تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسه کې د ښوونکي وژنه؛ اووه کسان رسماً تورن شول
د هغه فرانسوي ښوونکي قضیه کې اووه کسان رسماً تورن شوي، چې تېره اونۍ د پاریس یوه ښوونځي ته څېرمه ترې یوه سړي سر غوڅ کړ. سمیویل پټي له هغه وروسته ووژل شو، چې خپلو زده کوونکو ته یې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتون ښوولی و.
د تېرې جمعې پر ورځ له پېښې لږ وروسته پولیسو د سیمویل پټي ۱۸ کلن قاتل عبدالله انځوروف په ډزو وواژه.
له پېښې یوه ورځ وروسته بیا د ښاغلي پټي د یوه زده کوونکي مور، پلار په ګډون اووه کسان نیول شوي وو.
د چهارشنبې پر ورځ فرانسوي څارنوالانو وویل، له دې ډلې شپږ مشکوک کسان په ترهګریزه وژنه کې په لاس لرلو رسماً تورن او تر عدلي تعقیب لاندې نیول شوي دي.
له دوو کسانو پرته چې عمرونه یې ۱۴ او ۱۵ کاله دي، نور ټول تورن کسان نیول شوي دي.
د ښاغلي پټي وژنې فرانسه وبوږنوله او د نوموړي درناوي لپاره د هېواد په لر او بر کې یادغونډې او لاریونونه وشول.
په پاریس کې ولسمشر ایمانویل مکرون د چهارشنبې پر ورځ ځانګړو مراسمو کې ښاغلی پټي 'خاموش اتل ' او 'د جمهوریت څېره ' په نومونو یاد کړ او د نوموړي ستاینه یې وکړه.
نوموړي وروسته د وژل شوي ښوونکي کورنۍ ته د هېواد تر ټولو لوړ مډال 'د لیجین دي هونور ' ورکړ.
د فرانسې ترهګرۍ ضد څارنوالۍ مشر جین فرانسوایس ریڅارد د چهارشنبې پر ورځ یوه خبرې غونډه کې د تورنو کسانو په هکله وویل، چې قاتل دوو زدکوونکو ته نژدې ۳۰۰ یورو د دې لپاره ورکړې وې، چې ښوونکی پټي وروپېژني.
د قانوني ملحوظاتو له کبله د زدکوونکو نومونه نه دي یاد شوي.
ښاغلی ریڅارد وايي: ''قاتل ماشومانو ته ویلي و، چې غواړي ښوونکي 'په وهلو ډبولو ' اړ کړي، چې د پیغمبر محمد (ص) کارتون ښوولو له کبله بښنه وغواړي. ''
چارواکي ماشومان د ښوونکي له ورتلو مخکې دوه ساعته له وژونکي سره ولاړ وو او د هغه انتظار یې کاوه.
یو بل تورن ۴۸ کلن براهیم سي په نامه یاد شوی، چې د چارواکو په وینا د کرکې خپرولو په کمپاین کولو تورن دی.
څارنوال ریڅارد وايي، د انلاین کمپاین او ښاغلي پټي وژنې تر منځ 'مخامخ تړاو ' دی.
د عبدالحکیم سیفریوي په نامه یو ملا هم په دې قضیه کې تورن شوی، چې د رپوټونو له مخې د فرانسې استخباراتو له څو کلونو راهیسې پېژاند.
رپوټونو کې ویل شوي، دغه سړي او براهیم سي په شریکه یوه ویډیويي پیغام کې ښاغلی پټي غندلی و او له دندې یې د هغه شړلو غوښتنه کړې وه.
له دې مخکې د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګېرالډ درمانین یورپ ۱ راډیو ته ویلي و: ''په ظاهره داسې ښکاري چې دې دواړو کسانو د ښوونکي پر ضد فتوا خپره کړې وه. ''
د انځوروف درې نور ملګري هم تر عدلي تعقیب لاندې دي، چې ویل کېږي یوه په ګاډي کې د پېښې ځای ته رسولی او بل یوه د وسلې په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کړې.
دغه دوه کسان په ترهګریزه وژنه کې په لاس لرلو تورن دي او درېیم کس د ترهګرۍ کې د لاس لرلو له جرمه یو څه کم جرم تورن شوی دی.