تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې اور ۷۸ کسان وژلي
د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې د اور له امله تر ۷۸ کسان وژل شوي دي. اور د یوې تاریخي سیمې داسې ودانۍ کې لګېدلی چې یوه پوړ کې یې د کیمیايي توکو ګودام هم دی. ځايي رسنۍ وايي، اور نږدې ودانیو ته هم په چټکۍ رسېدلی دی.
اور تېره شپه ځايي وخت نږدې دوولس بجې ولګېد. اور وژونکي یې د له منځه وړلو هڅه کوي، خو تنګې کوڅې او کمې اوبه هغه څه دي چې لا یې هم لمبې روانې دي.
ویل کېږي د واده ورا ته هم دې اور کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بنګله دېش د اور وژنې مشر علي احمد وايي، فکر کېږي چې د ګاز ډبې له امله اور لګېدلی او بیا د لومړنیو کیمیايي توکو ګودام ته خور شوی دی.
اور دومره تېز خور شوی چې د خلکو بچېدلو امکان هم نه و.
د چوک بازار په نوم دا سیمه چې تاریخي ده او د پېړیو پخوانۍ کوڅې پکې دي، لارې یې تنګې دي او یو بله ودانۍ خپلو کې تر یو انچ واټن لري.