروسته یو بل له اوربنده په سرغړونه تورن کړل.

د امریکا په منځګړتوب د دې اوربند اعلان پرون په واشنګټن کې شوی و.

تر دې وړاندې هم د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ کې دوه ځلې شوي اوربندونه تر عملي کېدو وروسته ژر مات شوي دي.

د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ کې جګړه د روان کال د سپتمبر په ۲۷ پیل شوه او په وروستیو کې ډېره سخته شوه.

د امریکا په منځګړتوب د بشري اوربند اعلان د امریکا، ارمینیا او اذربایجان د حکومتونو له خوا په ګډه اعلامیه شوی و او ویل شوي وو چې د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت د سهار په اتو بجو به اوربند عملي شي.

تر دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سټیفن بیګن د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د حالاتو په اړه خبرې هم وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر بشري اوربند هوکړه له جدي خبرو وروسته شوې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې هغو ته چې د اوربند په تړاو خبرو کې ښکیل و مبارکي ویلې وه.

خو د اوربند له عملي کېدو څو دقیقې وروسته اذربایجان ارمینیايي ځواکونه تورن کړل چې تېرتېر او شاخوا کلیو باندې یې له اوربند په سرغړونې ډزې کړې دي.

ارمینیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جګړې سیمه کې ولس ته ډېر مالي او ځاني تاوان رسېدلی

دغه راز د ارمینیا دفاع وزارت ویلي چې اذري ځواکونو د اوربند له عملي کېدو څو دقیقې وروسته په لومړۍ کرښه کې د دوی پر پوځي سنګرونو د توبخانې ګوزارونه کړي دي.

د فېسبوک په یوه پوسټ کې د ارمینیا ولسمشر تینګار کړی چې هېواد یې په کلکه اوربند ته ژمن دی.

په پام کې ده چې راتلونکې پنجشنبه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان منځګړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اړه غونډه وکړي.

تر دې وړاندې دوه ځلې روسیې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند مینځګړیتوب کړی و چې له عملي کېدو وروسته ژر بېرته مات شول. د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف روسیې ته خبرداری ورکړی چې په دې کړکېچ کې پوځي مداخله ونه کړي.

نګورنو قره باغ په نړیواله کچه د اذربایجان خاوره ګڼل کېږي خو د دې سیمې کنترول له ارمینیايي توکمو سره دی.

د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره باغ پر سر جګړه کې د دواړو خواوو نه زرګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور له سیمې نه کډه کولو ته اړ شوي دي.