اردوغان: مکرون باید له رواني پلوه وارزول شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د مسلمانانو په اړه د تګلارې له کبله د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون رواني وضعیت باید وارزول شي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې ښاغلي مکرون ویلي فرانسه ک به د رادیکال اسلام پر وړاندې د سیکولر ارزښتونو دفاع کوي.
په وروستیو کې یوه اسلامي سخت درییځي د یوه فرانسوي ښوونکي سر غوڅ کړی و. دغه ښوونکي په ټولګي کې خپلو زدکوونکو ته د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتون ښودلی و.
د اردوغان تر څرندونو وروسته، فرانسې له انقرې نه خپل سفیر ورغوښتی دی.
د مکرون دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د اردوغان څرګندونې د منلو وړ نه دي. غوسه او سپکاوی د حل لار نه ده".
د مکرون دفتر د ښاغلي اردوغان دا څرګندونې له ټولو اړخونو خطرناکې بللې دي او د هغه د تګلار بدلېدو غوښتنه یې کړې ده.
د مکرون له خبرو ووسته، اردوغان دا هم ویلي چې "د اسلام د جوړښت په اړه د فرانسې د ولسمشر خبرې له کینې او بې ادبۍ ډکې دي، د مکرون دا خبرې چې ګنې اسلام پر یوه داسې ښار پورې محدود دی چې ګڼ مېشتي مسلمانان پکې اوسېږي، ښکاره سپکاوی دی."
دی وايي، اردوغان پخپل هېواد کې د روان کړکېچ د نیمګړتیا او ناکام سیاست د پایلو پټولو پخاطر پر اسلام برید کړی دی.

د عکس سرچینه، .
نوموړی وايي: "هغه څوک چې له توکمپالنې تښتي او له اسلام کرکه لري، خپلو ټولنو ته تر ټولو ډېر سپکاوی کوي."








