کورونا وېروس: په ایران کې بې ماسکه کسان دولتي دفترونو ته نه پرېښودل کېږي

د عکس سرچینه، AFP
د ایران ولسمشر حسن روحاني د کورونا وبا خپرېدو مخنیوي لپاره نوي اقدامات اعلان کړي دي. نوموړی وايي، هغو کسانو ته به حکومتي دفترونو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي چې ماسک یې نه وي تړلی او هغه دفترونه به د یوې اونۍ لپاره تړل کېږي، چې د روغتیا اړوند تدبیرونه نه عملي کوي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د شنبې تر ورځې پورې په ایران کې د کورونا وېروس ناورغانو شمېر ۲۳۷۸۷۸ کسانو ته رسېدلی دی.
دغه راز په ایران کې د کورونا وېروس له کبله تر اوسه پورې ۱۱۴۰۸ کسان مړه شوي دي. ښاغلی روحاني وايي، د شنبې له ورځې به د ټولو لپاره په عام محضر کې د ماسک کاروول ل جبري وي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران په یو شمېر ښارونو کې د اپریل میاشتې له نیمايي راهیسې سخت قرنطین پلی شوی دی.
ولسمشر روحاني وايي، هغه مامورین به کورونو ته واستول شي او غیر حاضر به وبلل شي، چې ماسک و نه کاروي. دی وايي:
''هغه خلک چې خپله ناروغي پټوي، د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي. ''
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي د کورونا وبا ناوړه پړاو لا تر اوسه نه وي راغلی. دغه اداره وايي، که حکومتونه مناسبې پالیسې جوړې نه کړي، څو برابره ډېر خلک ښايي د وبا ښکار شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال په امریکا متحدو ایالتونو او هند کې د ځينو سیمو قرنطین نرمښت پرېکړې یا بېرته اخیستل شوې او یا هم ځنډول شوې دی. د دې لامل د کورونا نویو ناروغانو شمېر ډېرېدل بلل شوی.
اروپايي ټولنې بیا د ۱۴ هېوادونو نوملړ خپور کړی، چې په وینا یې کولای شي د ټولنې غړو هېوادونو ته سفر وکړي، خو په دې نوملړ کې د امریکا، چین او برازیل نومونه نه شته.

بل لور ته د سویټزرلنډ خزانې وزیر اولي مورر له دولتي راډیو سره خبرو کې ویلي، د کورونا وبا پر مهال یې هېواد پورونه اخیستی، چې په وینا یې تر راتلونکو دوو یا دریو کلونو پورې به کم شي او په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به په بشپړه توګه لنډ شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې سویټرزلنډ حکومت د کاروبارونو بیا فعالولو او مامورینو د خیر ښېګړې لپاره ۲۱ اعشاریه ۱۵ میلیارده ډالره پور اخیستی دی. نوموړی زیاتوي:
''که هر څه سم پر مخ لاړ شي، نو دا پور به ۲۱ اعشاریه ۱۵ میلیارده پاتې شي او که نه کېدای شي تر ۳۵ میلیاردو ډالرو پورې ورسېږي. ''
نوموړی وايي، اوس هم کره شمېرې په لاس کې نه شته، خو په وینا یې پر خلکو به نوې مالیې نه لګول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هلته په چیک جمهوریت کې په سمبولیکه توګه له کورونا وبا سره د مخه ښه لپاره په داسې حال کې یوه مېلمستیا ترتیب شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان روانه اونۍ وویل، د وبا ختمېدو ته لا هم وخت پاتې دی.

د عکس سرچینه، EPA
د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې د یوه ۵۰۰ متره اوږده مېز په شاوخوا کې زرګونه ځايي اوسېدونکي راټول شول، له کورونه راوړي خواړه یې ووېشل او په سمبولیکه بڼه یې له کورونا وبا سره (مخه ښه) وکړه.









