تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نجد او حجاز یووالي څنګه سعودي عربستان وزیږاوه؟
له ۲۰۰۵ کال راهیسې د سعودي مخکېني مړه شوي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د سپتمبر ۲۳مه هر کال د سعودي عربستان د ملي ورځې په توګه منلې وه، چې هر کال عمومي دولتي رخصتي وي، د دې ورځې داستان څه دی؟
د بریتانیا دائرة المعارف وايي د سعودي تاریخ په سمه توګه د ۱۹۳۲ کاال د سپتمبر له ۲۳ مې هغه مهال پیل شوی، چې د شاهي فرمان له مخې حجاز، نجد او اړوندې سیمې یې د سعودي عربستان په نامه وپېژندل شوې.
برتانیکا زیاتوي، د دې ګام مستقیم اغېز د هېواد د یووالي پیاوړي کول او د حجاز د احتمالي بېلتون کمول وو.
لومړی، دویم او درېیم دولت
له ۱۹۳۲ کال راهیسې دغې ملي ورځې ته سعودي په خپل تاریخ کې اوږده لار په څو پړاوونو کې وهلې ده.
محمد بن سعود په ۱۷۴۴ کال له محمد بن عبدالوهاب سره تر هوکړې وروسته د لومړني سعودي دولت (الدرعیة امارت) بنسټ کېښود، ال سعود (د سعود کورنۍ) له څو کلنو خونړیو جګړو وروسته د نجد پر یوځای کولو وتوانېدل.
دې کار عثماني دولت په غوسه کړ، همدا وو چې د مصر والی محمد علي باشا په مټ یې د لومړني سعودي دولت ختمولو هڅه یې وکړه او په ۱۸۱۸ کال په دې کار کې بریالی هم شو.
وروسته د سعودي دویم دولت (د نجد امارت) راغی او شهزاده ترکي بن عبدالله بن محمد بن سعود واکمن شو، دې دولت ډېرې لوړې او ژورې ولیدې چې بالاخره په ۱۸۹۱ کال د ال الرشید په لاس ختم شو او آل سعود کویت ته وخوځېدل.
بیا عبدالعزیز آل سعود په ۱۹۰۲ کال درېیم سعودي دولت جوړ کړ، چې وروسته د نجد واکمني پراخه شوه، حجاز، نجد او ورسره اړوندې سیمې ورسره ونښلول شوې او په ۱۹۳۲ کال یې په یوه چوکاټ کې د سعودي عربستان نوم غوره کړ.
دا دولت ورو- ورو پراخه شو او په ۱۹۲۱ کال یې د نجد او الاحساء امارت نوم غوره کړ، بیا په ۱۹۲۲ کال د نجد سلطنت شو، بیا په ۱۹۲۶ کال د نجد او اړوندو سیمو سلطنت شو.
لکه د دولت نوم چې پرمختګ وکړ، د بنسټګر عبدالعزیز ال سعود نوم له شهزاده څخه سلطان او بیا پاچا ته واوښت، نور القاب ورکړل شول، لکه د عربو ناپلیونن، د صحرا کرومویل او نوی سلیمان پاچا.
بنسټګر پاچا
عبدالعزیز ال سعود د ۱۸۷۶ کال په جنورۍ میاشت کې ریاض کې وزیږېد، دی د ال سعود واکمنې کورنۍ غړی و، دی لا ماشوم و چې واکمنې کورنۍ یې د حائل او نجد د واکمنو ال الرشید کورنۍ سره شخړې وکړې، همدا وو چې له خپلې کورنۍ سره په لس کلنۍ کې خپلې خاورې پرېښودو ته اړ شو.
پلار یې عبدالرحمن بن فیصل بن ترکي ال سعود د دویم سعودي دولت وروستی واکمن و، مور یې ساره بنت احمد الکبیر بن محمد بن ترکي بن سلمان السدیري وه.
عبدالله بن عبدالمحسن الترکي په خپل (ولس په یوه سړي کې) نومي کتاب کې لیکلي، داستان له کویته د شهزاده عبدالعزیز بن عبدالرحمن ال سعود په وتلو پیل شو، له ده سره ۶۰ سړي (چې خپلوان، ملګري، او ملاتړي یې وو) ریاض ته وخوځېدل چې هلته ځان واک ته ورسوي، د ۱۹۰۲ کال د جنورۍ پر ۱۵مه د ریاض خلکو بیعت ورسره وکړ.
د ۱۹۰۴ کال په سپتمبر میاشت کې عبدالعزیز د ال الرشید (د حائل امارت واکمنو) پر ځواکونو غالب شو، بیا یې القصیم ونیو او پر ډېری نجد یې خپله واکمني وچلوله.
په ۱۹۱۲ کال د (اخوان من أطاع الله - یا هغه وروڼه چې د خدای اطاعت یې وکړ) په نامه حرکت جوړ شو، چې په عقیده کې یې پر وهابیت تکیه کوله، دا حرکت ژر وده وکړه او د ال سعود مهم ملاتړی شو.
دغه حرکت له هغو قبایلي کوچیانو جوړ و، چې له خپلو قبیلو لیرې یې ژوند کاوه او له عبدالعزیز ال سعود سره یې لاس یو کړ او په جګړو کې یې له هغه سره همکاري وکړه چې په پای کې یې اختلاف پیدا شو.
احساء، عسیر او حجاز
په ۱۹۱۲ کا عبدالعزیز خپل ځواکونه احسا ته ورمارش کړل او له عثمانیانو یې ونیو.
په ۱۹۲۱ کال د شهزاده فیصل بن عبدالعزیز ال سعود په مشرۍ پر عسیر برید وشو او دا سیمه یې ونیوه.
د ۱۹۲۱ کال په سپټمبر کې، د ال الرشید وروستي مورچل حائل ته ننوتل او پر ټول نجد ال سعود کورنۍ واکمنه شوه، په همدې کال عبدالعزیز ځان د نجد سلطان ونوماوه.
د حجاز د هغه وخت له واکمن الشریف حسین بن علي سره د ال سعود اړیکي ترینګلي وو، د ال سعود پوځ په ۱۹۲۴ کال طایف او مکې ته ننوت، خو جدې یې د ۱۹۲۵ کال د ډیسمبر تر ۱۷مې د ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړ.
په ۱۹۲۶ کال د مکې مسجد الحرام کې له عبدالعزیز سره د حجاز د پاچا په توګه بیعت وشو او د حجاز د پاچا او د نجد د سلطان لقب ورکړل شو او د ۱۹۳۲ کال د سپتمبر پر ۲۳مه سعودي عربستان یو هېواد اعلان شو.