پاکستان: پر نیمه پوځي ځواک د لاسي بمونو بریدونه شوي

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د کورونا وېروس اغېزمنو کسانو سره د حکومتي مرستو یوه مرکز بهر د لاسي بم برید له کبله یو کس وژل شوی او د نیمه پوځي ځواک (رېنجرز) یوه سرتېري په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.

بل لور ته د سند ایالت په یوه بل ښارګوټي ګوټکي کې د همدې رینجرز ځواک ګاډي ته نژدې بمي چاودنه شوې. د پولیسو ځايي افسر عبدالقادر چاچړ وايي، په چاودنه کې د رېنجرز ځواک دوه سرتېري وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د کراچۍ پولیسو یو افسر اعجاز بټي وايي، د مالي مرستو مرکزو بهر چاودنه داسې مهال شوې، چې په مرکز کې دننه د پېسو ترلاسه کولو لپاره ولاړ وو او د مرکز په دروازه کې پولیس او رېنجرز سرتېري موجود وو.

سندهو دېش انقلابي پوځ نومي تنظیم وايي، پر رینجرز ځواک دغه دواړه بریدونه دوی کړي.

دغه تنظیم چې په پاکستان کې ممنوع اعلان شوی، په یوه اعلامیه کې ویلي، د نیازي لاشاري نومي خپل ملګري غچ اخیستو لپاره یې دغه بریدونه کړي. د سند قومي محاذ تنظیم مرکزي کمېټې غړي نیاز لاشاري مړی څو ورځې مخکې کراچۍ ښار ته نژدې موندل شوی و.

د نوموړي خپلوان وايي، نیاز لاشاري له تېر یوه کاله راهیسې بې درکه و.

د سند پولیسو ترهګر‍ۍ ضد څانګې یو ځايي مشر ډاکتر جمیل احمد پر 'ګاونډي هېواد، لندن ډلې ' او بلوڅ بېلتون پالو تور پورې کوي، چې په دې بریدونو کې یې له (ځايي ډلې) سره مرسته کړې.

نوموړی وايي، د بلوچستان وسله والو ډلو بریدګرو ته روزنه ورکړې او په برید کې کاروول شوي مواد په ځايي توګه ترلاسه شوي دي.د یادونې ده چې تېره اونۍ هم په کراچۍ ښار کې د همدې رېنجرز ځواک د ګزمې پر ګاډي او څوکۍ د لاسي بمونو برید شوی و. په هغه برید کې یو سرتېری ټپي شوی و. د یادونې ده چې ۲۰۱۳ کال کې په کراچۍ کې د چین سفارت مخې ته یو چاودنه وشوه، په همدې ښار کې ۲۰۱۶ کال کې د چینايي انجینرانو لېږدولو پر یوه ګاډي برید وشو او وروسته سکر ښار ته نژدې د سي پیک نومي پروژې پر کارکوونکو برید وشو، چې د دې ټولو پېښو مسوولیت همدې ډلې منلی و.