تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نبوي جومات؛ له حضرت محمد (ص) تر اوسه
په مدینه منوره کې نبوي جومات په مکه مکرمه کې تر مسجد الحرام یا کعبې شریفې وروسته په اسلام کې دویم تر ټولو سپېڅلی ځای دی، چې لومړنی امام یې پخپله نبي محمد صلی الله علیه وسلم و.
د سلطان غالب القعیطي د "سپېڅلي ښارونه، حج او اسلامي نړۍ" کتاب له مخې، په عرب ټاپو کې نبوي جومات لومړنی ځای و چې په ۱۹۰۹ کال په عربي جزیره کې برېښنا ور ورسول شوه.
نبي علیه السلام نبوي جومات د هجرت په دویم کال جوړ کړ. نبوي جومات په مدینه منوره کې - چې له هجرت مخکې یې نوم "یثرب" و، دویم جومات و. لکه څنګه چې صفي الرحمن مبارکپوري په خپل "الرحیق المختوم" کتاب کې ویلي، لومړنی جومات "قباء" و.
د اسلامي لارښوونو له مخې، په نبوي جومات کې لمونځ له مسجد الحرام پرته په هر بل جومات کې تر لمانځه زر ځله ډېر فضیلت لري.
په دې اوسني جومات کې د پېړیو په اوږدو کې له پراختیاوو وروسته، د نبي محمد او د دوو خلیفه ګانو ابو بکر صدیق او عمر بن خطاب قبرونه دي، همدارنګه د رسول الله د مېرمنو کورونه هم شته.
په صحیح البخاري کې له ابي هریره نه روایت دی چې نبي محمد فرمایلي: "زما د کور او زما د منبر ترمنځ د جنت یوه باغچه ده".
جومات د نبي علیه السلام استوګنځي ته څېرمه په ۶۳۲ میلادي کال یعنې له نن څخه ۱۴۴۱ کاله مخکې جوړ شو، خو له هغه وخت راهیسې ډېر نوښتونه او پراختیايي کارونه پکې شوي دي، چې تر ټولو لوی نوښتونه د پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د واکمنۍ پرمهال وو او تر اوسه دوام لري.
اټکل دی چې د اوسنۍ پراختیا په بشپړېدو به، چې هر کال میلیونونه زیارت کوونکي ورځي، کابو ۱٫۸ میلیون لمونځغاړي (لمونځ کوونکي) په یوه وخت په دې جومات کې ځای شي.
د جومات پراختیا
لکه څنګه چې ظفر بانګاش په خپله مقاله "د نبوي جومات او زرغونې ګنبدې تاریخ" کې وايي، جومات د جوړېدو پرمهال ۸۹ په ۱۱۵ ګامونه وو.
خو د وخت په تېرېدو پراختیايي چارې پکې پیل شوې چې ډېرو لمونځغاړو (لمونځ کوونکو) ته ځای پکې پیدا شي. نبوي جومات یو له هغو درېیو جوماتونو دی چې رسول علیه السلام ویلي، هلته باید سفر وشي، دوه نور جوماتونه په مکه کې مسجد الحرام او په قدس کې اقصی جومات دی.
پروفیسر سباهیش عمر په خپله مقاله "نبي محمد او د مدینې منورې تمدن" په نامه مقاله کې وایي، نن ددغه جومات مساحت د اصلي جومات د مساحت پرتله سل ځله ډېر شوی چې کابو ټول پخوانی ښار یې نیولی.
پروفیسر عمر زیاتوي، د جومات بهرنی دېوال اوس له "وادي البقیع" یعنې بقیع درې سره پوله لري، چې دا دره د نبي علیه السلام په ورځو کې له ښاره بېل ځای ګڼل کېده.
د جومات چاپېریال
د نبوي جومات ګاونډ کې "الغرقد" هدیره ده، چې د نبوت له وخت تر اوسه د ښار د خلکو اصلي هدیره ګڼل کېږي، دا هدیره اوس د جومات له لوېدیځ دېوال سره جوخته ده، په بقیع کې سلګونه صحابه هم ښخ شوي دي.
اوس تر جومات حکومتي ودانۍ، روغتونونه، دنګ او لوکس هوټلونه، د پېر او پلور مرکزونه او لویې لارې راتاو دي.
د نبوي جومات او مسجد الحرام د چارو د لا ښه سمبالښت په موخه د مسجد الحرام او مسجد النبوي په نامه د عامو چارو یو ریاست شته.
خو د نبوي جومات خدماتي او د پالنې چارې د سعودي د شاهي کورنۍ پرغاړه دي، همدا ده چې سعودي پاچا ته "خادم الحرمین الشریفین" لقب ورکړل شوی.
نبي په جومات کې لومړی امام و، بیا وروسته صحابه او نور نسلونه امامان وو.
نبي کوم مرستیال نه درلود، خو ځینې وخت یې له ابو بکر صدیق نه غوښتنه کوله چې د خلکو امامت وکړي، ویل کېږي یوځل نبي جومات ته ننوت چې ابو بکر امامت کاوه، ابو بکر شا ته شو او نبي امامت وکړ.
د رسول الله له وفات وروسته ابو بکر له څلورو خلیفه ګانو کې لومړنی هغه و چې امامت یې وکړ. له هغه وخت راهیسې د نبوي جومات ګڼ امامان او خطیبات تېر شوي.
شیخ علي بن عبدالرحمن الحذیفي په کړکېچن وخت کې د نبوي جومات خطیب ټاکل شوی، خو حکومت د اکتوبر پر یوولسمه جومات ته دوه نور کسان (شیخ احمد الحذیفي - د حذیفي زوی او شیخ خالد المهنا) امامان وټاکل.
دغو کسانو، چې دوکتوراوې لري، د نبوي جومات امامت کړی:
1.الشيخ علي عبدالرحمن الحذيفي
2.الشيخ عبدالباري الثبيتي
3.الشيخ صلاح بدير
4.الشيخ عبدالله بعيجان
5.الشيخ أحمد الحذيفي
6.الشيخ أحمد طالب حميد
7.الشيخ حسين آل الشيخ
8.الشيخ عماد زهير حافظ
9.الشيخ خالد المهنا
مؤذنین
بلال بن رباح د نبوي جومات لومړنی موذن و، وروسته تر هغه چې عبدالله بن زید د اذان په اړه نبي ته خپل خوب ووایه، رسول الله بلال ته اذان وروښود، ځکه چې غږ یې تر نورو ښه و.
لکه څنګه چې شیخ عبدالرحمن خاشقجي په "الریاض" ورځپاڼه کې ویلي، نن په نبوي جومات کې ۱۷ موذنین دي.
هره ورځ درې موذنین په نوبت اذانونه کوي، چې نومونه یې دا دي:
- شيخ عبدالمجيد السريحي
- شيخ عبدالرحمن خاشقجي
- شيخ عبدالله حطاب الحنيني
- شيخ عادل كاتب
- شيخ أحمد عفيفي
- شيخ أحمد الأنصاري
- شيخ أنس شريف
- شيخ أشرف عفيفي
- شيخ عصام بخاري
- شيخ فيصل نعمان
- شيخ حسن خاشقجي
- شيخ إياد شكري
- شيخ مهدي باري
- شيخ محمد مجيد الحكيم
- شيخ محمد القصاص
- شيخ سامي الديوالي
- شيخ سعود البخاري
- شيخ عمر كمال
- شيخ عمر سنبل
- شيخ أسامة الأخضر
پیلامه
مبارکپوري وايي، رسول الله چې یثرب ته ورسېد، یوه ټوټه ځمکه یې د سهل او سهیل په نومونو له دوو یتیمانو په ۱۰ دیناره واخیسته چې مخکې به خورماوې پکې وچېدې. په دې ځمکه کې هغه اوښه ودرېده چې نبي علیه السلام یې مدینې ته راوړی و.
محمد پخپله هم د جومات په جوړولو کې برخه اخیستې، په خټه او ډبرو جوړ شو. پر چت یې د خورما پاڼې او خمبې واچول شوې.
په لومړي سر کې نبي په قدس کې مسجد الاقصی ته لمونځ کاوه، چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او درې دروازې لري. په شا کې یې د بې وزله او مساپرو د دمې لپاره د سیوري ځای هم شته.
خو محراب یې هغه وخت شمالي خوا ته وګرځول شو، چې قبله کعبې ته وګرځېده، جنوبي دروازه یې وتړل شوه او شمال ته بله دروازه ورکړل شوه.
کله چې صحابه وو له نبي نه وغوښتل چې د جومات پر چت خټه واچوي، هغه رد کړه او وویل: "نه، بلکې د موسی د څپې په شان دې وي"، ځمکه یې هم درې کاله وروسته هواره او جوړه کړل شوه.
د جومات د چارو ویاند وايي، مساحت یې په پیل کې ۱۰۵۰ مربع متره و، بیا د هجرت په اوم کال د نبي علیه السلام په امر ۱۴۲۵ مربع متره شو.
د نبي کور
کله چې نبي محمد د خپلې مېرمنې عایشې په کور کې وفات شو، چې جومات ته څېرمه و، همالته ښخ کړل شو.
ډاکټر زاریوا وايي، د نبي له وفات وروسته، د صحابه وو ترمنځ د هغه د ښخولو لپاره د غوره ځای په اړه اختلاف پیدا شو، خو ابو بکر ورته وویل، نبي علیه السلام ورته ویلي، نبیان په هماغه ځای کې ښخېږي چې الله تعالی پکې روح ترې اخیستی وي.
همدا وو چې نبي محمد د عایشې په خونه کې- چې هلته وفات شوی و، ښخ کړل شو.
کله چې ابو بکر د مرګ پر بستر پرېوت، له خپلې لور عایشې یې وغوښتل چې د هغې په کور کې د نبي قبر ته څېرمه یې خښ کړي، دې هم موافقه ورسره وکړه.
عمر بن خطاب هم دا غوښتنه وکړه، عایشې د نبي او خپل پلار ابو بکر قبرونو ترڅنګ پخپل کور کې د هغه د خښولو اجازه ورکړه.
خو د څو پېړیو له تېرېدو او پراختیا وروسته د عایشې کور د مسجد په حدودو کې راغی او زرګونه کنبدې اوس د نبي او اصحابو د قبرونو پر سر دي.
د ځای ښکلا
د جومات بهرنۍ منظره او چت یې په زړه راښکونکې بڼه جوړ شوي، منارې، ستنې، د معمارۍ ځانګړی سبک، د سړولو سیستم او لمونځي یې د کتونکو سترګې وراخلي.
د مسجد الحرام او نبوي جومات د چارو د ریاست ویاند شیخ عبدالواحد الحطاب وايي، د نبوي جومات انګړ کې ۲۵۰ چترۍ دي، چې له باران، لمر او توپاني باده لمونځ کوونکي ساتي، چې تر هرې چترۍ لاندې ۸۰۰ لمونځ کوونکي ځایېږي او ټول ټال یې ۱۴۳ مربع متره ځای نیولی.
د جومات ورونه
نبوي جومات اوس ۴۱ دروازې لري، د هرې دروازې پر سر د الحجر سورت دا ایت "أدخلوها بسلام آمنين" یعنې (په سلامتۍ سره ننوځئ، په امن کې به یاست) لیکل شوی. شیخ الحطابي وايي د ټولو دروازو شمېر ۸۵ دی.
ځینو لویو دروازو کې یو ور، ځینو کې دوه او ځینو کې درې او ان پنځه ورونه هم شته، همدارنګه لومړي چت او بام ته د ختلو لپاره لیفت هم شته.
د نبوي جومات د دروازو نومونه په لاندې ډول دي:
- باب السلام
- باب أبو بكر الصدّيق
- باب الرحمة
- باب الهجرة
- باب قباء
- باب الملك سعود
- باب الإمام البخاري
- باب العقيق
- باب السلطان عبد المجيد
- باب عمر بن الخطاب
- باب بدر
- باب الملك فهد
- باب أحد
- باب عثمان بن عفّان
- باب علي بن أبي طالب
- باب أبو ذر
- باب الإمام مسلم
- باب الملك عبدالعزيز
- باب مكة
- باب بلال
- باب النساء
- باب جبريل
- باب البقيع
- باب الجنائز
- باب الأئمة
د جومات پراختیا
کله چې نبي محمد د هجرت په لومړي کال جومات جوړ کړ، مساحت یې ۱۰۵۰ مربع متره و.
"عکاظ" ورځپاڼې د شیخ الحطاب له خولې ویلي، د هجرت په اوم کال د خیبر له غزوې تر ستنېدو وروسته نبي محمد امر وکړ چې د جومات مساحت دې ۱۴۲۵ مربع متره شي.
د نبي له وفات څو پېړۍ وروسته، په نبوي جومات کې د پراختیا او ترمیم ډېر کارونه وشول، د عمر بن خطاب له وخته د عثمان، امویانو، عباسیانو او عثمانیانو او آل سعود تر واکمنۍ پورې.
د حج په موسم کې میلیونونه حاجیان نبوي جومات ته ورځي.
دوکتور زاریوا وايي، له عمر بن خطاب نه روایت دی، چې ویلي یې دي، د نبوي جومات په پراختیا کې پروا نه شته ان که تر سوریې هم ورسېږي، خو چې په اصل بنسټ ولاړ وي.
په ۶۳۸ میلادي کال د عمر بن خطاب د خلافت پرمهال د خلکو ګڼه ګوڼه د نبوي جومات د پراختیا لامل شوه، عمر د جومات لوېدیځ، سوېل او شمال ته څېرمه ملیکتونه واخیستل او له جومات سره یې یوځای کړل. خو په ختیځه برخه کې یې چې د نبي علیه السلام د مېرمنو خونې وې، ډېره پراختیا ونه شوه.
خلیفه عثمان بن عفان هم نبوي جومات پراخه کړ، هغه امر وکړ چې د جومات دېوالونه دې په ډبره او ګچ جوړ شي، په جومات کې یې د اوسپنیزو او ډبرینو ستنو لګولو امر هم وکړ، همدارنګه چت یې په لرګي ترمیم کړ.
د هجرت په ۸۸ کال، د مدینې منورې واکمن عمر بن عبدالعزیز د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په امر جومات لا نور پراخ کړ چې مساحت یې ۶۴۴۰ مربع مترو ته ورسېد. ولید د جومات په څنډو کې د څلورو منارو جوړولو امر هم وکړ او محراب یې له سره ورغاوه. د جومات د ننه دېوالونه یې په زرو او نورو توکو سینګار کړل. د پایو شمېر یې ۲۳۲ ته ورسېد.
عباسي خلیفه ابو عبدالله محمد المهدي هم د ۱۶۱ او ۱۶۵ کلونو ترمنځ نبوي جومات لا پراخ کړ، ۶۰ کړکۍ او ۲۴ ورونه یې ور زیات کړل.
په ۶۵۴ کال، کله چې جومات وسوځېد، عباسي خلیلفه المعتصم یې د بیارغولو امر وکړ، خو دا کار ځکه ونه شو چې مغولو بغداد ونیو او په ۶۵۶ کال یې سقوط وکړ. خو د ترمیم او نوښت کارونه د ممالیکو په واکمنۍ کې بشپړ شول.
په ۹۷۴ کال، عثماني پاچا سلیمان القانوني ګنبده بیا ورغوله او نوې میاشت یې پرې نصب کړه. عثمانیانو د خپل دود له مخې سپوږمۍ پر منارو او ګنبدو لګولې چې په زرو له سینګار شویو مسو جوړېدې.
په ۱۲۲۸ میلادي کال یې ګنبدې ته د سلطان دویم محمد د واکمنۍ پرمهال شین رنګ ورکړل شو.
په ۱۲۷۷ کال نبوي جومات ونړېد، همدا وو چې عثماني سلطان دویم عبدالحمید یې ترمیم او پراختیا ته اړ شو او ۱۰۳۰۳ متر مربع ته ورسېد. په دې پراختیا کې جومات ته پنځه نور ورونه هم ورزیات شول، دېوالونه یې ۱۱ متره لوړ شول او د تېلو تر ۶۰۰ ډېر څراغونه پکې ولګول شول.
په ۱۳۲۷ هـ (۱۹۰۹میلادي) کال نبوي جومات په عربي جزیره کې لومړنی ځای و چې برېښنا ور ورسېده.
د سعودي واکمنې کورنۍ پرمهال، پاچا عبدالعزیز آل سعود په ۱۹۵۰ کال د نبوي جومات د پراختیا امر وکړ چې مساحت یې ۱۶۳۲۷ مربع مترو ته ورسېد، پایې یې ۷۰۶ ته ورسېدې او ګروپونه یې ۲۴۲۷ ته ورسېدل.
په ۱۹۷۳ کال، پاچا فیصل بن عبدالعزیز جومات له لوېدیځې خوا شاوخوا ۳۵ زره مربع متره نور پراخه کړ او د لویو چتریو شمېر هم پکې زیات شو.
په ۱۳۹۸ کال د پاچا خالد بن عبدالعزیز په امر له پراختیا وروسته پاچا فهد بن عبدالعزیز د ۱۴۰۵ او ۱۴۱۴ کلونو ترمنځ د جومات د پراختیا امر وکړ، په دې پراختیا کې د جومات ډېری دروازې لویې شوې، په ۴۱ دروازو کې یې برېښنايي زینې ولګول شوې او دروازې یې ۸۵ ته ورسېدې - سربېره پر دې یې ګنبدې ترمیم او څلور دنګې منارې جوړې شوې.
د نبوي جومات تر ټولو د لویې پراختیا چارې د پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په امر په ۲۰۱۲ کال پیل شوې، چې د اټکل له مخې شاوخوا دوه میلیون زیارت کوونکي هلته ځای شي.
هغه وخت د سعودي د مالیې وزیر ابراهیم العساف ویلي وو، د جومات مساحت ۶۱۴۸۰۰ مربع مترو ته رسېږي او د جومات ټول ټال مساحت به ۱۰۲۰۵۰۰ مربع متره شي. په دې مساحت سره به د جومات د ننه یو میلیون لمونځ کوونکي او ۸۰۰۰۰۰ نور بهرني انګړ کې ځای شي.
د جومات د چارو ویاند ویلي، پاچا عبدالله د ۲۵۰ اضافي لویو چتریو نصبولو امر هم وکړ، دا چترۍ په عصري سیستم سمبالې دي، چې له لمر ختلو وړاندې غوړېږي او د شپې بېرته ټولېږي او لمونځ کوونکي له سوځنده لمر او بارانه ساتي.
"عکاظ" ورځپانې د ویاند عبدالواحد الحطاب له خولې ویلي، د جومات د پراختیايي پروژې عملي کېدو پرمهال به شاوخوا ۱۰۰ کورونه چې ۱۲۵ هکټاره مساحت کېږي، په ختیځه او لوېدیځه برخه کې ویجاړ کړل شي.
دی وايي، کله چې پاچا سلمان واک ته ورسېد، د نبوي جومات د توسعې د کارونو دوام یې ضروري وباله.
تر ۲۰۴۰ کال پورې به د نبوي جومات د ننه او بهرني انګړ کې تر ۱٫۲ میلیون ډېر لمونځغاړي (لمونځ کوونکي) ځای شي.
اثار او نښې
د نبي منبر
هغه منبر دی چې نبي محمد خپلو صحابه وو ته پکې خطبه ویله.
صفي الرحمن مبارکپوري وايي په نبوي جومات کې لومړنی منبر د خورما له لرګي جوړ شوی و، چې درې پوړه و چې بیا وروسته څلورو خلیفه ګانو هم له دې منبره ګټه اخیسته.
د ابو بکر او عمر د خلافت پرمهال به دواړو د منبر له دویم پوړ څخه خطبې ویلې، خو عثمان بن عفان له لومړي پوړ نه خطبه وړاندې کوله، بیا وروسته یې له درېیم پوړ نه خطبه ویله لکه نبي محمد چې دا کار کاوه.
خو د نبي منبر په ۸۸۶ کال په جومات کې د اور لګېدو له کبله وسوځېد.
محراب
په نبوي جومات کې دوه محرابه دي، په لومړي کې یې نبي محمد امامت کاوه، دا محراب اوس له روضې او له اذانځي سره نژدې دی. ډاکټر اختر وايي "نبوي محراب ټوله هغه ساحه نیولې چې نبي به پکې امامت کاوه، مګر هغه ځای یې پاتې چې هغه به خپلې پښې پکې اېښودې."
دویم محراب یې عثماني محراب دی، چې تر اوسه امامان ګټه ترې اخلي. دا محراب د عثماني خلافت پرمهال د جومات د ترمیم پر وخت جوړ شوی.
درېیم محراب هم شته چې د ډاکټر اختر په وینا، سلیماني یا حنفي محراب ورته وايي، دا محراب د سلطان سلیمان القانوني په امر جوړ شوی، چې یو حنفي امام پکې امامت وکړي، خو مالکي امام به له نبوي محرابه امامت کاوه.
روضه
روضه د نبوي منبر او د نبي د کور ترمنځ ده.
دا روضه د زیارت کوونکو لپاره تل پرانیستې وي، ښځې هم ورتلی شي. زیارت کوونکي معمولاً په روضه کې د نبي قبر ته له تللو مخکې لمونځ کوي.
د روضې مساحت ۳۳۰ مربع مترو ته رسېږي، اوږدوالی یې ۲۲ متره او سور یې ۱۵ متره دی.
په روضه کې تل امنیتي کسان او نور چارواکي موجود وي چې هلته نظافت او د خلکو د ګڼې ګوڼې او مزاحمت مخه ونیسي.
زرغونه ګنبده
زرغونه ګنبده د نبوي جومات له سترو ځانګړنو ده، دا ګنبده د نبي او ابو بکر او عمر بن خطاب د قبرونو پرسر ده.
سمهودي په خپل کتاب "وفاء الوفاء" کې لیکلي: "لومړنۍ ګنبده د نبي محمد پر قبر د هغه تر مړینې ۶۵۰ کاله وروسته (په ۱۲۷۹/۶۷۸هـ) کال د مصر مملوکي واکمن سلطان المنصور سیف الدین قلاوون له خوا له لرګي جوړه شوه.
ګنبده په بیخ کې مربع شکل او په سر کې اته زاویې لري. له څو ځله سوځېدو وروسته بیا ترمیم شوې. عثماني سلطان غازي دویم محمود خان بیا رغولې ده.
دوکتور اختر د "رفعت باشا یادښتونه" څخه نقل کوي: "ګبندې سپین رنګ درلود بیا بنفش رنګ ورکړل شو، وروسته په ۱۸۳۷ کال زرغون رنګ ورکړل شو".
رپوټ: صغير صالح
پښتو بڼه: هدایت الله همیم