مکرون: نوتردام کلیسا به بېرته ورغوو

د ویډیو تشریح، دا کلیسا په دواړو نړیوالو جګړو کې کابو سالمه پاتې شوې وه.‌
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاریس تر ټولو لویې نوتردام کلیسا یوه لویه برخه اور سوځولې ده. د اور لامل په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کېږي، خو چارواکي وایي هلته د بیا رغونې کارونه روان وو او ښایي همدا د اور لګېدنې لامل شوي وي.

سه شنبه سهار فرانسوي چارواکو وویل چې د څو ساعتونو له زیار وروسته بلاخره وتوانېدل چې اور ووژني. ‌

د اور وژنې املې ټوله شپه هڅه کوله چې د کلیسا منځ‌ کې هنري اثارو ته د اور د لمبو مخه ونیسي. چارواکو ویلي، د کلیسا د ودانۍ دوه لوی څلي روغ پاتې دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یوه غمجنه پېښه بللې او د بیا رغولو ژمنه یې کړې ده.‌ د اور په اړه پلټڼه پیل شوې ده. د کلیسا د بیا رغولو لپاره هم کمپاین پیل شوی دی او پیسې راغونډېږي.

د اور پیلېدل

اور د دوشنبې په مازدیګر پیل شو، د ننه لرګینې کړکۍ او نور جوړښتونه یې وسوځول او بیا د اور لمبې چت او مخروطي منارو ته ورسېدې.

اور وژونکو هڅه وکړه د کلیسا ناقوس او منارو ته د اور د لمبو مخه ونیسي.

نوتردام کلیسا د فرانسې یو تر ټولو مهم او لرغونی اثر ګڼل کېږي. د کلیسا نوم له یوه فرانسوي ادبي شاهکار د ویکتور هوګو له "ګوژپشت نوتردام" څخه اخیستل شوی دی.‌

د فرانسې د انقلاب پرمهال هم دغې کلیسا ته زیان اوښتی و.‌ دا کلیسا په دواړو نړیوالو جګړو کې کابو سالمه پاتې شوې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه وړاندیز کړی و چې د اور وژلو لپاره دې "اوبشیندې چورلکې وکارولې شي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د نوتردام په اړه حقیقتونه

  • هر کال دغې کلیسا ته شاوخوا ۱۳ میلیون زیارت کوونکي ورځي، چې لیدونکي یې د ایفل څلي تر لیدونکو ډېر دي
  • یونیسکو دا کلیسا د نړۍ په میراثي ځایونو کې راوستې ده. کلیسا په ۱۲ او ۱۳مو پېړیو کې جوړه شوې
  • د کاتولیکې کلیسا له مخې نه د ترمیم په موخه ځینې مجسمې لیرې شوې دي
  • د کلیسا چت چې له لرګیو جوړ شوی و، تر ډېره سوځېدلی
نوتردام

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مرکل د فرانسې د خلکو د ملاتړ په پار ویلي، نوتردام د فرانسې او اروپا د کلتور یوه نښه ده.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې هم ویلي، په دې شېبو کې د فرانسې د خلکو او هغو مامورینو په فکر کې ده چې له اور وژنې هڅې کوي.

نوتردام