د ملګرو ملتونو عمومي منشي: له هر لوري له ګډوډۍ سره مخ یو

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرڅ له کورنا وبا سره د مبارزې لړ کې د سترو نړیوالو قدرتونو پر نه همکارۍ سخته نیوکه کړې. ښاغلی ګوتیرڅ وايي، 'د امریکا، چین او روسیې تر منځ اړیکي داسې خړ پړ نه وو. '
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاتوي، 'کورونا وبا د ټولنو کمزوري اړخونه برالا کړل. ' په لندن کې د یوې وینا پر مهال ښاغلي ګوتیرڅ کورونا وبا 'ایکسرې ' ته ورته وبلله چې په وینا یې کمزوري اړخونه یې پر ډاګه کړل.
نوموړي د یوې نوې (ټولنیزې هوکړې) چمتو کولو غوښتنه وکړه او په وینا یې 'دوی باید پوه شي چې تر څو پورې ټوله نړۍ ترې نه وي ژغورل شوې، د کورونا وېروس پر ضد جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې. '
نوموړي له دې مخکې بي بي سي سره خبرو کې وویل، 'موږ تر هغه وخته ترې خوندي نه یو تر څو چې ټول انسانان ترې خوندي نه شي. ' ښاغلي ګوتیرڅ زیاته کړه، که یو ګټور واکسین چمتو کېږي، باید ټول ورته لاسرسی ولري. ښاغلی ګوتیرڅ وايي:
''موږ اوس په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو، چې نور دوه قطبي یا ان څو قطبي هم نه دی، بلکې له هره نظره د ګډوډۍ شاهدان یو. له بده مرغه د متقابل درک دغه نشتوالی، د لویو قدرتونو تر منځ دا سیالي د ملګرو ملتونو لپاره په بنسټیزډول ماتونکې ده، خو باید ووایم چې د ټولې نړۍ لپاره ده. ''

د عکس سرچینه، TWITTER
بل لور ته سعودي چارواکي وايي، د وبا له پیله تر اوسه یې نژدې دوه میلیونه کسان معاینه کړي دي. سعودي عرب ته هر کال نژدې دوه میلیونه مسلمانان د حج مراسمو کې د ګډون لپاره ورځي، خو سږ کال د کورونا وېروس خپرېدو له وېرې بهرنیانو ته د حج مراسمو کې د ګډون له اجازې ورکولو ډډه شوې.
د العربیه ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، له تازه معایناتو وروسته ۲۶۱۳ نوي ناروغان ثبت شوي، چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس اخته کسانو شمېر ۲۴۵ زره ۸۵۱ کسانو ته رسېدلی دی.
په سعودي عرب کې د کوویډ - ۱۹ ناروغي له کبله د مړو کسانو شمېر ۲۴۰۷ تنه ښوول شوی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي ۲۵ میلیونه ایرانیان د کورونا وېروس له کبله اغېزمن شوي او په ونیا د ۳۵ میلیونو نورو اغېزمن کېدو احتمال دی.
ښاغلي روحاني د خپل هېواد عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې وویل، ښايي په روغتونونو کې دوه برابره ډېرو بسترونو ته اړتیا پېښه شي. تر اوسه د ایران رسمي شمېرې ښيي چې ۲۷۱۶۰۶ تنه ایرانیان له وېروسه اغېرمن دي.

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلی روحاني وايي، د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تر اوسه په هېواد کې ۱۴ زره کسان مړه شوي او په تېرو ۱۵۰ ورځو کې ۲۰۰ زره کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي.
د یادونې ده چې اوس په ټوله نړۍ کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو رسمي شمېر له ۱۴ میلیونو کسانو اوښتی دی. د ایران په هکله د وبا خپرېدو په لومړي سر کې ویل کېدل چې په وېروس د اخته کسانو شمېر له رسمي شمېرو ډېر دی، خو ایراني چارواکو دغه رپوټونه رد کړي وو.
دا لومړی ځل دی چې د عامې روغتیا وزارت له څېړنې وروسته ایران منلې چې د اغېزمنو کسانو شمېر د رسماً تایید شویو شمېرو پرتله خورا ډېر دی.









