د مکرون پر خبرو غوسه او له فرانسوي تولیداتو سره پرېکون

إيمانويل مكرون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر دا هم ویلي چې: "له رسمونو او کارتونونو به لاس وانخلو،‌ ان که ځینې په غوسه هم شي."

فرانسه کې د وژل شوي ښوونکي د غمشریکۍ پرمهال د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون تر څرګندونو وروسته،‌ پر خواله رسنیو ګڼو کارنو له فرانسوي تولیداتو سره د پرېکون کمپاین پیل کړی دی.‌

د ښوونکي سموېل پټي سر له هغه وروسته غوڅ کړل شو، چې خپلو زده کوونکو ته یې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتون ښودلی و.

په سوربون پوهنتون کې د سموېل د غمشریکۍ جوړو شویو مراسمو ته مکرون وویل: "سموېل پټي ځکه ووژل شو چې اسلامپالي غواړي زموږ راتلونکې تر خپلې ولکې لاندې راولي،‌ دوی پوهېږي چې خپل هدف ته نه شي رسېدلی."

د فرانسې ولسمشر دا هم ویلي چې: "له رسمونو او کارتونونو به لاس وانخلو،‌ ان که ځینې په غوسه هم شي."

#له_فرانسوي_تولیداتو_سره_پرېکون

د فرانسې د ولسمشر دې څرګندونو پر خواله رسنیو د ګڼو کارونو پراخه غوسه راوپاروله او د فرانسوي تولیداتو نه کارولو کمپاین او غوښتنه یې وکړه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په ډېری عربي هېوادونو کې د خواله رسنیو کارنو (#له_فرانسوي_تولیداتو_سره_پرېکون) هشټک لاس په لاس کړ،‌ چې په لنډ وخت کې تر ۱۹۰ زرو ډېرو کسانو ریټویټ کړ.‌

دکویت د ولسي شورا مرستیال خالد محمد المونس ویلي: "د فرانسې ولسمشر خپل پټ‌ خیری وښود او تر ټولو د غوره انسان له سپکوونکو کارتونونو لاس نه اخلي".

ځینو خواله رسنیو کارنو په عربي بازارونو کې د موجودو فرانسوي تولیداتو نوملړ هم خپور کړی چې وايي باید پرېکون ورسره وشي.

د کویت د ولسي جرګې غړي عبدالله فهاد ویلي: "د اسلامي هېوادونو مشران باید د خپلو ولسونو په اندازه همت ولري او له سیاسي او اقتصادي اړخه له فرانسې سره پرېکون اعلان کړي، بښنه او جوړجاړی دلته نور باید ودرول شي؛ ځکه چې دا سیاسي لفظي شخړه نه ده، بلکې دوستي او دوښمني ده، د پیغمبر له دوښمنانوسره مینه لرې او ادعا اکوې چې له پیغمبر سره هم مینه لرې،‌ دا د شیطان کار دی".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د ازهر شیخ

د ازهر شیخ څو ورځې مخکې ویلي وو چې: "اسلام ته د ترهګرۍ نسبت وشو او د نورو عقیدې ته درناوی و نه شو، دا کرکې او تاوتریخوالي ته ښکاره دعوت دی،‌ د منځنیو پېړیو وحشت ته ستنېدل دي او د کابو یو میلیارد مسلمانانو پر احساساتو ملنډې وهل دي".

ازهر په‌ پاریس کې پر دوو مسلمانو ښځو د چړې برید غندلی او دا یې (له کرکې ډکه ترهګري) بللې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

ازهر له دغو دوو مسلمانو مېرمنو سره خپله خواخوږي شریکه کړې ده او دا ډول بریدونه یې "وحشیانه" عمل بللی دی.

په کویت کې د استهلاکي مرستندویو ټولنو ادارې مشر هیثم الذهب د مرستندویو ټولنو ادارو شوراګانو ته یو لیک استولی او له ټولو فرانسوي تولیداتو سره یې د پرېکون غوښتنه ترې کړې.

ده دا غوښتنه هم کړې چې له بازارونو دې د فرانسې ټول تولیدات راټول کړل شي.