تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې د ونډو پر بازار وسلوال برید؛ 'د بلوچستان ازادۍ پوځ' یې مسئولیت منلی
بلوڅ وسلوالو دوشنبه سهار د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ونډو بازار پر ودانۍ برید وکړ. د کراچۍ پولیس وایي، په دې برید کې د څلورو بریدګرو، یو پولیس افسر او د ودانۍ دوو ساتونکو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
د بلوڅستان د ازادۍ پوځ یا (بي اېل اې) وسلوالې ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی. د دې ډلې ویاند یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مجید لېوا دا برید کړی دی.
کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وایي، برید ځايي وخت سهار لس بجې پیل شو. د نوموړي په خبره، وسلوال د پارکېنګ له لارې د پاکستان ونډو بازار په نوم ودانۍ ته ننوتلي او د لاس بمونو برید یې کړی دی.
له برید سملاسي وروسته پولیس او رېنجرز ځواکونه د ودانۍ شاوخوا ورسېدل او وسله والو سره په نښته کې کېوتل. وروستي رپوټونه وایي چې برید پای ته رسېدلی دی، خو پولیس او رېنجر د سیمې په چاڼ بوخت دي.
د کراچۍ د روغتون یوه ډاکټر بي بي سي ته ویلي چې دوی ته د څلورو بریدګرو، یو پولیس افسر او د ودانۍ د دوو ساتونکو مړي ور وړل شوي دي.
د ایدهي خیریه بنسټ مشر فیصل ایدهي وایي، د دوو بریدرګرو مړي یې لیدلی دي. د ده په خبره، د امنیتي ځواکونو په ګډون د دریو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سېند ایالت یو چارواکي غلام نبي میمون بي بي سي ته وویل، بریدګر یوه کورولا کې راغلل، او کله چې پولیسو له دروازې بهر ودرول نو ډزې پیل شوې، دوه بریدګر له دروازې بهر ووژل شول او دوه نور ودانۍ ته ننوتل، خو هغه هم ووژل شول.
د ده په خبره، بریدګر اصلي ودانۍ ته ونه رسېدل. د دې ونډو بازار یو غړی فرخ خان وايي، بریدګر ودانۍ ته ننوتلو کې پاتې راغلل.
د سېند ایالت اعلی وزیر سید مراد علي شاه دا برید غندلیی او د پېښې د بشپړې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
د بلوچستان ازادۍ پوځ تېر بریدونه:
- ۲۰۲۰ مې: د بلوچستان کېچ کې پر پوځ برید کې شپږ سرتېري ووژل او یو ټپي شو
- ۲۰۲۰ مې:د بلوچستان د کېچ په مچ کې پر سرحدي ځواکونو برید شپږ سرتېري ووژل او څلور ټپي شول
- ۲۰۲۰ مې: د بلوچستان کېچ په مند کې پر امنیتی ځواکونو برید، سره یو سرتېری وواژه
- ۲۰۱۹ مې: د بلوچستان ګوادر کې پر پرل کانټینېنټل هوټل برید سره د دریو بریدګرو په ګډون اته کسان ووژل شول
- ۲۰۱۸ نومبر: کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ برید سره اوه کسان ووژل
- ۲۰۱۸ اګسټ: د بلوچستان دلبندین کې د سیندک پروژې د کارمنانو پر بس برید سره د درې چینايي انجینرانو په ګډون پنځه کسان ټپي کړل.