تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکرون: نوتردام کلیسا به بېرته ورغوو
د پاریس تر ټولو لویې نوتردام کلیسا یوه لویه برخه اور سوځولې ده. د اور لامل په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کېږي، خو چارواکي وایي هلته د بیا رغونې کارونه روان وو او ښایي همدا د اور لګېدنې لامل شوي وي.
سه شنبه سهار فرانسوي چارواکو وویل چې د څو ساعتونو له زیار وروسته بلاخره وتوانېدل چې اور ووژني.
د اور وژنې املې ټوله شپه هڅه کوله چې د کلیسا منځ کې هنري اثارو ته د اور د لمبو مخه ونیسي. چارواکو ویلي، د کلیسا د ودانۍ دوه لوی څلي روغ پاتې دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یوه غمجنه پېښه بللې او د بیا رغولو ژمنه یې کړې ده. د اور په اړه پلټڼه پیل شوې ده. د کلیسا د بیا رغولو لپاره هم کمپاین پیل شوی دی او پیسې راغونډېږي.
د اور پیلېدل
اور د دوشنبې په مازدیګر پیل شو، د ننه لرګینې کړکۍ او نور جوړښتونه یې وسوځول او بیا د اور لمبې چت او مخروطي منارو ته ورسېدې.
اور وژونکو هڅه وکړه د کلیسا ناقوس او منارو ته د اور د لمبو مخه ونیسي.
نوتردام کلیسا د فرانسې یو تر ټولو مهم او لرغونی اثر ګڼل کېږي. د کلیسا نوم له یوه فرانسوي ادبي شاهکار د ویکتور هوګو له "ګوژپشت نوتردام" څخه اخیستل شوی دی.
د فرانسې د انقلاب پرمهال هم دغې کلیسا ته زیان اوښتی و. دا کلیسا په دواړو نړیوالو جګړو کې کابو سالمه پاتې شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه وړاندیز کړی و چې د اور وژلو لپاره دې "اوبشیندې چورلکې وکارولې شي."
د نوتردام په اړه حقیقتونه
- هر کال دغې کلیسا ته شاوخوا ۱۳ میلیون زیارت کوونکي ورځي، چې لیدونکي یې د ایفل څلي تر لیدونکو ډېر دي
- یونیسکو دا کلیسا د نړۍ په میراثي ځایونو کې راوستې ده. کلیسا په ۱۲ او ۱۳مو پېړیو کې جوړه شوې
- د کاتولیکې کلیسا له مخې نه د ترمیم په موخه ځینې مجسمې لیرې شوې دي
- د کلیسا چت چې له لرګیو جوړ شوی و، تر ډېره سوځېدلی
د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مرکل د فرانسې د خلکو د ملاتړ په پار ویلي، نوتردام د فرانسې او اروپا د کلتور یوه نښه ده.
د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې هم ویلي، په دې شېبو کې د فرانسې د خلکو او هغو مامورینو په فکر کې ده چې له اور وژنې هڅې کوي.