تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کعبې کلابندي؛ چې د سعودي معاصر تاریخ تګلوری یې بدل کړ
له څلورو لسیزو راهیسې، په دقیق ډول ۱۹۷۹ کال، سعودي سلفي دعوتګر او پلویان یې په مکه کې مسجد الحرام ته ننوتل، سعودي چارواکو حرم کلابند کړ، چې بالاخره دا کلابندي د وسله والو او د هغوی د کورنیو د غړو په تسلیمېدو تمامه شوه.
په ۱۴۰۰ هـ ق کال د مکې مسجد الحرام کې د سهار له لمانځه لا لمونځ کوونکي وزګار شوي نه وو، چې ناڅاپه یوه نه اټکلېدونکې پېښه وشوه.
د سعودي په بېلابېلو ښارونو کې په عام محضر له دغو وسله والو ۶۳ اعدام شول، چې په سر کې یې جهیمان العتیبي و.
خو څه پېښ شول او جهیمان څوک و چې مسجد الحرام ته په زور د ننوتلو مشري یې کوله؟
په ۱۹۷۹ کال، سلفي دعوتګر او پلویان کې مکه کې مسجد الحرام ته په زور ننوتل، یادې ډلې په تابوتونو کې په دې پلمه وسلې ورسره ننویستلې وې، چې ګني تابوتونو کې د ننه د مړو د جنازې لمونځ ادا کېږي، خو د دوی نیت دا و چې په دې سره د "منتظر" مهدي د راوتلو شرطونه پوره کېږي.
سعودي چارواکو د وضعیت کابو کولو هڅه وکړه، خو د جهیمان العتیبي په مشرۍ د سلفي وسله والې ډلې له سخت مقاومت سره مخامخ شول. که څه هم د حرم کلابندۍ په اسلامي نړۍ کې ډېر هېوادونه هېښ کړل، خو د پېښې خبري پوښښ نیم ژواندی ښکارېده.
وسله وال د حرم له ودانۍ تر پنځو ورځو خونړۍ جګړې وروسته وایستل شول، خو دوی د حرم ځمکتل ته کوز شول چې هلته لسګونه خونې وې. چارواکو هڅه کوله چې وضعیت څومره ژر وي ارام کړي او هلته د عبادت په ټپه ولاړ حالت بېرته عادي شي او وسله وال ژوندي ونیول او محاکمه کړل شي.
چارواکو فرانسې ته د مرستې لاس اوږد کړ، خو امریکايي رسنیو ددې خبر جزییات په ډېره بیړه خپرول.
فرانسې د درېیو جګپوړو افسرانو په مشرۍ د ترهګرۍ ضد یو کنډک عسکر هلته واستول.
دغو افسرانو سعودي افسران ورزول چې څنګه له ګازو کارولو ګټه واخلي او وسله وال له ځمکتل نه وتلو ته اړباسي. د حرم کلابندي د پاتې وسله والو او د هغوی د کورنیو د غړو په تسلیمېدو پای ته ورسېده، دري شپېته یې د بېلابېلو ښارونو په عامه ځایونو کې اعدام شول.
جهیمان العتیبي څوک و؟
جهیمان په ساجر ښار کې زیږېدلی، په دې کوچیاني ټولنه کې دوی غوښتل د ژوند بڼه بدله کړي، ځکه دا یې د جاهلیت ژوند باله. جهیمان تر څلورم ټولګي ډېر درسونه ونه لوستل، د ځوانۍ لومړۍ ورځې یې هم ډېرې څپڅپانده وې، د ده په اړه ویل کېدل چې د کویت او سعودي ترمنځ به یې خلک قاچاقول او په ديني چارو کې هم ډېر ملتزم نه و.
خو هوډ یې وکړ چې په سلفي تګلاره کې ځان دعوتګر کړي.
جهیمان د سعودي ملي ګارد کې د لارۍ چلوونکي دنده هم مخته وړې چې هلته د ده د قبیلې ګڼ نور ځوانان هم وو. نوموړی ډېر ژر مشهور او ملګري یې پیدا کړل، د هغه جذابې څېرې ډېر کسان ورجذب کړل.
جهیمان د سعودي د هغه وخت له واکمنو (آل سعود او وهابي شیخانو) سره ډېر ځلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ټکر راغی، خو پرې ورټول شوي ملګري یې له ځانه سره وساتل. جهیمان پر شاهي شیخانو او ملایانو نیوکې کولې چې د پیسو او اسانتیاوو په مقابل کې د حق خبره نه وي.
کله چې جهیمان دې پایلې ته ورسېد چې له شاهي کورنۍ او شیخانو سره یې روغه نه کېږي، د خپل فکر عملي کولو لپاره یې مټې بډوهلې او د قیامت د نښو اعلانولو او د مهدي د راتګ لپاره یې دعوت پیل کړ.
دې پېښې پر سعودي څه اغېز وکړ؟
د حرم کلابندۍ د القاعدې شبکې پر بنسټګر اسامه بن لادن لوی اغېز وکړ. نوموړي یې په اړه ولیکل: "کله چې شخړه پیل شوه د مسجد الحرام ککړول پیل شول، لاهم هغه پېښه زما په ذهن کې ده، دا ستونزه په سوله ییزه لار هوارېدی شوی."
څارونکي وايي، دا پېښه په سعودي کې د نوښت پیلامه شوه، د جهیمان یوه غوښتنه دا هم وه چې د سعودي په تلوېزیون کې دې خبریالانې نه وي.
عملاً هم ولیدل شول چې له دې پېښې وروسته د سعودي په تلوېزیون کې خبریاله ونه لیدل شوه.
سعودي تر دې پېښې وروسته پر یوه ډېر محافظه کار تګلوري خپل سفر پیل کړ، ټیک څلور لسیزې پرې تګلوري روان وو، چې بالاخره په وروستیو دوو کلونو کې یې بدلونونه پیل کړل.
په ۲۰۱۸ کال، ولیعهد محمد بن سلمان وویل: "موږ د نورو خلیجي هېوادونو په څېر طبیعي ژوند درلود، هلته د سینما رول وو"، چې د نوموړي اشاره د ۱۹۷۹ کال ستونزې (پېښې) ته وه.