بغداد کې پر امریکايي اهدافو توغندي ویشتل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونه وايي، د عراق پلازمېنه بغداد کې پر ځینو امریکايي هدفونو توغندي توغول شوي چې ځینې توغندي د امریکا سفارت په انګړ کې لګېدلي دي.
رپوټونه زیاتوي، د یکشنبې ورځې وختي ځینې توغندي بغداد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ټلوالې په یوه پوځي اډه کې لګېدلي.
د فرانسې خبري اژانس د یوې امریکايي پوځي سرچینې او لوېدیځو سرچینو له خولې ویلي، له برید وروسته د امریکا د سفارت د خطر زنګ وهل شوی، خو په برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې عراق کې د امریکا پر بنسټونو بریدونه پیل شوي.
امریکا په بغداد کې تر پنځو زرو ډېر سرتېري لري.
ددغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی، خو واشنګټن وايي، د بریدونو ترشا د ایران له ملاتړ د برخمنو شیعه حشد شعبي ملېشو لاس دی.
په تېره ډیسمبر میاشت کې، یو توغندی د امریکا پر یوه اډه ولګېد، چې یو امریکایی قراردادي یې وواژه. امریکا یې په غبرګون کې شیعه حشد شعبي ملېشې په نښه کړې.

د عکس سرچینه، EPA
څو ورځې وروسته، امریکا په عراق کې د ایران یو جګپوړی قومندان قاسم سلیماني د بې پیلوټه الوتکې په مټ وویشت.
د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه په دې ډرون برید کې له ښاغلي سلیماني سره عراق کې د شیعه حشد شعبي مرستیال قومندان ابو مهدي المهندس هم ووژل شو.
دغو ملېشو د سلیماني او المهندس د وژلو غچ اخیستو ګواښ کړی و او له عراقه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.
تازه توغندي بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه شوي، چې د "حرکة النجباء" په نامه د شیعه حشد شعبي یوې څانګې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره "معکوسې شمېرې" ګڼل پیل کړي.
دوی پر ټوېټر لیکلي: "موږ تر هغه ډېر نژدې یو چې تاسو یې ګومان کوئ."









