سوریه کې د امریکا او روسيې د ګاډو ټکر کې امریکايي پوځیان ټپي شول

د عکس سرچینه، RUSVESNA.SU/YOUTUBE
د روسیې او امریکا حکومتونه د سوریې شمال ختیځ کې د زغرګاډو د ټکر له امله پر یو بل ملامتي اچوي چې له امله یې څو امریکايي پوځیان ژوبل شول.
د دې پېښې ویډیو اول ځل د روسیې یوه ملتپاله وېبپاڼه کې خپره او خورا ډېره ټویټ شوه.
ویډیو کې ښکاري چې یوه دښته کې یو روسی پوځي ګاډی امریکايي زغرګاډی زیانمنوي او پرې له پاسه روسۍ چورلکه هم ګرځي.
روسیه وايي، امریکا یې د ګزمې مخه نیوله.
خو د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي د بي بي سي ملګرې رسنۍ- سي بي اېس نیوز- ته ویلي، روسي ځواکونه هغه امنیتي زون ته ننوتلي و چې مخکې یې د نه ور ننوتو هوکړه کړې وه.
سپینه ماڼۍ وايي، دغه ټکر کې یې زغرګاډی کم زیانمن شوی دی.
د دې پېښې خبر چارشنبه خپور شو.
سوریه کې د امریکا او روسیې ترمنځ پرلپسې تعامل شته، خو ټکر ډېر کم دی.
روسیه د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي، خو امریکا په دغه هېواد کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوې کورنۍ جګړه کې د ځايي کوردانو ملاتړ کوي.
امریکا د پېښې په هکله څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا وايي، د روسیې ګاډی د امریکا د ماین ضد زغرګاډي سره ټکر شوی چې له امله یې دا زغرګاډی زیانمن شوی.
یوې امریکايي پوځي سرچینې پولیټیکو وېبپاڼې ته ویلي، دې پېښه کې څلورو امریکايي پوځیانو هم کم عصبي ګوزار خوړلی دی.
امریکا دغه سیمه کې د پخوا پرتله ډېر کم او پنځه سوه پوځیان لري چې د داعش او نورو جهادیانو د راتلونکو ګواښونو مقابل کې د خوندیتوب لپاره ساتل کېږي.
امریکايي پوځیان د کوردانو په مشرۍ د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ملاتړ کوي.
د ملي امنیت شورا ویاند جان الیوټ له پولټیکو سره خبرو کې ویلي، پېښه ځايي وخت د سې شنبې په ورځ د ورځې په لسو بجو غه مهال وشوه، چې د سوریې شمال ختیځ ته له دیاریک سره نږدې عادي امنیتي ګزمه د روسي پوځیانو سره مخ شوه.
روسیه څه وايي؟

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې دفاع وزارت وايي، امریکايي پوځیانو ته یې خبرداری ورکړی و چې دوی به دغه سیمه کې ګزمه کوي.
د دې وزارت د بیان له مخې- چې تاس خبري اژانس کې خپور شوی- راغلي: له دې سره او له تړون سرغړونې سره د امریکا د وسلوالو ځواکونو پوځیانو هڅه وکړه د روسانو د ګزمې مخه ونیسي.
په بیان کې زیاته شوې: په ځواب کې د روسیې پوځي پولیسو اړین ګامونه پورته کړل چې د پېښې مخه ونیسي او ورسپارل شوی ماموریت بشپړ کړي.
سوریه له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روسیې د پوځي پولیسو کوربنه ده.
دوی د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د قانون او مقرراتو د پلي کولو، د روسي ځواکونو خوندیتوب او د تاوتریخوالي کمولو سیمو کې د اوربند څارلو لپاره دغه هېواد ته استول شوي دي.
روسیې د درنو بم غورځوونکو الوتکو په ګډون پراخ تجهیزات هم د سوریې د بشار اسد حکومت ځواکونو ته برابر کړي، چې د داعش په ګډون له مختلفو یاغي ډلو سره جنګېږي.
روسیه د امریکايي ځواکونو کمېدو سره زړوره کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې شمال ختیځ کې د امریکا پوځیان له بې شمېره پېښو سره مخ دي.
اونۍ یا تر هغه ډېر وخت کېږي چې د روسیې او سوریې ملاتړو ځواکونو له خوا پر امریکايي ځواکونو برید وشو.
د ۲۰۱۸ کال فرورۍ کې هم د روسیې قراردادي پوځیانو د تېلو لویې زېرمې سره نږدې د امریکايي ځواکونو پرضد برید وکړ، خو برید یې دفع شو او سخته مرګ ژوبله ور واوښته.
خو وروستۍ پېښه توپیر لري او د امریکا او روسیې د رسمي پوځیانو ترمنځ مخامخ ټکر دی.
امریکایان یې پلاني پېښه بولي. دوی وايي، روسیه د سیمو په کچه مختلف تړونونه پرېږدي او امریکایي ځواکونه ځوروي.
نو ولې داسې کېږي؟

د عکس سرچینه، Reuters
مسکو ګوري چې امریکايي ځواکونه په سوریه کې کمېږي، ځکه تېر اکټوبر د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د هغو زرو امریکايي پوځیانو د اېستلو خبره وکړه چې د کورد ملګرو ملاتړ یې کاوه، خو یوازې په ډېره محدوده سیمه کې یې د ډېرو کمو پوځیانو پاتېدل ومنل.
خو روسیه پوهېږي چې ښاغلی ټرمپ غواړي بهر کې پوځیان کم کړي، ځکه داسې ښکاري چې امریکایانو ته د دروازو ښودلو اراده لري.









