کورونا وېروس: په امریکا کې څلورمه پرلپسې ورځ له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي

یوه ښځه د سان فرانسسکو پر دېوالونو د روغتیا پالانو انځورونه کاږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ښځه د سان فرانسسکو پر دېوالونو د روغتیا پالانو انځورونه کاږي

په امریکا کې پر جمعه څلورمه پرلپسې ورځ هم د کورونا وېروس له کبله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

نن ورځ په دغه هېواد کې ۱۰۱۹، پر پنجشنبه ۱۱۴۰، پر چهارشنبه ۱۱۳۵ او پر سې شنبه ۱۱۴۱ کسان د کوویډ -۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شول.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د کورونا وېروس ښکار کسانو شمېر له څلور میلیونو اوښتی، د سپینې ماڼۍ یو سلاکار وايي، 'داسې ښکاري چې په لوېدیځو او سویلي ایالتونو کې بد وخت تېر شوی دی '.

بل لور ته په هند کې شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې کورونا وبا په چټکۍ سره خپرېږي.

تېرو دوو وروځو کې په هند کې د کورونا وېروس نژدې ۱۰۰ زره نوي ناروغان ثبت شوي دي. د کورونا وبا له پیله راهیسې په دغه هېواد کې ۱۳۰۰ زره کسان د وېروس ښکار شوي دي.

هند اوس د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له پلوه په نړۍ کې تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی.

هند

د عکس سرچینه، Reuters

د دغه هېواد مدهیه پردېش اعلی وزیر هم پر کوويډ - ۱۹ ناروغي اخته شوی او له خلکو یې غوښتي چې د علایمو له څرګندېدو وروسته سملاسي روغتیا پالانو ته ورشي.

په هند کې نژدې ۳۱ زره کسان د کوویډ - ۱۹ له کبله مړه شوي دي او ماهرین وايي، ښايي په دغه هېواد کې وېروس لا هم اوج ته نه دی رسېدلی.

د هند په ګاونډي پاکستان کې بیا چارواکو له خلکو غوښتي چې د لوی اختر پر مهال د قربانۍ لپاره د څارویو رانیولو پر مهال محتاط واوسي.

پاکستان

د عکس سرچینه، CATTLE MARKET ADMINISTRATION

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکو له خلکو غوښتي چې د قربانۍ لپاره د څارویو اخیستو پر مهال احتیاط وکړي

د فدرالي وزیر اسد عمر په مشرۍ یوې غونډې ته ویل شوي، چې په بېلا بېلو سیمو کې له احتیاطي تدبیرونو سرغړونه شوې.

چارواکي وايي، د څارویو پېر او پلور غیر قانوني بازارونه به وتړل شي. ښاغلی عمر وايي، 'د لومړي وزیر عمران خان له لارښوونې سره سم ' باید پاکستانیان په اختر کې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي:

''تفریح ځایونو ته له تلو ډډه وکړئ، د اختر په مناسبت غونډې مه جوړوئ. د لمانځه ادا کولو پر مهال ټولنیز واټن ته په پام او د احتیاطي تدیبرونو له عملي کولو سره د وبا مخه نیولای شو. ''

نړۍ کې تازه شمېرې بیا ریکارډ کچې ته رسېدلې

usa

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکا کې د ناروغیو د کنټرول مرکز د ښوونځیو بېرته پرانیستلو لپاره خپل لارښود اعلان کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې په نړیواله کچه تر ۲۸۹ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي. تېره شنبه هم په ۲۴ ساعتونو کې په کورونا وېروس د ۲۵۰ زره کسانو اخته کېدل ثبت شوي وو.

رپوټ وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله تر ۹۷۰۰ ډېر کسان مړه شوي.

د جمعې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان وویل، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې تر ۱۵ میلیون او ۲۹۶ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.

امریکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر څلور میلیون، برازیل کې ۲٫۳ میلیون او هند کې ۱٫۲۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې پر درېیمه پرله پسې ورځ د کورونا وېروس له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي چې په دې سره امریکا کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۵ زرو ته رسېدلی.

په ورته وخت کې امریکا کې د ناروغیو د کنټرول مرکز د ښوونځیو بېرته پرانیستلو لپاره خپل لارښود اعلان کړی دی.

په دې لارښود دوه اونۍ مخکې ولسمشر ډونلډ ترمپ ټینګه نیوکه کړې وه.

'نوزیږدو ته د کورونا وېروس لېږد کم دی'

د تېرې جمعې په ورځ له موره نوزیږدي ماشوم ته د نوي کورونا وېروس د لېږدل د احتمال په اړه د یوې څېړنې پایلې خپرې شوې.‌

په دې څېړنه کې چې نیویارک روغتون کې پر ۱۲۰ نویو زیږېدلو ماشومانو ازمویل شوې ده، ویل شوي چې د میندوارۍ پرمهال په کورونا وېروس له اخته شوې مور نوزیږدي ماشوم ته د دې ناروغۍ د لېږد شونتیا ډېره کمه ده.‌

دې څېړنې څو اونۍ وخت نیولی او نوزیږدي ماشومان په کورونا وېروس له اخته میندو سره پرېښودل شوي او د مور شیدې ورکړل شوې دي.

کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اکسفورډ ماهرینو له لوري چمتو کېدونکی واکسین له نژدې دوه درځنه هغو یو دی چې پر خلکو یې کلینیکي ازمېښتونه سر ته رسېدلې او د نړۍ په لر او بر کې ۱۴۰ ځایه د دغه ډول واکسینو چمتو کولو بهیر دوام لري.‌

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په ټوله کې د مور له شیدو د ماشوم تغذیه کولو ګټې د کورونا وېروس د لېږد تر خطر ډېرې دي.

خو په امریکا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز په موقت ډول له موره د نوزیږدي ماشوم د جدا کولو سپارښتنه کړې چې په وینا یې په دې سره ماشوم ته د وېروس د لېږد خطر کمېدلی شي.

افغانستان کې کورونا؛ ۶۰ نوې پېښې او ۲۴ ګړیو کې د ۱۴ کسانو مړینه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېره یوه ش‍په او ورځ‌ کې په دې هېواد کې د کورونا وېروس ۶۰ نوې پېښې یې ثبت کړې چې په دې سره د ټول ټال کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی او ۹۷۰ ترې مړه شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې د کورونا وېروس ۱۴ ناروغان مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۲۵ ته رسېدلی دی.

په تېرو ورځو کې افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو په شمېر کې پام‌وړ کموالی راغلی دی.

کورونا
کورنا