قاهرې اورګاډو تمځي کې اور ۲۵ کسان وژلي

د مصر دولتي رسنۍ وایي، د پلازمېنې قاهرې تر ټولو لوی تمځي کې د اورګاډو د ټکر له کبله اور لګېدلی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي. اور وروسته له هغه ولګېد چې د پلازمېنې په مرکز کې په رمسیس تمځي کې یو اورګاډی له کنتروله بهر شو او په تېز سرعت له له مخامخ دېوال سره ټکر شو.

له ټکر وروسته د اورګاډي د تېلو ټانکۍ اور واخیست او لمبو یې ټول تمځای او شاوخوا ودانۍ هم ونیولې.

د دې ټکر او اور لګېدنې لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو د مصر د مصر د ترانسپورت وزیر حشام عرفات له پېښې یوازې څو ساعته وروسته استعفا وکړه.

لومړي وزیر مصطفي مدبولي د پېښې ځای د لیدو پر وخت وولی، مسوولو کسانو ته به سخته سزا ورکول کېږي.

مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي او د ټپیانو د مناسبې درملنې او اړینې مرستې سپارښتنه وکړه.

د پېښې یوه عیني شاهد ابراهیم حسین روئټرز خبري اژانس ته وویل:

"کله چې اورګاډی تمځي ته را ننوت ما پکې ناست یو کس ولید چې اشارې یې کولې او چیغې یې وهلې چې برېکونه کار نه کوي. شېبه وروسته هغه له اورګاډي ټوپ کړ".

نورو ځایي رسنیو ادعا کړې چې یاد اورګاډی ترمېم کېده، او د ټکر پر وخت یې کنډکټر یې هم نه درلود.

د دوی په وینا دا لومړی ځل نه دی چې یو اورګاډی له کنډکټر پرته سفر کوي، او پخوا هم دوه ځله داسې شوي، خو کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د مصر د اورګاډو شبکه د ډېرو په باور له کاره لوېدلې، او لامل یې د بېلابېلو حکومتونو نه پاملرنه او د پانګونې کمښت بلل کېږي.

په ۲۰۱۷ کال کې هم د سکندریه ښار کې د دوه اورګاډو په ټکر کې ۴۳ کسان وژل شوي وو او تر ۱۰۰ ډېر ژوبل وو.

خو تر ټولو خونړۍ پېښه په ۲۰۰۲ کال کې هله رامنځته شوه چې قاهرې ته نږدې له مساپرو ډک یوه اورګاډي اور واخیست او ۳۷۰ کسان پکې ووژل شول.