نوتردام د اور لمبو کې
د فرانسې نوتردام کلیسا پر سر د اور لمبې او لوګي پورته کېږي چې تر اوسه هلته د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی. اورمړي وايي، فکر نه کوي چې اور دې د کلیسا د ترمیم له چارو پیل شوی وی.
دغې کاتولیکې کلیسا ته تېر کال د ترمیم لپاره د مرستو لړۍ پیل شوه. د دغې کلیسا لرغونتوب ۸۵۰ کلونو ته رسېږي.


