تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر: پوهنتون کې ملګري ته غېږ ورکولو محصله له پوهنتونه وشړله
په اسلامي نړۍ کې د مصر مشهور شوي ازهر پوهنتون د هغې وېډیو له خپرېدو وروسته چې د مصر دلتا کې د المنصورة پوهنتون انګړ کې یوه محصل ته بلې محصلې غاړه ورکړې، له پوهنتون نه د محصلې د شړلو پرېکړه کړې.
د الازهر پوهنتون ویاند احمد زارع بي بي سي ته ویلي، تادیبي شورا د محصلې د شړلو پرېکړه وکړه.
یاده محصله د ازهر پوهنتون اړوند المنصورة پوهنتون د عربي ژبې پوهنځي کې زدکوونکې وه.
ازهر وايي، دا پرېکړه یې له پلټنو وروسته کړې ده.
زارع زیاتوي، یاده محصله د دې پرېکړې په اړه استیناف هم کولی شي.
پر خواله رسنیو یاده وېډیو لاس په لاس شوې ده، چې د المنصورة پوهنتون د حقوقو پوهنځي یو محصل یوه محصله په غېږ کې نیسي.
په وېدیو کې دغه ځوان چې د محصلې د راتلو په تمه و، ښکاري چې بالاخره محصله راځي، محصل پاڅېږي او هغه په غېږ کې نیسي.
زارع وايي، ازهر پوهنتون یوه دیني او تعلیمي مؤسسه ده "او د دغې نجلۍ عمل د پوهنتون، ټولنې او واکمن دود له اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې و."
د روان کال جنورۍ کې هم پر هغې وېډیو پر خواله رسنیو ډېر غبرګونونه وښودل شول، چې د المنصوره پوهنتون انګړ کې د خوړنځي مخې ته یوه محصل خپله یوه ملګرې په غېږ کې ونیوه.
د ازهر پوهنتون رئیس محمد المحرصاوي خبریالانو ته ویلي، د نجلۍ دا عمل "د پوهنتون او د ازهر او ټولنې له ټولو ارزښتونو بشپړ وتل دي."
یاد محصل هم د پوهنتون تادیبي شورا ته سپارل شوی، خو تر اوسه یې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
ازهر پوهنتون پخپلو ټولو پوهنځیو کې د ښځینه او نارینه محصلینو ګډو زدکړو ته اجازه نه ورکوي.
پر خواله رسنیو کارنو بېلابېل غبرګونونه ښودلي.
یوه کارن لیکلي: "په تېرو پنځو کلونو کې د ازهر پوهنتون سلګونه محصلین وژل شوي او نیول شوي خو د پوهنتون ادارې هېڅ مداخله نه ده کړې او نه یې هم د پوهنتون انګړ کې د نښتې په اړه غبرګون ښودلی. خو المنصوره پوهنتون کې یې محصله د غېږ ورکولو له کبله له پوهنتون شړلې ده، ځکه دا کار د دوی له نظره د پوهنتون له اصولو او دود سرغړونه ده."
دغه کارن د (#مینه_جرم_نه_دی) هشټګ هم کارولی.