امریکا: ایران، چین او روسیې 'زموږ ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي'

وانینا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وانینا زیاته کړې، ایران هم ‍په دې هڅه کې دی چې د امریکا پوځي قوتونه کمزوري کړي او ولسمشر ‍ټرم‍پ ته ماتې ورکړي

د امریکا د څارګرې ادارې یوه چارواکي ویلي، مسکو، بیجینګ او تهران د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو - چې راتلونکې نومبر کې کېږي - پایلو کې 'د لاسوهنې' هڅې کوي.

د امریکا د څارګر بنسټ یو چارواکی ویلیام اوانینا وایي، مسکو، تهران او بیجنګ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې چې رواتلونکې نومبر میاشت کې به تر سره شي، د لاسوهنې په لټه ک‍ې دي.

ددغه چارواکي په وینا، چین ‍په دې هڅه کې دی چې ‍ډونلډ ټرم‍پ رایې تر لاسه نه کړي اوروسیه بیا د جو بای‍دن بدنامولو په هڅه کې ده.

اوانینا زیاته کړې، ایران هم ‍په دې هڅه کې دی چې د امریکا پوځي قوتونه کمزوري کړي او ولسمشر ‍ټرم‍پ ته ماتې ورکړي.

د امریکا جاسوسي ضد مرکز رییس ویلیام اوانینا وایي، بهرني دولتونه د پټو او ښکاره عملیاتو په تر سره کولو سره غواړي د امریکا ۲۰۲۰ په ټاکنو اغېز ‍پرېباسي.

دغه چارواکې وای‍‍‍‍‍ي یو شمېر ه‍ېوادونه هڅه کوي داس‍ې یو نوماند د امریکا ‍ټاکنو کې بریالی ش‍ي چې ددوی ‍په ګ‍ته وي.

د امریکا د استخباراتي مرکز مشرانو ‍په ۲۰۱۶ کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال ‍ټاکنو کې روسی‍ې د ‍ټرم‍پ په ګټه کار کړی وو چې ‍په دغه ټاکنو یې اغېز ولري.

خو روسیه بیا دغه تورونه رد کړي وو او ټرمپ هم دغه کار د دیموکراتانو له لورې د ده د بریا د کم رنګه کولو ل‍پاره بللی وو ‍.

دغه څرګندونې د ښاغلي اوانینا له لوري د اګسټ په اوومه د جمعې په ورځ وشول، چې ولسمشر ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ټرمپ د پست له لارې د ټاکنو تر سره کول خطري وبلل او د ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر ټرمپ وایي، د پسټ له لارې تاکنې به داسې فساد ته لاره هواره کړي چې د امریکا په تاریخ کې به ساری ونه لري. هغه ادعا چې امریکا کې تجربې او څېړنې ردوي.

امریکا کې د ولسمشر ‍ټرمپ د ګوند له لورې دې خبرې ته چې ټاکنې دې وځنډول ش‍ي توند غبرګون ښودل شوی چې له دې ډلې یو یې د مشرانو جرګې مشر میچ مک کانل دی.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر راتلونکو څه کم نوي ورځو به ولسمشر ‍ټرمپ په سپینه ماڼی کې له جو بایډن سره سیالي وکړي.

ولسمشر ټرمپ وایي ایران اوس هم غواړي چې له امریکا سره خبرې وکړي، خو په تمه دی چې له جو بایډن سره خبرې وکړي.

ټرمپ په تېرو ټاکنو له ده سره د روسیې مرسته رد کړه او ویې ویل له هغوی سره یې له په اړیکو کې له سختۍ کار اخیستی او په پکن یې هم په تېرو دوو کلونو کې ډېرې تعرفې لګول‍ي.

د امریکا د جاسوسۍ ضد بنسټ ریس خبرې وروسته له هغې وشوې چې دیموکراتانو څارګر بنسټونه تورن کړل دوی د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې په اړه خپل مالومات د امریکا له خلکو سره نه دي شریک کړي.

تر راتلونکو څه کم نوي ورځو به ولسمشر ‍ټرمپ په سپینه ماڼی کې له جو بایډن سره سیالي وکړي.