تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسه کې پولیسو د سخت دریځو اسلامپالو پر کورونو چاپې وهلې دي
په فرانسه کې پولیسو تېره اوونۍ د ښوونځي د یو ښوونکي له وژل کېدو وروسته په ګڼو ښارونو کې د لسګونو سخت دریځو اسلامپالو پر کورونو چاپې وهلې دي.
وژل شوي ښوونکي سمیول پټي څه موده وړاندې خپل ټولګي ته د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتونونه ښودلي وو.
نوموړي په دې کار سره د پلازمېنې پاریس شمال کې د دې ښوونځي د ځینو مسلمانو زدکوونکو کورنۍ پارولې وې او هغوی د نوموړي دا کار غندلی و.
د تېرې جمعې پر ورځ یو ۱۸ کلن ځوان پر ښوونکي سمیول پټي برید وکړ او سر ترېنه پرې کړل شو.
بریدګر وروسته د تېښتې هڅه وکړه، خو نږدې سیمه کې د پولیسو په ډزو ووژل شو.
رپوټونه وایي چې اتلس کلن بریدګر په مسکو کې زېږېدلی و او له وژل شوي ښوونکي او د هغه له ښوونځي سره یې کومه اړیکه نه درلوده.
اوس د فرانسوي پولیسو په چاپو کې ځینې هغه کسان نیول شوي چې د وژونکي د دې عمل ستاینه او ملاتړ یې کړی و.
حکومتي چارواکي همدا راز وایي چې په دې تړاو له ۵۱ اسلامي ټولنو هم پلټنې روانې دي.
وروستۍ چاپې د څه لپاره دي؟
د دوشنبې پر ورځ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جېرالډ ډارمنېن وویل، وروستۍ چاپې په دې معنا دي چې د جمهوریت له دوښمنانو سره به هېڅ ډول نرمي نه کېږي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د مشکوکو کسانو او ادارو پر ضد به چاپې ټوله اوونۍ دوام وکړي.
ښاغلي ډارمنېن ویلي، په چاپو کې په نښه شوي ټول کسان د ښوونکي سمیول پټي د وژلو قضیې سره تړاو نه لري.
د کورنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړه چې پولیسو له هغو شاوخوا اتیا کسانو پوښتنې کوي چې د ښوونکي د قاتل په ملاتړ یې پر خواله رسنیو پوسټونه کړي وو.
د فرانسې حکومت ویلي، که ثابته شوه چې تر پلټنو لاندې اسلامي ټولنې په ټولنه کې کرکه خوروي نو تړل کېږي به.
د ښوونکي وژنې په اړه پلټنې څنګه شوې؟
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوال ژان فرانکوا رېکارډ ویلي، ښوونکي سمیول پټي ته له هماغه راهیسې ګواښونه کېدل چې خپل ټولګي ته یې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتونونه ښودلي وو.
ښوونکي سمیول پټي د دې کارتونونو له ښودلو وړاندې د خپل ټولګي مسلمانو زدکوونکو ته سپارښتنه کړې وه چې که راحته نه وي نو کولی شي چې مخونه واړوي، او یا هم له ټولګي ووځي.
تر دې دمه د نوموړي د وژنې په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي دي، خو چارواکو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دې وروستي برید فرانسوۍ ټولنې ته یو بل ټکان ورکړی او تېرو دوه ورځو کې د وژل شوي ښوونکي په ملاتړ ګڼو لاریونونو کې زرګونو کسان ګډون کړی او د (زه ښوونکی یم) لوحې یې پورته کړې وې.