مصر کې د عیسویانو پر لېږدونکي بس ګاډي برید شوی

مصر کې وسله والو اورپکو پر هغه بس ګاډي برید کړی، چې قبطي عیسویان یې لېږدول. پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. دغه کسان له پلازمېنې قاهرې نه ۲۲۰ کیلومتره لرې سویل کې مینا سیمه کې یوې کلیسا تر پر لاره وه، چې برید پرې وشو.

تر اوسه کومې ډلې نه دي ویلي، چې دغه برید دوی کړی دی، خو تېرو میاشتو کې داعش ډلې پر مصري قبطیانو بریدونه کړي وو او دا یې هم ویلي و، چې دغسې نور بریدونه به هم وکړي.

شمالي سکندریه ښار کې د اپریل پر نهمه یوه کلیسا کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي وو، چې ۴۶ کسان په کې وژل شوي وو. له هغه مخکې قاهره کې پر یوې کلیسا ځانمرګي برید کې ۲۹ کسان وژل شوي وو.

عیني شاهدانو چارواکو ته ویلي، چې پر بس لسو یا دوولسو کسانو برید وکړ، چې پوځي یونیفورم یې اغوستي وو او له پېښې وروسته وتښتېدل. سینا سیمه کې یوه عیسوي چارواکي ابراهام سمیر نیویارک ټایمز ته ویلي، چې وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د مینا والي حسام البداوي ویلي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو لټون یې پیل کړی دی.

قبطیان د مصر ۹۰ میلیونه نفوس ۱۰ سلنه برخه ده. د تېرې میاشتې له بریدونو وروسته ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.

نوموړي ژمنه کړې وه، چې له وس سره سم به له جهادیانو سره مبارزه کوي، چې ډېری یې په شمالي سینا سیمه کې دېره دي.

خو قاهره کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګویرین وايي، ډېری قبطیان په دې اند دي، چې مصري چارواکي د دوی د خوندیتوب لپاره کافي هلې ځلې نه کوي.