بغداد کې د امریکا پر سفارت درې توغندي ولګېدل

بغداد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بغداد کې دې وروستیو ورځو کې د امریکا پرضد مظاهرې هم شوې دي.

له عراق رپوټونه وايي، پلازمېنه بغداد کې د امریکا د سفارت پر انګړ درې راکټونه ولګېدل.

یو راکټ د سفارت پر خوړنځي لګېدلی او بل هم په لږ واټن سره غورځېدلی دی.

بغداد کې د بي بي سي خبریاله نفیسه کوهنورد وايي، د امریکا پوځي چارواکو منلې چې د کاتویشا په نوم توغندي یې پر سفارت لګېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس دې پېښه کې د دریو کسانو د ټپي کېدلو خبره کوي.

دا تېرو کلونو کې اول ځل دی چې امریکايي کارمنان په دا ډول برید کې ټپي کېږي

کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو امریکا په تېر کې ایران ملاتړو وسلوالو ته د دا ډول بریدونو ګوته نیولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې د عراق له حکومت غوښتي چې د دغه هېواد د ډيپلوماټیکو ودانیو خوندیتوب کې خپله دنده پلې کړي.

د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د دې برید غندلو سره د جګړې په ډګر د عراق د بدلولو خبرداری ور کړی دی.

عراق تېرو اونیو کې د ایران او متحده ایالتونو د پوځي ټکر په ډګر بدل شوی دی.

بغداد هوايي ډګر کې د امریکا په لاس د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني او د کتایب حزب الله ډلې د قومندان ابو مهدي المهندس وژل کېدو پسې ایران په عراق کې د امریکا پر دوو پوځي اډو توغندیز برید وکړ.

که څه هم لومړیو کې امریکا ویل چې دا بریدونه کوم ځاني زیان نه لري، خو وروسته یې ومنله چې تر شلو ډېر پوځیان یې مغزي ژوبل شوي دي.