له عراقي شیعه ملېشو د ایران د ملاتړ کمېدل

د عکس سرچینه، Reuters
رویټرز خبري اژانس د عراقي سرچینو له خولې رپوټوي چې د امریکا پر بندیزونو سربېره د کورونا وېروس د خپرېدو له امله محدودیتونه هم سبب شوي چې عراق کې له شیعه ملېشو سره د ایران مالي او پوځي مرستې پام وړ کمې شي.
د رویټرز رپوټ وايي، ایران د میاشتې په میلیونونو ډالر عراق کې وسلوالو ته لېږل، خو د کورونا پیلېدو سره دا اندازه نیمايي شوې ده.
د کورونا وېروس خپرېدو سره نه یوازې پولې بندې شوې، بلکې نړۍ کې یې پراخ اقتصادي کړکېچ هم جوړ کړی او ور سره د تېلو بیه هم ډېره غورځېدلې ده.
پر دې سربېره شپږ میاشتې مخکې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني او د عراق د یوې شیعه ډلې حشد شعبي د مهم قومندان ابو مهدي مهندس وژلو عراق کې له شیعه وسلوالو ډلو سره د ایران اړیکو ته سخت ګوزار بلل کېږي.
د یوې عراقۍ ملېشې قومندان له رویټرز سره خبرو کې ویلي، ایران خپلو هغو ملاتړو څلورو ډلو ته د میاشتې تر پنځو-پنځو میلیون ډالرو ور کول، خو د کورونا وېروس پیلېدو سره دا مرسته له دوو تر دریو میلیون ډالرو کمه شوې ده.
دغه قومندان ویلي، د ایران د مالي ملاتړ کمېدو سره د دې ډلې عملیات اغېزمن شوي او دوی اوس د مالي ملاتړ موندلو لپاره نورې لارې لټوي.
رویټرز زیاتوي د مختلفو ملېشه ډلو درې قومندانانو ورته ویلي، د ایران دا مالي مرسته د امریکا په ګډون د ایران د دوښمنانو د مقابلې لپاره ځانګړې شوې وه.
دوی وایي، پر مالي مرستو کمېدو سربېره د پولو تړل کېدو له امله له دوی سره د وسلو او مهماتو په څېر نورې مرستې هم کمې شوې دي.
یوه قومندان دا هم ویلي، چې د ایران له خوا یې د وسلوالو روزنه هم ځنډول شوې ده.
روزنه کې د سړک د جنګ لارې چارې، د ټانک ضد مهماتو کارول او بې پیلوټه الوتکې سره د دوښمن د هدفونو پېژندل راځي او د عراق روزل شوې ملېشې د سوریې جګړې ته هم لېږل کېدې.
دا شیعه ملېشې له امریکايي ځواکونو سره د اسلامي دولت پرضد وجنګېدې، خو د دې ډلې تر ماتې وروسته یې پر امریکايي هدفونو بریدونه کول.









