ولسمشر مکرون: اسلام ټوله نړۍ کې له ناورین سره مخ دی

په لوېدیځه اروپا کې تر ټولو لویه مسلمانه ټولنه فرانسه کې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لوېدیځه اروپا کې تر ټولو لویه مسلمانه ټولنه فرانسه کې ده

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د لا ډېرو هغو قوانینو وضع کولو پلان اعلان کړ، چې له مخې به یې د ده په ټکو د "اسلامي جلاوالي" مخنیوی او د سیکولر ارزښتونو دفاع وي.

د نوموړي دې اونیزې وینا ته خلک په تمه و. هغه وویل، د فرانسې لږکي مسلمانانو شمېر نژدې شپږ میلیونه اټکل شوی، چې د "مخالفې ټولنې" د جوړېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

دی وايي:

"اسلام داسې یو دین دی چې نن په ټوله نړۍ کې له ناورین سره مخامخ دی او موږ دا یوازې پخپل هېواد کې نه وینو."

د نوموړي په وړاندیز کې پر زدکړې د لا ډېرې څارنې وضع کول او د جوماتونو د بهرني ملاتړ مهارول هم شامل دي.

د امنیتي ننګونو په درشل کې پر ښاغلي مکرون د اسلامي سخت دریځۍ د مخنیوي فشار هم دی.

خو د نوموړي دغه څرګندونې ځینو مسلمانو فعالانو غندلې دي او دی یې په فرانسه کې د اسلام ځپلو په هڅې تورن کړی.

د فرانسې د سیکولر ټینګو اصولو پربنسټ، قانون حکومت له دیني بنسټونو جلا کوي. دا نظر پر دې ولاړ دی چې د بېلابېلو دینونو او عقیدو خلک د قانون پر وړاندې یو شان دي.

په لوېدیځه اروپا کې فرانسه کې د مسلمانو تر ټولو لویه ټولنه ده. ډېری شکایت کوي چې چارواکي له سیکولر اصولو په ګټه اخیستو یوازې دوی په نښه کوي، لکه د حجاب بندیز مسله کې چې له دوی سره کوم چلن وشو.

د جمعې په ورځ له پاریس بهر، مکرون وویل، سخت دریځی اسلام فرانسې ته خطر جوړوي؛ ځکه چې فرانسه پر هر ډول نورو قوانینو خپل قوانین تطبیقوي "چې ډېر کله د یوې مخالفې ټولنې جوړېدو لامل ګرځي."

ده وویل، د بېلابېلو پوړیو دغه جوړښت تر ډېره له ښوونځیو د ماشومانو د لیرې کېدو په معنا تشریح کېږي.

د مکرون پلان کې د ځانګړو اسلامي مدرسو د فعالیتونو لا ډېر څارل راغلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مکرون پلان کې د ځانګړو اسلامي مدرسو د فعالیتونو لا ډېر څارل راغلي

د ښاغلي مکرون دغه اجرات به د روان کال تر پایه پارلمان ته د یوه وړاندیز شوي قانون په بڼه وړاندې شي.

په دې اجراتو کې لاندې څیزونه شامل دي:

  • د سپورتي سازمانونو او نورو ټولنو لا ډېر څارل چې د اسلامي زدکړو لپاره جبهه ونه ګرځي
  • فرانسې ته له بهره د ملا امامانو د استولو د سیستم پای ته رسول
  • د جوماتونو پر مالي ملاتړ د څار ډېرول
  • په کور ک د زدکړې محدودول
ایمانویل مکرون د ۲۰۲۲ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دویم ځل چمتووالی نیسي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ایمانویل مکرون د ۲۰۲۲ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دویم ځل چمتووالی نیسي

ښاغلي مکرون دا هم وویل، چې فرانسه د کډوالو ټولنو د اقتصادي او ټولنیز خوځښت لپاره باید لا ډېر څه وکړي، چ په وینا یې غالباً سخت دریځي په دغو ټولنو موجوده تشه ډکوي.

په پاریس کې د بي بي سي د خبریال هیو سکوفیلډ په وینا، د مکرون دا څرګندونې د دیني او کلتتوري مشرانو د څو میاشتو بحثونو د پایلې په توګه اعلان شوې دي.

د الیزې ماڼۍ هڅه کوي داسې یو انځور وړاندې کړي، چې ګنې ولسمشر په ښکاره او له ډار پرته د سخت دریځي اسلام د خطر په اړه خپله خبره کول غواړي.

زموږ خبریال وايي، ډېری پر دې اند دي چې د مکرون وینا د ۲۰۲۲ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د ښي اړخو نوماندانو د نظر جلبولو یوه هڅه ده.