سوریې جګړه؛ روسي الوتکو د ترکیې پر پوځي کاروان بمبار کړی

د عکس سرچینه، AFP/Getty
له سوریې څخه رپوټونه وایي چې په ادلیب ایالت کې روسي جنګي الوتکو د ترکیې پوځ پر یوه کاروان بمبار کړی. سوریه او روسیه تور لګوي چې د ترکیې دې پوځي کاروان په ادلیب ایالت کې د ولسمشر بشارالاسد وسله والو مخالفینو ته وسلې لېږدولې.
ترکیې تېر کال له روسیې سره تر یوې هوکړې وروسته په ادلیب ایالت کې خپل یو شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړل.
د سوریې حکومت په ادلیب ایالت کې د ترکي پوځ د وسلو دا کاروان غندلی او هڅه کوي چې مخکې تلو ته یې پرېنږدي. پر دې کاروان بمباریو کې د سوریې حکومت مخالف یو وسله وال هم وژل شوی دی.
خو ترکیه ادعا کوي چې دې هوایي بریدونو کې درې ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۲ تنه نور ټپان دي. اوس وېره دا ده چې هسې نه د ترکیې پوځ هم غبرګون وښیي او دواړه هېوادونه په مخامخ جګړه کې ښکېل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ادلیب ایالت یو له هغو سیمو دی چې دا مهال د سوریې حکومت په کتنرول کې نه دی.
د ترکیې د وسلو دا کاروان د خان شیخون ښار ته روان دی، خو رپوټونه وایي چې روسي او سوري ځواکونه د یکشنبې ماښام وار د مخه هلته رسېدلي دي.
دې کاروان کې لسګونه زغره وال موټر دي او نن دوشنبه ادلیب ایالت ته داخل شوی. د سوریې حکومت د ترکیې د وسلو دا کاروان غندلی او دا یې پر خپله خاوره ښکاره تېری بللی.
د سوریې حکومت وایي، دا وسلې به د دوی مخه ونشي نیولی او دوی به ادلیب ایالت کې پاتې ټول "ترهګر" له منځه وړي. حکومتي ځواکونه د روسیې پوځ په ملاتړ هڅه کوي چې د ادلیب ایالت له وسله والو مخالفینو ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې ښار کې د وسله والو مخالفینو یو قومندان رویټرز خبري اژانس ته منلې ده چې په سیمه کې نښتې روانې دي او تازه دمه وسله وال د دوی مرستې ته ور رسېدلي دي.
د خان شیخون ښار په ادلیب ایالت کې ستراتیژیک موقعیت لري او په ۲۰۱۷ کال کې همدې ښار کې د سارین غازو برید هم شوی و.
په سوریه کې د تېرو ۸ کلونو له جګړې وروسته ادلیب یوازینی ایالت دی چې د ولسمشر بشار الاسد د مخالفینو په ولکه کې دی.
په تېرو څو اوونیو کې حکومتي ځواکونو د دې ایالت نیولو لپاره عملیات ګړندي کړي، او په هوایي بریدونو او ځمکنۍ جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.









