تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر کې پر کلیساوو برید قربانیانو جنازې کېږي
په مصر کې د هغو ۴۰ کسانو جنازې کېږي چې پرون پر دوو کلیساوو بریدونو کې ووژل شول. په اسکندریه او طنطا ښارونو کې له پېښې وروسته اوس درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
دې بریدونو ته په ځواب کې ولسمشر عبدالفتاح السيسي درې میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړ. په دې موده کې چارواکي کولی شي بې امره خلک ونیسي او کورونه تلاشي کړي.