تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې پر پولیسو برید کې یو چارواکی او یو ساتونکی ووژل شول
د پاکستان په اقتصادي ښار کراچۍ کې یو ځل بیا پر پولیسو وسلوال برید شوی، چې له امله یې یو امنیتي چارواکی وژل شوی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.
دا پېښه د جمعې په ورځ عزیز اباد(سیمه) کې شوې ده.
پولیس وايي، پر ټپټپي( موټر سیکل) سپرو دریو وسلوالو ډزې وکړې چې له امله یې د ترافیک پولیسو یو مشر حنیف او د هغه ساتونکی سلطان ووژل شول.
د دواړو مړي عباسي شهید روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سیند د کورنیو چارو وزیر سهیل انور سیال او نورو چارواکو پر دغه پېښه خواشیني ښودلې.
دوی له اړوند چارواکو غوښتي چې د پېښې پلټنه وکړي او تورن کسان ونیسي.
پر پولیسو زیاتېدونکي بریدونه
د یادولو ده چې سیند ایالت کې په تېر نیم کال کې ۶۲ پولیس په مخامخ نښتو یا هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
تر ټولو ډېر اندېښمن وضعیت کراچۍ ښار کې دی چې ۴۲ پولیس په نښه شوي دي.
د پولیسو اداره وايي، پر ۲۰۱۶ کال په سیند کې ۴۱ پولیس وژل شوي وو، خو سږ کال په شپږو میاشتو کې ۲۳ پولیس وژل شوي دي.