تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر پر جومات بریدکوونکو د 'اسلامي دولت ډلې جنډه لېږدوله'
هغه مصري چارواکي چې په سینا ټاپو وزمه کې د جومات په برید کې د څه باندې درې سوه وګړو وژنه پلټي وایي چې بریدګرو د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنډه لېږدوله.
لوی څارنوال وایي تر ۳۰ بریدګرو د جومات له کړکیو او دهلېز نه پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
ولسمشر عبدالفتاح السیسي د وژل شویو د غچ ژمنه وکړه او ځواکونو یې پر هغو ځایونو چې د دوی په وینا اورپکو کارول بریدونه وکړل. په قاهره کې مصریانو پر هغه څه چې په سینا کې پېښ شوي غوسه څرګنده کړه.
د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې ۳۰۰ کسان دغه برید کې وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. د مصر روغتیايي سرچینې وايي، په وژل شویو کې ۳۰ یې ماشومان دي.
عیني شاهدانو مصري رسنیو ته ویلي پېښه د جمعې د لمانځه پر مهال د بئر العبد په ښار کې شوې. ځایي پولیس وایي وسله وال په څلورو ګاډو کې راغلل او پر لمونځ کوونکو یې ډزې وکړې.
په خپرو شویو تصویرونو کې د جومات پر غولي ډنډ ولاړې وینې ښکاري.
مصر په سیمه کې له اسلامي توندلارۍ سره په جګړه بوخت دی چې له ۲۰۱۳ راهیسې یې لا زیات زور موندلی.
یوه رپوټ کې ویل شوي داسې معلومېږي د برید هدف د امنیتي ځواکونو هغه پلویان وو، چې په دغه جومات کې یې لمونځ کاوه.
د مصر 'ایکسټرا نیوز ' نومي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي د امنیتي ځواکونو له مشرتابه سره د پېښې په تړاو خبرې کوي.
۲۰۱۳ کال کې چې مصري پوځ د هغه مهال ولسمشر محمد المرسي له واکه ګوښه کړ، دغه هېواد کې سخت دریځو وسله والو یو شمېر خونړي بریدونه کړي دي.
دغو بریدونو کې چې ډېری یې د 'سینا ایالت ډلې ' کړي سلګونه پولیس، پوځيان او ملکي کسان وژل شوي دي. د سینا ایالت ډله له اسلامي دولت نومې ډلې سره اړوند بلل کېږي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي "د خوله ماتوونکي غچ" اخیستو ګواښ کړی دی.
امنیتي سرچینې وايي، پوځ د هوايي ځواک په ملاتړ د سیناء په مرکزي او شمالي سیمو کې د ترهګرو پروړاندې بریدونه پیل کړي.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د برید مسؤولیت نه دی منلی.
مصر کې عام ویر
ولسمشر سیسي پر حکومتي تلوېزیون خپره شوې وینا کې ویليو وسله وال ځواکونه او ملي پولیس به "تر راتلونکو څو ورځو پورې د شهیدانو غچ واخلي او په هېواد کې به امن او ټیکاو راولي."
نوموړی په غوسه ناکه لهجه ویلي "په خوله ماتوونکي ګوزار به ددغه برید غچ اخلو".
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په ټول هېواد کې د برید له کبله درې ورځې ملي ویر اعلان کړی او دغه برید یې یو "ټیټ" عمل بللی دی.
د برید پرمهال په جومات کې شاوخوا ۴۰۰ لمونځ کوونکي اټکل شوي وو.
نړیوال غبرګونونه او غندنې
د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، ترکیې، اردن او بحرین د جمعې د لمانځه پرمهال دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "نړۍ ته نه ښايي چې ترهګري بابیزه وګڼي".
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: "له پوځي پلوه یې باید مات کړو، هغه سخت دریځه ایډیالوژي باید له منځه یوسو چې د دوی د موجودیت اساس جوړوي".
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم دا یو "ترهګریز" عمل بللی.
مولود جاویش اوغلو پر ټویټر لیکلي: "په سختو ټکو هغه ترهګریز برید غندم چې د سیناء په یوه جامع جومات کې شوی دی".
دی وايي: "د مصر ورور ولس سره خپله خواخوږي اعلانوم او ټپیانو ته عاجله شفاء غواړم".
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې هم د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د اردن پاچا دویم عبدالله د برید غندلو سربېره دا "یو تر ټولو ناشولته ترهګریز برید" بللی دی.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترهګرۍ ضد جګړه او له ټولو سخت دریځو ډلو سره مبارزه کې دوی له مصر سره ولاړ دي".
په قاهره کې د امریکا سفارت هم دا یو "بې زړه" برید بللی.
د فلسطین د ازادۍ غورڅنګ "حماس" دا "له جرمه ډک برید" بللی، چې په جومات کې یې لمونځ کوونکي په نښه کړي.